عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د ټېکنالوجۍ په راتګ سره که يو خوا د اوبو ژرندې کمې شوې خو د پاکستان په سرښار اسلام اباد غونډې ښار کې لا هم د اوبو يوه پخوانۍ ژرنده فعاله ده چې ځايي خلک د اوړو لپاره غنم ور وړي. په دې اړه د عمران يونس او ځلاند يوسفزي ويډيو وګورئ.
په اسلام اباد کې د کورونا وایرس د پېښو زیاتېدو ته په کتو انتظامیې د ښار ځینې برخې د دوو اوونیو لپاره تړلې دي. انتظامیه وايي، د اسلام اباد په ځینو ځایونو کې خلکو احتیاط نه کاوه
د مې ۲۴مې پر سهار د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په لویو، وړو ښارونو کې خلکو د اختر لمونځ وکړ. مسلمانان دا کوچنی اختر پر داسې مهال لمانځي چې په نړۍ کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه محدودیتونه عملي شوي دي.
د اسلام اباد په بني ګالا سیمه کې یوه کس په نانوایانو کې د نېکۍ ټوکرۍ ایښې دي چې پکې خلک ډوډۍ ږدي او بې وزله کسان یې ورڅخه وړي. دې کار ته د رانا محمد اخلاق پام څنګه واوښت او ایا نانوایان ورسره همکاري کوي او که څنګه؟ ځواب یې په ویډیويي رپورټ کې.
د ټولبند تر نرمېدو وروسته په اسلام اباد کې بازارونه پرانیستل شوي چې پکې نه یوازې د خلکو ګنه ګونه زیاته وه بلکې هېڅ پام هم نه کوي. په دې ویډیو کې مو د اسلام اباد یوشېمیر بازارونو ته بیایو. ویډیويي راپور: احمد الله ویډیو: عمران یونس
د کورونا وایرس له وجې د نورو ښارونو ترڅنګ په اسلام اباد کې هم افغان کډوال د ستونزو ښکار دي په دغه ښار کې د مې پر پنځمه د "حرار" په نوم یوه خیریه بنسټ پر افغان کډوالو خواړه ووېشل. نور د احمد الله په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: عمران یونس
د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې د پاکستان حکومت بې ورلو خلکو ته د احساس پروګرام لاندې مالي مرستې ورکوي خو د شناختي کارډونو او پاسپورټونو ملي ادارې نادرا دفتر بندېدو له کبله ځينې خلک له مرستو محرومه ول. حکومت د نادرا دفتر خلاص کړ چې دارنګه د مرستو ترلاسه کوونکيو د شناختي کارډونو
د مې پر درېیمه د اسلام اباد او راولپېنډۍ خبریالانو د رسنیو ازادۍ ورځې په مناسبت د پاکستان پارلېمان مخې ته احتجاج وکړ. دوی دعوه وکړه چې د رسنیو مالکانو ورته له میاشتو راهیسې
د مې لومړۍ د کارګرانو نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي خو په اسلام اباد کې پښتانه مزدوران وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند ځپلي دي. د دوی په خبره، په روژه کې د کورنۍ لپاره ډوډۍ نشي پیدا کولای. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په اسلام اباد کې خلک وایي، د روژې له پیل سره سم د سبزیانو او میوو ترڅنګ د نورو خوراکي توکیو بیې لوړې شوي چې له کبله يې دوی نه شي کولای د روژې لپاره سبزي یا میوه واخلي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
د پاکستان حکومت د اپرېل پر ۱۴مه په هېواد کې د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره ټولبند (لاکډاون) وغځاوه خو ځینو کاروباریانو ته یې د کار کولو اجازه ورکړه. البته په اسلام اباد کې ځینو نورو سوداګرو
د پاکستان حکومت د اپرېل له نهمې راهیسې د هېواد بېوزله خلکو ته د ۱۲ زره روپیو مرستو ورکول پیل کړي. وزیراعظم عمران خان ویلي ول چې د دوه نیمو اوونیو په موده کې یو کروړ ۲۰ لاکه خلکو ته پیسې ورکوي. خو په اسلام اباد کې ځینې مزدوران وايي، تر اوسه یې پیسې نه دي ترلاسه کړې. ویډيويي رپورټ.
د پنجاب په راولپېنډۍ کې د رکشې له چلوونکو څخه یې یو لوی شمېر د پښتنو دی چې له خپلو کلیو او ښارونو هلته د پیسو ګټلو لپاره ورغلي. دوی وايي، روان ټولبند یې ژوند زښت اغېزمن کړی او ان کورنۍ ته د ماښام ډوډۍ نشي پیدا کولای. نور په ويډیويي رپورټ کې.
د پاکستان د نورو برخو په څېر په اسلام اباد کې هم له تيرو درې اونيو راهسې هر څه بند یا لاک ډاون دی چې له وجې یې نه یوازې کاروبارونه په ټپه درېدلي دي بلکې د خلکو پر تګ راتګ هم ترڅه حده بنديز لګول شوی دی. د اسلام اباد په ايي ۱۲ سيمه کې د افغان کډوالو کېمپ کې پر ميشتو خلکو هم دا بندیزونه لګول شوي چې له
په اسلام اباد کې یوه خیریه بنسټ د عیسویانو پر کلیساګانو او د خامو کورونو پر ابادۍ جراثیم وژونکې دوا پاشلې. الخدمت فاونډېشن دا کار د اپرېل پر ۱۱مه د عیسویانو تر ایسټر اختر یوه ورځ مخکې کړی.
په اسلام اباد کې د وفاقي سېکريټېريېټ ملازمينو کاربندېز له شاوخوا يوې مياشتې راهیسې دوام لري. دوی له حکومته د خپلو تنخاګانو زياتولو غوښتنه کوي. په دې اړه د احمد الله او عمران يونس ویډیويي راپور وګورئ.
د مارچ پر اتمه د پاکستان د نورو ښارونو په څېر په اسلام اباد کې هم د پرېس کلب مخې ته د عورت ازادي مارچ په نوم لاریون وشو. له دې سره د مذهبي ډلو حیا مارچ هم په څنګ کې روان وو.
په پاکستان کې د حکومت لخوا د کورونا وايرس د دوو پېښو تر پخلي وروسته د هيواد په مختلفو ښارونو کې د ماسکونو کمی راغلی دی او خلک وايي چې دوکاندارانو یې نرخونه هم ډېر زیات کړي دي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
نوي کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په هوبې ولایت کې ګڼ کسان ناروغه کړل. له هغه وخت راهیسې دا وایرس د افغانستان او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو ته خپور شوی.
په اسلام اباد کې د وفاقي سېکرټرېټ ملازمينو هړتال د فبرورۍ پر ۲۶مه په اتمه ورځ هم روان وو او له حکومته د خپلو تنخاګانو اضافه کولو غوښتنه کوله. په دې اړه د احمد الله ویډیويي راپور وګورئ. ویډیو: عمران یونس
نور وښیئ