د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ: د درملنې لپاره د ګیله من وزیر اروپا ته پر استولو غور روان دی


محسن داوړ: د درملنې لپاره د ګیله من وزیر اروپا ته پر استولو غور روان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ وايي چې د درملنې لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ فعال او شاعر ګیله من وزیر اروپا ته پر استولو بحث روان دی. نوموړي د جولای پر نهمه شپې مهال د اسلام اباد په پېمز روغتون کې مشال راډیو ته وویل چې له هېواده د وزیر بهر د استولو بهیر خورا اوږد دی. دا په داسې حال کې ده چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین ویلي دي چې د ګیله من وزیر بهر ته د لېږدولو تیاری یې کړی دی خو ډاکتران وايي چې د هغه روغتیايي وضعیت د سفر اجازه نه ورکوي. وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې د یوشمېر کسانو په حمله کې ژوبل شو چې اوس په پېمز روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د محسن داوړ بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

XS
SM
MD
LG