عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو په ګډون له ټول پاکستانه د بنیادي تعلیم کمیونټي سکولونو استادان یو وارې بیا په احتجاج دي او وايي، حکومت ورسره بیا بیا لوظونه کوي خو پوره يې نه کړه. د دوی غوښتنه ده حکومت دې ورته بندې تنخاګانې ورکړي او نوکرۍ دې ورته پخې کړي.
په اسلام اباد کې د انډس کلچر فورم تر سیورې لاندې ادبي میله کې د پښتو په ګډون د ۱۵ مورنیو ژبو سره تعلق لرونکیو له ۱۰۰ څخه زیات لیکوالان او شاعران ګډون لري. مېله نن [دفبرورۍ پر ۱۶مه] پېل شوه چې سبا به هم دوام ولري. په دې اړه د عمران یونس ويډيويي راپور وګورئ.
د سعودي ولي عهد محمدبن سلمان د پاکستان د دورې په مناسبت په اسلام اباد کې سخت امنیت ګامونه اخیستل شوي. د شهزاده د هرکلي په موخه د ښار په واټونو کې د هرکلي بینرې او عکسونه لګول شوي دي. په دې اړه د عمران یونس ویډیو ظفر خان ایډیټ کړې ده.
د پاکستان د هنرونو ادارې (نیشنل کونسل اف ارټس) په اسلام اباد کې د اسیايي خوړو مېله جوړه کړې چې ورته یو شمېر خلک ورځي. په دې دوه ورځنۍ مېله کې چې د فبرورۍ پر ۱۰مه پای ته رسي، د پاکستان او افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو خواړه پخېږي او خلک یې خوري. په اړه یې دا ویډیو وګورئ.
په اسلام اباد کې خبریالانو د خپلو حقونو لپاره په يوې احتجاجي مظاهرې کې د رسنیو له مالکانو غوښتي چې نه يوازې کارکونکو ته پر وخت تنخاګانې ورکړي بلکې هغوی دې په زوره له نوکريو لرې نه کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جنورۍ پر ۳۱مه، په پاکستان کې د قانون جوړونې، پارلېماني چارو او روڼوالي ادارې (پېلډاټ) او د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) په اسلام اباد کې یو پروګرام جوړ کړی وو
افغان کډواله انیسه له شاوخوا دوه کلونو راهیسې په اسلام اباد کې پېرکي یا بولاني خرڅوي چې هلته یې خلک د الو پراټه بولي. نوموړې کونډه ده او د ماشومانو د تعلیم او روزنې لپاره تر شپې ناوخته پېرکي پخوي
په اسلام اباد کې خبريالانو د خپلو حقونو لپاره د احتجاجي مظاهرې پروخت د رسنيو له مالکانو غوښتنه کړې چې په غېر قانوني توګه دې خپل کارکوونکي له څوکيو نه لرې کوي.
په پاکستان کې د احتساب یوه عدالت د ډېسېمبر پر ۲۴مه پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د درغلۍ په یوه قضیه کې د اووه کاله د بند سزا واوروله او په بله هغه کې یې نوموړی خوشې کړ. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اسلام اباد په لوک ورثه کې کلتوري مېله روانه ده چې پکې د پاکستان د بېلا بېلو برخو کلتوري شیان خرڅلاو او نندارې ته ایښوول شوي.
د قبایلي چارو پوه او پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي، قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې خو عملي اصلاحات پکې نه دي راغلي. د ده په خبره، د پخواني نظام تر ختمېدو وروسته،
د اکتوبر پر ۲۲مه، په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومتي دوکانونو (یوټېلېټي سټورز) سلګونه کارکوونکو د هغو دوکانونو د شخصي کولو امکان پر ضد مظاهره کړې. دوی مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د دوی قراردادونه هم پاخه یا دایمي کړي. د پاکستان په دې حکومتي دوکانونو کې د ورځني استعمال شیان په ارزانه بیه خرڅېږي
د پاکستان د نورو برخو په څېر په اسلام اباد کې هم ضمني انتخاب روان دی او خلک د قامي اسمبلۍ د استازي ټاکلو لپاره رایې کاروي. ویډیو وګورئ.
په پاکستان کې له مېشتو رجسټر افغان کډوال سره مرستو لپاره جاپان حکومت به د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ته ۲۷ لکه ډالره ورکوي چې به په پاکستان کې د کډوالو پر صحت او د هغوی د ژوند معیار ښه کولو به خرچ کوي.
د پاکستان دولتي راډیو کارکوونکو د سېپټېمبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې د هغې پرېکړې ضد مظاهره کړې چې ورسره سم به حکومت د راډیو مرکزي دفتر په کرایه ورکړي او کارکوونکي به یې بلې ودانۍ ته انتقال شي. د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت وايي، د راډیو په ودانۍ کې د رسنیو او خبریالۍ پوهنتون جوړوي. د راډیو د کارکوونکو مظاهرې ویډیو وګورئ.
د پاکستان د نورو لویو ښارونو په څېر په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د محرم د ۱۰مې په مناسبت امنیتي اقدامات شوي دي او اهل تشیع عزاداري کوي. د عاشورې پر ورځې د پېښور، اسلام اباد، کراچۍ او کوټې په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د موبایل ټېلېفون سروېس تړل شوی دی. ویډیو وګورئ.
د اسلام اباد په لوک ورثه کې د سېپټېمبر پر نهمه د کلتوري شیانو دوه ورځنۍ مېله پای ته ورسېده. په مېله کې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو څخه د شیانو غرفې یا سټالونه لګېدلي ول چې ورته خلک نندارې او د شیانو اخیستو ته ورغلي ول. مېلې ته ورغلو ځېنو کسانو مشال راډیو ته وویل، په داسې ځایونو کې ماشومان نه یوازې له خپل رواج او دوده اشنا کېږي بلکې ساعت یې هم تېرېږي. ویډیو وګورئ.
د مردان عبدالولي خان پوهنتون هغو کارکوونکو په اسلام اباد کې احتجاج کړی دی چې له دندو ګوښه شوي دي. دوی د سېپټېمبر پر درېیمه، په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته نعرې ووهلې او مشال راډیو ته یې وویل چې په ناقانونه توګه له دندو لرې شوي دي. د ولي خان پوهنتون ویاند میا سلیم خان د جون پر ۳۰مه دي نیوز ورځپاڼې او نورو رسنیو ته ویلي ول چې دا کسان انتظامیې تر پلټنو وروسته ځکه ګوښه کړل چې د ګومارلو پر وخت میرټ یا قابلیت ته پام نه وو شوی. ده ویلي ول چې د کارکوونکو د ګومارلو پر معامله د احتساب اداره هم پلټنې کوي. د ولي خان پوهنتون ګوښه شوي کارکوونکي وايي، که مسله یې حل نشوه نو احتجاجي ناسته پیلوي. ویډیو وګورئ.
په پاکستان کې د چهار شنبې پر ورځ په رسمي ډول د لوی اختر مراسم لمانځل کېږي. په اسلام اباد کې په فیصل جومات کې د لوی اختر لمونځ ادا شو چې پکې چارواکو او خلکو ګډون وکړ. دا ویډیويي راپور وګورئ.
د پېنډۍ او اسلام اباد له اډو څخه د پښتونخوا بېلا بېلو سیمو ته تلونکي کسان وايي، تر اختر مخکې کرایې لوړې شوې دي. دوی پرون مشال راډیو ته وویل چې ډرېوران ګاډي لاین ته نه باسي او ځېنې یې دوه چنده او ان درې چنده کرایه غواړي. موږ د اډو له مشرانو او له ډرېورانو سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی انکار وکړ. د ځېنو مساپرو څرګندونې په ویډیو کې.
نور وښیئ