عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د مردان په هاتیانو سیمه کې د کوربه او پېښور لوبډلو ترمینځ د کبډۍ سیالۍ شوې دي. د مردان لوبډلې د مې پر ۲۸مه له پېښوره لوبلړۍ وګټله. په سیالیو کې د افغانستان لوبغاړو هم برخه اخیستې ده. د لوبلړۍ لیدو ته ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
پېښور کې د پوهنتونونو زده کونکي د ښار پر دېوالونو د سولې، تاریخ او له ټولنې سره پر تړلو يوشمېر نورو موضوعاتو انځورونه جوړوی. د ښار د ښکلا لپاره په دې سياليو کې د پاکستان د ۴۶ پوهنتونونو زده کوونکي برخه اخلي.
د صحت کارډ پلس پروژ مشر رياض تنولي د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وويل چې د بیمو حکومتي اداره د دوو میاشتو وړیا روغتیايي خدماتو لپاره څه باندې اته اربه روپیو ته اړتیا لري خو نګران حکومت ورته له تېرو دوو میاشتو راهیسې پیسې نه دي ورکړي نو ځکه خدمات درېدلي دي.
د پښتو ژبې یوشمېر نومیالي سندرغاړي او هنرمندان په پېښور کې د پاکستان دولتي راډیو سوځېدلې ودانۍ ته ورغلي او هلته یې له کارکوونکو سره د یووالي څرګندونه کړې ده. سندرغاړې وږمې د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، د رېډیو پاکستان په سوځېدو یې وژړل. ویډیويي رپورټ.
په مردان کې د مې پر ۱۷مه د افغان کډوالو د کرکټ لوبډلو تر مينځ سيالي وشوه. دغه لوبې د افغان کمېشنرېټ په مرسته جوړې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي هم پکې لوبېږي.
عرفان مسید د ناامنۍ له وجې د بې کوره کېدو وروسته په ډېره اسماعيل خان کې د مکسډ مارشل ارټ اکېډمي جوړه کړه. د نوموړي زياتره شاګردان هم بې کوره شوې ځوانان دي. د نوموړي شاګردان یې هم له لسو زيات نړيوال ريکارډونه لري. مسید تېره میاشت د پاکستان صدارتي اېوارډ هم اخیستی دی.
عیني شاهدانو مشال راډيو ته وویل چې نوموړي د تحریک انصاف په یوه جلسه کې وینا کړې وه او ځینو خلکو ته یې خبرې د اسلام سپکاوی وبرېښېدې نو د هغه وهل یې پیل کړل. دوی دا هم ویلي چې نګار عالم هم هلته ملا وو.
د خیبر پښتونخوا په مختلفو سیمو کې وروستیو بارانونو او ږلۍ د غنمو فصل او باغونو ته زیان رسولی دی. کروندګر وايي، تر پرله پسې بارانونو وروسته د غنمو په بوټو کې مرضونه هم پیدا شوي دي. ویډیويي رپورټ.
په عین وخت کې د بلوچستان حکومت د مې پر دویمه په بیان کې ویلي دي چې د اپرېل له ۲۹مې راهیسې د سختو بارانونو له کبله په بېلابېلو پېښو کې څلور تنه وژل شوي دي. د مارچ په پای او په اپرېل کې هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې سخت بارانونه وشول چې له کبله یې فصلونو ته زیان واوښت.
پاکستان تحريک انصاف د کارګرانو د نړيوالې روځ په تړاو د مې پر لومړۍ نېټه د پېښور ترڅنګ د پاکستان په ځينو نورو لويو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وکړې. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې په هغه هېواد کې ګراني ګنټرول کړي او پر ايين دې بشپړ عمل وکړي.
چارسده اوس د پخوا په څير ټول ملک ته سټرابري نه شي ورکولی؟
د اپرېل پر ۱۹مه د پيښور په مرکزي زندان کې يو خيريه بنسټ د بنديانو لپاره روژه ماتی جوړ کړی وو. بنديانو د دې عمل ستاينه کړې او ويلي يې دي چې هغوی په زندان کې د يوازيتوب احساس کوي او غواړي چې همدا ډول له خپلو کورنيو سره يو ځای ګډ روژه ماتي او اخترونه وکړي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د بیمو چارو تر ټولو لویې ادارې روغتونونو ته ویلي دي چې د اپرېل له ۲۰مې څخه دې په صحت کارډ د ناروغانو مفتې معاینې او علاج نه کوي.
د مردان پېړې د خپلې ځانګړتيا له کبله ډېر نوم لري. د پېړو جوړوونکو کورنۍ لسګونه کلونه وړاندې له هند څخه د پاکستان مردان ښار ته کډه شوې وه.
د خيبر پښتونخوا د مردان په هوتي کې ځايي ځوانان د يوې خيريه ادارې په مرسته بېوزلو ته په ارزانه بيه ډوډۍ ورکوي. د دې منتظمين وايي، روانې ګرانۍ د عام ولس ژوند ډېر زيات اغېزمن کړی دی او هغوی د ګران بيه ډوډۍ رانيولو توان نه لري.
په خيبر پښتونخوا کې د سبزيو او مېوو پلورونکي وايي چې د ګرانۍ له کبله يې کاروبار اغېزمن شوی دی ځکه چې خلک په ګرانه بيه شيان نه اخلي. بلخوا ولس وايي چې د خراب اقتصادي حالت له وجې يې د ګرانو شيانو د رانيولو توان کم شوی دی.
په پاکستان کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې "ډېجیټل سرشمېرنه" روانه ده چې پکې کارکوونکي کور په کور ګرځي. دا د پاکستان لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنه ده. په دې ویډیويي رپورټ مو د پښین په کلیواله او د مردان په ښاري سیمو کې د سرشمېرنې او کورشمېرنې بهیر ته کتنه کړې ده.
د استادانو اتحادیې پیوټا جنرل سیکرټري ډاکټر سلېمان خان د مارچ پر لسمه مشال راډیو ته وویل، په پوهنتون کې د ناامنۍ پېښو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه نه و پورته شوي.
د پېښور پوهنتون استادانو د مارچ له شپږمې نېټې راهیسې پر احتجاج لاس پورې کړی دی. دوی په يوهنتون کې د امنیت د ښه کېدو او د وایس چانسلر د لرې کېدو غوښتنه کوي. دا احتجاج له هغې وروسته پیل شوی چې د پوهنتون د امنیتي چارو
نور وښیئ