په اسلام اباد کې خبریالانو احتجاج کړی
د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د اکتوبر پر ۲۲مه له دندو د ګوښه کېدو، د تنخاګانو نه ورکولو یا کمولو او پر رسنیو د نااعلان بندیزونو ضد مظاهره کړې. په اسلام اباد کې یوه خبریال مشال راډیو ته وویل، حکومت دې یې غوښتنې پوره کړي. د پاکستان حکومت پر تازه احتجاج څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د رسنیو د کارکوونکو د دندو او تنخاګانو پر موضوع د اقدام ژمنه کړې. وزیراعظم عمران خان همداراز، په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي. ویډیو وګورئ.
د فېسبوک تبصرې