د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور دوکاندارانو له حکومته د امنیت غوښتنه کړې ده


په پېښور کې یوه ښځه په مارکېټ کې په دوکانونو ګرځي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوه ښځه په مارکېټ کې په دوکانونو ګرځي - پخوانی انځور.

د پېښور دوکاندارانو او کاروباریانو له حکومته غوښتنه کړې چې د هغوی ژوند او کاروبارونه دې خوندي کړي.

دوی دا څرګندونې د سېپټېمبر پر ۲۸مه تر هغې یوه وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وکړې چې وسلوالو په پېښور کې یو سوداګر حاجي اکرام وتښتاوه.

د پېښور صدر یو دوکاندار سجاد خان وايي چې په وروستیو کې د ځینو سوداګرو تښتونو کاروباریان وېرولي او ترهولي دي نو ځکه دې یې پولیس د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

په همدې حال کې پولیسو ویلي دي چې حاجي اکرام یې د سېپټېمبر پر ۲۹مه سهار مهال په نوښار کې خوشې کړی دی.

پولیس وايي، د هغه د تښتونې په تور یې دوه تنه نیولي دي.

تر دې مخکې د پېښور د کینټونمېنټ (یا کینټ) تاڼې یو لوړپوړي پولیس چارواکي محمد وقاص د سېپټېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې حاجي اکرام له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او چا ورته مخکې ګواښونه هم نه ول کړي.

ده وویل چې د پېښور کاروباریانو او سوداګرو ته اضافي امنیت ورکوي. "د تاجرانو د وېرې او ستونزو په اړه مو له هغوی سره خبرې شوې دي. موږ هغوی ته باور ورکړی چې حالات به ډېر ژر سم کړو."

د پېښور پولیس وايي چې څو میاشتې مخکې هم وسلوالو د هغه ښار له سربند او پیشته خرې دوه سوداګر تښتولي ول چې وروسته یې خوشې کړل او د هغوی په اغوا کې یې ککړ کسان ونیول.

دا په داسې حال کې ده چې د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په ځینو نورو برخو کې یوشمېر سوداګرو په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې نامعلومه کسان ترې باج یا قلنګ غواړي.

د سوداګرو په خبره، ځینې خلک په پېښور او شاوخوا سیمو کې کارخانه دارو ته ټېلېفونونه کوي او ورڅخه پیسې غواړي.

د حیات اباد یوه کاروباري خان ولي د سېپټېمبر پر پینځمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د هغو کارخانو مالکانو پر کورونو د لاسي بمونو بریدونه شوي دي چې د باج له ورکولو یې انکار کړی وو.

په پېښور او د خیبر پښتونخوا په ځینو نورو سیمو کې له کاروباریانو څخه د باج غوښتنې پېښې په ۲۰۰۷ز کې زیاتې شوې خو د سوداګرو په خبره، په تېرو کلونو کې په قبایلي ضلعو کې د وسلوالو پرضد تر عملیاتو وروسته هغه پېښې کمې شوې، خو اوس بیا په زیاتېدو دي.

سږ کال په اپرېل کې د مردان کاروباریانو د باج غوښتنې او د تښتونو وېرې او د نورو جرمونو زیاتېدو ته په کتو د وسلو د ساتلو پرېکړه کړې وه.

خو د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې د کاروباریانو امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو او په باج غوښتنه کې د ککړو کسانو پرضد اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG