عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د نومبر پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د نومیالي شاعر او لیکوال او د پښتنو پخواني ولسي مشر خوشال خان خټک په یاد کې غونډه وشوه چې خوشال کور سازمان جوړه کړې وه. غونډې ته نومیالي لیکوالان، شاعران او ولسي خلک ورغلي ول او پکې د مشاعرې تر څنګ د موسیقۍ محفل هم جوړ شوی وو. ویډیويي رپورټ.
د پېښور ژوبڼ انتظامیې د مالي مشکلاتو له وجې ولسي وګړو ته د باغ وحش یا چړیاګر دننه د ځناورو او مارغانو ساتلو اجازه ورکړې. په دې لړ کې د نوښار یو اوسېدونکی لومړی کس شو چې په ژوبڼ کې ځناور ساتي. د ځناورو د ساتلو لپاره د خرڅ ورکوونکو نوم په یوه تختۍ لیکل کېږي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وشوې. دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر حکومت ضد لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان په ګډون ۱۳ کسان زخمیان شول.
د پاکستان حکومت د پېښې غندنه کړې ده او وزیراعظم له کورنیو چارو وزیره رپورټ غوښتی دی. په همدې حال کې د تحریک انصاف پلویانو په پېښور، مردان، راولپېنډۍ او یوشمېر نورو ځایونو کې د پېښې ضد احتجاج اعلان کړی دی.
د ملاکنډ درګۍ هريان کوټ کلي الماس خانم يو جوړ کړي انځور په نړيوالو سياليو کې لومړۍ جايزه ګټلې ده. دغه جايزه د اکتوبر پر ۲۷مه په بريتانيه کې ورکړل شوه خو الماس خانم د ويزې نه تر لاسه کېدو له امله په هغه دستوره کې ګډون ونکړ.
د خيبرپښتونخوا د خوړو څانګې له خوا د صحت مند او معياري خوړو په اړه د پوهاوي او د خوارځوکۍ د مخنيوي په اړه دوه ورځنی کنفرانس او مېله پای ته رسېدلې ده. په پېښور کې د اکتوبر پر ۲۶مه او ۲۷مه شوي دې کنفرانس کې پر پاکستان سربېره د روغتيا او خوړو نړيوالو پوهانو هم ګډون کړی وو.
د مردان عبدالولي خان پوهنتون په وروستیو کې فیسونه لوړ کړي دي. د پوهنتون یو چارواکی وايي، د حکومت له لوري د پیسو نه ترلاسه کېدو وروسته د فیسونو زیاتولو ته اړ شول. خو د مردان د کالجونو او پوهنتون زده کوونکي دا دلیل کافي نه بولي او د پرېکړې ضد یې احتجاج کړی دی. ویډیويي رپورټ.
د سرکاري ابتدايي سکولونو دا استادان د تنخاګانو زیاتېدل او په نوکريو کې ترقي غواړي. دوی د همدې لپاره د اکتوبر له شپږمې په پيښور کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاج پيل کړی دی
په پېښور کې د ابتدايي ښوونځیو د استادانو ټولنې ګڼو غړو احتجاجي مظاهره کړې ده. دوی د اکتوبر پر شپږمه د تنخاګانو زیاتولو او د رتبو لوړولو غوښتنو پوره کېدو لپاره مظاهره کوله. د احتجاج پر مهال د اخ و ډب پېښې وشوې او پولیسو د مظاهرچیانو منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، سږ کال د ډېرو بارانونو له وجې د ډینګي تبې ناروغان زیات شوي دي. حکومت وايي، په صوبه کې د ناروغۍ پېښې تر ۲،۳۰۰ زیاتې شوې دي. روغتیاپالان وايي، ډينګي ناروغي د ماشو د چيچلو له وجې پيدا کېږي. دا ماشي په ولاړو او رڼو اوبو کې هګۍ اچوي. ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا حکومت وايي چې د سېلاب له وجې له نورو صوبو د غنمو او اوړو په راوړلو کې له خنډونو سره مخامخ دي چې له کبله يې د اوړو نرخونه زيات شوي دي. بلخوا زيارکښان وايي چې اوس ورته د خوړو بنيادي خرڅ برابرول هم ورته ګران دي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا په ګډون د هېواد په زیاتره ښارونو کې د ګرانۍ ضد احتجاجي غونډې کړې دي. د پاکستان وفاقي حکومت وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې د تحریک انصاف له واکمنېدو راهیسې د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو پورې د هېواد اقتصاد خورا خراب شو. ویډیويي رپورټ
د نوښار مرستیاله کمېشنره قرة العین وايي، په یاده ضلع کې د سېلابونو له وجې خلکو ته د اوښتو زیانونو جاج اخلي او اړمنو خلکو ته به مرسته رسوي.
د خيبر پښتونخوا د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتونخوا کالج اف ارټس د زده کوونکو د فراغت په مناسبت دوه ورځنی کلتوري نندارتون شوی وو. په نندارتون کې زده کوونکو بېلا بېل انځورونه، جامې، پيزار او نور شيان جوړ کړي ول. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په پېښور کې د اګست پر ۱۵مه د عوامي نېشنل ګوند په کوربه توب "پښتون قامي امن جرګه" وشوه چې پکې د بېلا بېلو ګوندونو استازو، استادانو، شاعرانو او پوهانو ګډون وکړ. ګډونوال پر ۱۱ غوښتنو سلا شول او په يوه خوله يې له تحريک طالبان پاکستان سره د حکومتي مذاکراتو اوسنۍ بڼه رد کړه.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ناامنیو او هدفي وژنو ضد مظاهرې کړې دي. د غورځنګ مخکښه مشرانو او پلویانو د اګست پر ۱۰مه د پېښور، کراچۍ او ژوب په ګډون په یوشمېر سیمو کې احتجاجونه وکړل او پر حکومت یې غږ وکړ چې د ناامنیو مخه دې ونیسي. د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي
مېرمن صبا خان د خيبر پښتونخوا په چارسده کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې يو مرکز چلوي. نوموړې وايي چې د يوې ښځې لپاره دا ډول مرکز پر خپل سر چلول ګران کار دی خو د خپل پلار او کورنۍ په مرسته يې په نشو د روږدو کسانو درملنه دوه کاله وړاندې پيل کړې ده.
په پاکستان کې د خوړو یا پخلي د تېلو او غوړیو بیو تر لوړېدو وروسته د چارسدې یوه کروندګر پر ۱۰ جریبه ځمکه د لمرپرست ګل (لمرګلی او افتاب پرست هم بلل کېږي) فصل کرلی. دی وايي، نه یوازې د کورني استعمال تېل پیدا کوي، بلکې په بازار یې هم خرڅوي. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ