د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولي خان پوهنتون ګوښه شویو کارکوونکو احتجاج کړی


د ولي خان پوهنتون ګوښه شویو کارکوونکو احتجاج کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00

د مردان عبدالولي خان پوهنتون هغو کارکوونکو په اسلام اباد کې احتجاج کړی دی چې له دندو ګوښه شوي دي. دوی د سېپټېمبر پر درېیمه، په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته نعرې ووهلې او مشال راډیو ته یې وویل چې په ناقانونه توګه له دندو لرې شوي دي. د ولي خان پوهنتون ویاند میا سلیم خان د جون پر ۳۰مه دي نیوز ورځپاڼې او نورو رسنیو ته ویلي ول چې دا کسان انتظامیې تر پلټنو وروسته ځکه ګوښه کړل چې د ګومارلو پر وخت میرټ یا قابلیت ته پام نه وو شوی. ده ویلي ول چې د کارکوونکو د ګومارلو پر معامله د احتساب اداره هم پلټنې کوي. د ولي خان پوهنتون ګوښه شوي کارکوونکي وايي، که مسله یې حل نشوه نو احتجاجي ناسته پیلوي. ویډیو وګورئ.

XS
SM
MD
LG