عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پشتین د نیولو پر ضد د ډېسېمبر پرپينځمه د پېښور، کوټې او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له حکومته یې وغوښتل چې منظور پشتین دې ژر تر ژره خوشې کړي.
د پاکستان تر واک لاندې د ګلګت بلتستان د هنزې د ښځو فوټبال يوه لوبډله اسلام اباد ته په سياليوکې د ګډون لپاره تللې ده. د شمس په نوم د هنزې د يو فوټبال کلب لوبغاړو په وينا د دې دورې هدف د نجونو لوبو ته وده ورکول دی. ويډيو رپورټ.
په اسلام اباد کې د کلتورونو د ودې لپاره ۱۰ ورځنۍ مېله د نومبر پر ۱۳مه پای ته ورسېده. په مېله کې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلا بېلو برخو څخه کلتوري توکي نندارې ته وړاندې شول. دا مېله هر کال کېږي چې زرګونه کسان د کلتوري شیانو اخیستو ته ورځي. تفصیل په ویډیو کې.
انځورګر او خطاط رفعت خټک وايي چې د خپل کلي "شيدو" ديوالونه او د کابل سيند غاړه د ده لومړی کينوس و. د اطلاعاتو محکمې نه له تقاعد اخيستو وروسته رفعت خټک د اسلام اباد په پارکونو، شاوخوا کلو او د مارګلې په غرونو کې ګرځي او چې کومه منظره يې خوښه شي
له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو د طریقه کار پر ضد پښتونخوا ملي عوامي ګوند د نومبر پر دریمه په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره کړې ده.
د غیرقانوني کډوالو د نيولو دوام
د پاکستان د بېلابېلو دولتي پوهنتونونو په سلګونو استادانو په اسلام اباد کې د لوړو زده کړو د کمېشن (هایر اېجوکېشن کمېشن) دفتر مخې ته مظاهره کړې ده. د اکتوبر ۳۱مې د مظاهرې ګډونوالو له کمېشنه د دندو او خدماتو د جوړښت او د ترقۍ پالیسۍ عملي کولو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
اسلام اباد های کورټ په ایونفیلډ اپارټمېنټس او العزیزیه سټيل ملز مقدمو کې د پاکستان د پخواني وزيراعظم نواز شريف ضمانت د اکتوبر تر ۲۶مې منظور کړی دی. بل خوا د توشه خانې په مقدمه کې احتساب عدالت هم د نوموړي ضمانت منظور کړ او د هغې مقدمې اورېدنه یې د نومبر تر ۲۰مې وځنډوله.
په اسلام اباد کې د لوبو حق (رایټ ټو پلې) په نوم یو سازمان د نجونو د والیبال د سیالیو تابیا کړې ده. هغه سازمان وايي، د دې سیالیو موخه د نجونو لوبو ته وده ورکول دي. ویډیويي رپورټ.
په اسلام اباد کې د ګرو اپ ټېکنالوجۍ په نوم د ځوانانو یوې ډلې، چې پکې پښتانه هم شامل دي، د ویډیويي لوبو داسې اپلیکېشن (ایپ) جوړ کړی دی چې د بدن د حرکت په اشارو کار کوي. ویډیويي رپورټ.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو مشر کمېشنر عباس خان وايي چې د پاکستان لنډمهالی حکومت یوازې هغه افغانان هېواد ته ستنوي چې قانوني اسناد نه لري. نوموړي د اکتوبر پر څلورمه له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته څه باندې اووه لکه
په پاکستان کې د اګست ۳۰مې نيټه د لادرکه کسانو د نړيوالې ورځې په مناسبت مظاهرې شوې دي. په کراچۍ او اسلام اباد کې شویو دغو مظاهرو کې د لادرکه کسانو کورنیو د خپلو خپلوانو د موندلو او خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې په جي ټي روډ د امن لپاره جلسه کړې. تر دې وړاندې غورځنګ د سپریم کورټ ودانۍ مخې ته د جلسې اعلان کړی وو خو د اسلام اباد پولیسو ورته په هغه ځای کې د جلسې اجازه ورنه کړه. جلسې ته د غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو مشرانو ویناوې وکړې. تفصیل په ویډیو کې.
د اګست پر پينځمه د پاکستان د پخواني وزيراعظم او تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د ګرفتارۍ پر ضد د خيبر پښتونخوا په ځينو ضلعو کې وړې وړې احتجاجي مظاهرې شوې دي. په پېښور کې هم د تحريک انصاف ځينې پلويان احتجاج ته وتلي ول چې پوليسو يې ځينې ګرفتاره کړل.
د سويډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د قران مجيد د بې حرمتۍ خلاف د جولای پر اوومه د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجي مظاهري وشوې. مظاهرچيانو له حکومته له سويډن سره د سفارتي اړیکو ختمولو غوښتنه وکړه. تفصیل په ویډیو کې
طالبانو پر افغانستان تر واکمنیدو وروسته پر موسیقۍ بندیز لګولی چې له امله یې یوشمېر هنرمندان نورو هېوادونه ته کډه شوي. په دوی کې ریحانه او مصطفی پاکستان ته کډه شوي او هنري فعالیتونه ته يې دوام ورکړی دی. تفصیل په ویډیو کې
د اسلام اباد په سبزي منډۍ کې اخېستونکي وايي چې د لوی اختر له راتګ سره د سبزيو نرخونه لوړ شوي دي، خو سبزي خرڅوونکي وايي چې د بیو د لوړېدو له اختر سره هيڅ تړاو نشته بلکې په هېواد کې وار له مخه ګراني ده. تفصیل په ویډیو کې
پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلوغړو د ګرفتاريو پر ضد د جون په ۲۳مه د اسلام اباد پريس کلب مخې ته مظاهره وکړه. تر دې وړاندې غورځنګ د جون په ۲۰مه د ملک په یو شمېرلویو او وړو ښارونو کې هم په دې اړه احتجاجونه کړي ول. تفصيل په دې ویډیويي راپور کې
د جنوبي وزیرستان په ناامنیو کې معذوره شویو لسګونه کسانو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پیل کړې ده. دوی وايي حکومت دې ورته له قانون سره سم پر ځانګړو څوکیو دندې ورکړي چې دوی خپلې کورنۍ وساتي. د جنوبي وزیرستان انتظامیې ویلي دي چې معذورانو ته پر ځانګړو څوکیو دندې ورکوي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د وفاقي حکومت کارکوونکو د جون پر اتمه په اسلام اباد کې د تنخاګانو د زياتوالي لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده. د مظاهرچيانو وينا وه چې په هغه هېواد کې ګراني زښته زياته شوې خو په هغه تناسب يې تنخاګانې نه دي زياتې شوي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ