په اسلام اباد کې د پاکستان جوړېدو ورځې تیارۍ روانې دي
د اګست پر ۱۴مه د پاکستان جوړېدو ورځ لمانځل کېږي. په دې لړ کې د اسلام اباد پر سړکونو یو شمېر کسانو د بیرغونو او د جشن د نورو شیانو خرڅولو سټالونه جوړ کړي دي. دا پلورونکي وايي، شپې د سړک پر غاړه ویده کېږي او د ورځې شیان خرڅوي. پاکستان په ۱۹۴۷ز کال کې له متحد هندوستانه د برتانیوي واکمانانو د تګ او د هند د وېش په نتیجه کې جوړ شوی وو. ویډیو وګورئ.