عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د اګست پر ۱۴مه د پاکستان جوړېدو ورځ لمانځل کېږي. په دې لړ کې د اسلام اباد پر سړکونو یو شمېر کسانو د بیرغونو او د جشن د نورو شیانو خرڅولو سټالونه جوړ کړي دي. دا پلورونکي وايي، شپې د سړک پر غاړه ویده کېږي او د ورځې شیان خرڅوي. پاکستان په ۱۹۴۷ز کال کې له متحد هندوستانه د برتانیوي واکمانانو د تګ او د هن
د روژې په میاشت کې د مزدورانو حالت څه وي؟ په دې اړه د مشال راډیو خبریال د قبایلي سیمو له ځینو مزدورانو سره غږېدلی دی. د هغوي خبرې په دې ویډیو کې واورئ.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د فاټا د اصلاحاتو په اړه غونډه وکړه. یادې غونډې کې د محمودخان اڅکزي په ګډون د نوموړي ګوند مهمو مشرانو ګډون وکړ. پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې نه کړل شي، ازاد حیثیت دې ولري او په دې اړه دې د قبایلي س
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د یکشنبې په ورځ، د قبايلي اصلاحاتو په اړه په اسلام اباد کې غونډه کوي. په همدې موضوع له تېرو څو اونیو راهېسې، په پاکستان کې د بیل بیلو ګوندونو لخوا غوندې روانې دي.
د دوشنبې پر ورځ د پاکستان سپریم کورټ د پاناما اسنادو د مقدمې اورېدنه بیا پیل کړه. د جولای پر ۱۰مه ګډې پلټنیزې ډلې د وزیراعظم نواز شریف د کورنۍ په اړه خپل رپورټ سپریم کورټ ته ورکړ. په رپورټ کې د نوموړي او د کورنۍ د شتمنیو په اړه پوښتنې پورته شوې دي خو شریف دا رپورټ ناسم او پر ((درواغو ولاړ)) بولي.
د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د دوشنبې پر ورځ د کوچني اختر لمونځ وشو او خلکو یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې. ګڼ خلک د اسلام اباد فیصل جومات ته د لمانځه لپاره ورغلي ول او د جومات دننه ننوتکو تالاشي اخیستل کېده. د باران ورېدو له کبله موسم هم ښه وو. ویډیو وګورئ.
په اسلام اباد کې د یکشنبې په ورځ اختر نه و خو له تېرې شپې راهېسې خلک په بازارونو کې د اختر په تیاریانو بوخت دي. په پاکستان کې اخترونه تل د اختلاف ښکار وي، مرکز یې د ( رویت هلال کمیټۍ ) د اعلان نه پس کوي خو په پښتونخوا صوبه کې بیا اکثره وخت د ( قاسم علي خان ) جومات د اعلان نه پس خلک اختر لمانځي. د اس
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ پاکستان د اتلانو جام سیالیو په پایلوبه کې هند ته ماتې ورکړه. د کرکټ په دې سیالۍ کې نه یوازې پاکستانۍ لوبډلې ښه بیټېنګ وکړ او ۳۳۸ منډې یې جوړې کړې بلکې د بالېنګ په برخه کې یې هم هندۍ لوبډله تر فشار لاندې وساتله. ویډیو وګورئ.
نن په پاکستان کې د اسلام پیغمبر محمد (ص) د زېږون په مناسبت غونډې او لاریونونه روان دي. د عید میلاد النبي په مناسبت د هېواد پلازمېنې په ګډون د بېلا بېلو غونډو لپاره امنیتي اقدامات شوي دي. په غونډو کې د پیغمبر ژوند او د هغه لارښوونو په اړه ویناګانې کېږي او نعتونه ویل کېږي. ویډیو وګورئ.
د پاکستان نورو برخو په څېر په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې هم د امام حسین څلوېښتۍ مراسم تر سره شول چې په ترځ کې یې اهل تشیع لاریونونه وکړل او عزاداري یې وکړه. د دې لپاره په راولپېنډۍ کې امنیتي اقدامات اخیستل شوي ول او لوی لارې تړل شوې وې. ویډیو وګورئ.
په اسلام اباد کې د تحریک انصاف احتجاجي لاریون مخنیوي لپاره ګڼ پولیس ځای پر ځای کړل شوي دي او ښار ته تلونکې لارې تړل شوې دي. په هر ځای کې له نرینه سره ښځینه پولیسانې هم ولاړې دي او ښار ته د تلونکو ګاډو تالاشي اخلي. حکومت په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې پر هر ډول مظاهرو بندیز لګولی دی. ویډیو وګورئ.
د اکتوبر ۱۷مه د بې وزلۍ ختمولو نړیواله ورځ ده چې د لمانځلو موخه یې د فقر او غربت لاملونه، اثرات او د دې د ختمولو پوهاوی پیدا کول وي. په اسلام اباد کې ګڼ پښتانه مزدوران کار کوي او وايي، که د بې وزلۍ ختمولو نړیواله ورځ ولمانځل هم شي، د دوی فقر نه ختمېږي. په دوی کې ځېنو له مشال راډیو سره خبرې کړې دي.
د نورو سیمو په څېر په اسلام اباد کې هم د اختر مالونو منډيي لګېدلې ده چې د دوشنبې پر ورځ ورته ګڼ خلک ورغلي ول. منډیۍ ته ورغلي خلک وايي، د څارویو بیې لوړې دي. په پاکستان کې لوی اختر پر سېشنبه یا د نهې پر ورځ لمانځل کېږي. د اسلام اباد منډیۍ ننداره په دې ویډیو کې وکړئ.