عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د کوټې محمد شعېب د اسیا د سوکوهنې اتلولي ګټلې خو وايي، غواړي چې د نړۍ اتل شي. دی له تېرو پینځو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې اوسي او هلته لوبه کوي. شعېب وايي، د ده زیات وخت د حکومت ملاتړ ترلاسه کولو په هلو ځلو تېرېږي او له وزیرانو او چارواکو سره ګوري. نور په ویډیو کې.
د پاکستان په اسلام اباد نړېوال اسلامي پوهنتون کې د افغان زده کوونکو د فراغت غونډه شوې ده. د مې ۲۰مې په غونډه کې شاوخوا ۵۰ زده کوونکو، د هغوی د کورنیو غړو او د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستان چارواکو ګډون وکړ. ویډيويي رپورټ.
د پخواني وزير اعظم عمران خان د نیولو پر ضد د مې پر نهمه د پاکستان په ځینو برخو کې د تحريک انصاف کارکوونکو احتجاجونه وکړل او ځینې حکومتي ودانیو ته یې اورونه واچول. په پلازمېنه، اسلام اباد کې هم د احتجاجونو سلسله روانه ده. تفصیل له اسلام اباده د عمران یونس په وېډیو کې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي دي دي چې افغانستان، پاکستان او چین د سوداګرۍ پر پراخولو او پر سیمه ییز اتصال موافقه کړې ده. ویډیويي مرکه وګورئ.
نن (د اپرېل پر ۲۲مه) په پاکستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي، خو د خيبر پښتونخوا د مومندو، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستانونو په یوشمېر برخو کې د اپرېل پر ۲۱مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه.
په پاکستان کې اکثر تر هر اختر څو ورځې مخکې د ګاډو کرایې لوړېږي. د راولپېنډۍ په لویه اډه کې یوشمېر مساپرو مشال راډیو ته وویل چې ډرېورانو کرایې خورا لوړې کړې دي. خو ډرېوران د کرایو زیاتولو خپل دلیل لري. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اپرېل پر اوومه د پاکستان ملي امنيت کمېټۍ پرېکړه کړې وه چې په پاکستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ ختمولو لپاره به کوټلي پوځي عمليات کېږي. وروسته د اپرېل پر نهمه د پاکستان وفاقي کابینې هم دغه پرېکړه تاييد کړه. مشال راډيو د پاکستان د پارلېمان له ځينو پښتنو غړو په دې اړه د هغوی نظر پوښتلی.
په اسلام اباد کې د "مهربانۍ کارونو یا ایکټس اف کاینډنېس" په نوم د رضاکارانو یو سازمان هره ورځ مزدورانو او خواریکښو ته روژه ماتی برابروي. د سازمان غړي او مشران وايي، د اسلام اباد او راولپېنډۍ په ځینو روغتونونو کې له ناروغانو سره ورغلیو خپلوانو ته د پیشلمي خواړه هم ورکوي.
په پاکستان کې د روژې میاشت له پیلېدو راهیسې پر ټولنیزو شبکو د تازه مېوو له اخیستو څخه د پرېکون (بایکاټ) یو کیمپېن روان دی. د کیمپېن چلوونکي وايي، له دې کار سره به د مېوو بیې ښکته شي. خو یوشمېر کسان د دې کار مخالفت هم کوي .
په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی وايي، تر هغو چې د سږنۍ سرشمېرنې نتیجې نه وي راغلې، په قبایلي ضلعو کې انتخابات ورته د منلو وړ نه دي. له مولانا جمال الدین سره ویډیويي مرکه وګورئ.
عمران خان اسلام اباد کې عدالت ته له حاضرۍ وروسته لاهور ته ستون شو. د عمران خان د توشه خانې قضیې اورېدنه د اسلام اباد په جوډيشل ودانۍ کې وه.
د اسلام اباد د قایداعظم پوهنتون د دوکتورا (پي اېچ ډي) او اېم فېل د سطحو زده کوونکي له یوشمېر ورځو راهیسې د پوهنتون تړلو پرضد په احتجاج دي. انتظامیې د فبرورۍ پر ۲۷مه د پښتنو او بلوڅ زده کوونکو د ډلو ترمینځ تر نښتې وروسته تړلی وو. د پوهنتون مشر له احتجاجیانو سره لیدلي دي.
په اسلام اباد کې د مارچ پر ۱۲مه د هغو فلمونو مېله پای ته ورسېده چې ښځو جوړ کړي دي. په مېله کې یوشمېر لنډ فلمونه د خلکو نندارې ته وړاندې شول. په ننداره کې د مردان د یوې ښځې پر ژوند جوړ فلم خلکو زیات خوښت کړ. ویډیويي رپورټ.
د اسلام اباد د دنګو ودانيوو ترمنځ د افغان کډوالو په خېمو کې د افغان ښځو له کړاوه ډک ژوند
د پېښور صايمه خان د خپلې لور د زده کړو بهیر جاري ساتلو په خاطر په اسلام اباد کې یو رستوارن خلاص کړی دی. نوموړې وايي د اقتصادي ستونزو له کبله یې اول اسلام اباد ته کډه وکړه او هلته یې خپل کاروبار پیل کړ. هغه وايي، په لومړي سر کې مشکلات ول خو اوس یې کار ښه روان دی. ویډیويي رپورټ.
خان سيد اپرېدی پر نړيوال کچ د تای باکسنګ لوبه کوي او يو شمېر نړېوالې سيالۍ ېې هم ګټلې دي. نوموړی وايي چې په کراچۍ کې يې د کراټو له لوبې پيل کړی وو خو بيا وروسته يې تايي باکسنګ ته مخه وکړه. خان سيد دا مهال په اسلام اباد کې مېشت دی او هم هلته خپل تمرين کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جنورۍ پر ۲۵مه د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید د وژنې قضیې فیصلې پرضد احتجاجونه وکړل. د پېښور، کراچۍ او اسلام اباد د احتجاجونو په اړه ویډیويي رپورټ.
د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې د جرمني د نړیوال پرمختګ ادارې په مرسته د قبایلي ضلعو د ژوند او فرهنګ په اړه انځوریز نندارتون جوړ شو چې ورته یوشمېر خلک ورغلي ول. د نندارتون موخه د هغو سیمو له ژوند او پکې د تېرې څه د پاسه یوې نیمې لسیزې د ناامنۍ له اغېزه خلک خبرول دي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وشوې. دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر حکومت ضد لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان په ګډون ۱۳ کسان زخمیان شول.
عذرا نفيس د سيند پر ډبرو انځورګري کوي. نوموړې وايي د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر وسله وال بريد وروسته يې انځور ګري پيل کړې ده۔ هغه وايي خپل هنر نورو ته هم ورزده کول غواړي.
نور وښیئ