د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې د ولي خان پوهنتون پر استاد د تشدد ضد مظاهره شوې ده


پولیس وايي، د مردان د عبدالولي خان پوهنتون پر استاد یې د تشدد په اړه پلټنې پیل کړې دي - پخوانی انځور.
پولیس وايي، د مردان د عبدالولي خان پوهنتون پر استاد یې د تشدد په اړه پلټنې پیل کړې دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د مردان د عبدالولي خان پوهنتون استادانو او زده کوونکو پر یو استاد اختر خان د تشدد پېښې پرضد مظاهره کړې ده.

احتجاجیان د جنورۍ پر ۱۸مه د مردان ښار کالج چوک ته ورغونډ شوي ول او د پېښې پرضد نعرې وهلې.

اختر خان د ولي خان پوهنتون د سیاسياتو د څانګې استاد دی چې د جنورۍ پر ۱۷مه ورباندې یوشمېر کسانو حمله کړې وه او وهلی یې وو.

اختر خان مشال راډیو ته وویل چې د تشدد پېښې پر مهال ورسره زده کوونکي هم موجود ول.

د پوهنتون یوه بل ښوونکي فخر عالم د احتجاج پر وخت مشال راډیو ته وویل، حکومت باید د دې ډول پېښو مخه ونیسي. "دا خبره د ریاست یا بلې ادارې نه ده، بلکې د انصاف خبره ده. موږ وایو چې له [اختر خان] سره بد شوي دي. موږ وايو چې [په پېښه کې ککړ] کسان دې ونیول شي. زموږ همدا یوه غوښتنه ده."

پر اختر خان د حملې او تشدد پېښې پر ټولنیزو شبکو د زده کوونکو او فعالانو غبرګون هم پارولی دی او د هغه انځورونه یې خپاره کړي دي چې پکې په یو کې د هغه پر مخ د زخم نښان ښکاري.

د ټوېټر یوه کاروونکي اکرام الله مسید د جنورۍ پر ۱۷مه لیکلي دي چې "استاد یې ډېر خوږ" او یو "مترقي" انسان دی.

ده له حکومته غوښتي دي پر نوموړي دې په حمله کې "ککړ کسان ژر تر ژره ونیسي."

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ پخواني غړي میرکلام وزیر د جنورۍ پر ۱۷مه پر ټوېټر په بیان کې پېښه غندلې ده او پکې یې د "ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو" غوښتنه کړې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر اختر خان حمله چا کړې ده خو د مردان پولیس وايي، مقدمه یې دایره کړې ده او پلټنې یې پیل کړې دي.

اختر خان د پوهنتون د استاد تر څنګ د یوه مخکښ سیاسي او مدني فعال په توګه هم پېژندل کېږي چې په تېرو کلونو کې یې د ناامنۍ پرضد په مظاهرو کې ګډون کړی دی.

نوموړی داراز پر ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک هم فعالیت کوي او په پاکستان او افغانستان کې د ناامنۍ، سیاسي او تاریخي موضوعاتو په اړه لیکنې کوي.

XS
SM
MD
LG