عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
په پېښور کې د پولیسو د عملیاتو څانګې مشر کاشف افتاب مشال راډیو ته وویل چې وسله والو بېګا د پېښور پر سربند تاڼه د لاسي بمونو برید کړی وو.
د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو خلک هره ورځ پېښور ته د سرکاري اوړو اخیستلو لپاره ورځي. خو دوی وايي ورځ تر بلې هغه سرکاري اوړه هم ګرانيږي چې حکومت په ارزانه بیه د ورکولو اعلان کړی دی.
د جماعت اسلامي او جمعيت علمای اسلام (ف) ګوندونو غړيو په پېښور کې د اوړو ګرانېدو پر ضد مظاهره کړې ده.
د خيبر پښتونخوا واکمن ګوند، تحريک انصاف غړيو په پېښور کې د يوې مظاهرې په کولو سره پر وفاقي حکومت نيوکې وکړي چې د ګرانۍ د کمولو لپاره یې څه نه دې کړي. دغو احتجاج کوونکو دا نه دې ويلي چې پخپله صوبايي حکومت د اقتصاد بهترولو لپاره څه کړې دي؟ د احتجاج په اړه د عظمت علي شاه ويډيويي راپور وګورئ.
په پېښور کې د افغان او پاکستاني وېلچېیر لوبغاړو کرکټ لوبه وشوه. د پاکستان لوبډلې په خیبر پښتونخوا کې مېشته د افغان کډوالو وېلچېير کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه خو منتظمين وايي چې مهمه خبره ګټه باي بایلات نه بلکې زړونه ګټل وو. د دې لوبې ويډيو د عظمت علي شاه په راپور کې وګورئ.
د ډېسېمبر په ۲۶مه د پېښور پوهنتون زده کوونکو په پېښور او د ملي جمهوري غورځنګ غړيو په مردان او صوابۍ کې احتجاجونه وکړل. دوی په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د جينکو پر لوړو زده کړو بندیز وغانده.
د پېښور په مرکزي زندان کې د بنديانو لپاره د درې ورځنیو لوبو تابيا شوې وه. د جيل انتظاميه وايي چې د لوبو تر څنګ ېې بنديانو ته زده کړې او نورو هنرنو ښودل هم پېل کړي دي چې هدف يې تر بند ورسته دوي د ټولنې ګټه ور غړي جوړول دي.
په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو د لوړو زده کړو تر بندیز وروسته، په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند زده کوونکو سازمان (پښتون سټوډنټس فېډريشن) غړيو او افغان زده کوونکو مظاهره وکړه.
په پېښور کې د مفکورې په نوم په يو شخصي هنري سکول کې د موسيقي زده کړې پېل شوې دي. د مفکورې منتظم حيات روغانی وايي په راتلونکي کې په ټوله خیبر پښتونخوا کې د مفکورې د خلاصولو اراده لري. مفکورې د هلو ځلو تفصیل د مشال راډيو د خبریال عظمت علي شاه په رپورټ کې وګورئ
د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو ماشومانو ميندو پلرونو د ډېسېمبر پر ۱۵مه د هغه اتم تلین ولمانځی. دوی د پیښور له خيبر روډه تر ارمي پبلک سکوله لاریون وکړ او د وژل شویو په یاد کې یې شمعې بلې کړې .
په پېښور پوهنتون کې د ډېسېمبر پر ۱۵مه د "ډېجېټل فیسټيول" په نوم کلنۍ درې ورځنۍ مېله پای ته رسېدلې ده. دا مېله د اسلامي جمعیت طلبه په نوم د زده کوونکو سازمان جوړه کړې وه چې پکې کتابونه نندارتون او خرڅلاو ته ايښوول شوي ول. په مېله کې د ښځو د حقونو او د بیان ازادۍ په اړه بحثونه هم وشول. ویډیويي رپورټ.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په مرسته د پېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې د افغان کډوالو او د خیبر پښتونخوا د اوسېدونکو ۱۰ لوبډلو ترمینځ د کرکټ سیالۍ پای ته رسېدلې دي. پېښور اتلانو د ډېسېمبر پر اوومه د نوښار ټایګرز لوبډلې ته ماتې ورکړه. ویډیويي رپورټ.
د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې ده. دا تر هغې وروسته ده چې هغې ناقانونه وسلوالې ډلې د نومبر پر ۲۸مه په پاکستان کې د حملو بیا پیلولو اعلان وکړ.
د خيبر پښتونخوا حکومت د نومبر پر ۳۰مه په پېښور کې په نشو د روږدو کسانو لپاره د لوبو مېله جوړه کړې وه. په دې مېله کې په پېښور کې په نشو د روږدو کسانو د درملنې له بېلا بېلو مرکزونو شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو برخه پکې اخيستې وه.
د نومبر پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د نومیالي شاعر او لیکوال او د پښتنو پخواني ولسي مشر خوشال خان خټک په یاد کې غونډه وشوه چې خوشال کور سازمان جوړه کړې وه. غونډې ته نومیالي لیکوالان، شاعران او ولسي خلک ورغلي ول او پکې د مشاعرې تر څنګ د موسیقۍ محفل هم جوړ شوی وو. ویډیويي رپورټ.
د پېښور ژوبڼ انتظامیې د مالي مشکلاتو له وجې ولسي وګړو ته د باغ وحش یا چړیاګر دننه د ځناورو او مارغانو ساتلو اجازه ورکړې. په دې لړ کې د نوښار یو اوسېدونکی لومړی کس شو چې په ژوبڼ کې ځناور ساتي. د ځناورو د ساتلو لپاره د خرڅ ورکوونکو نوم په یوه تختۍ لیکل کېږي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحریک انصاف له اعلان سره سم د جمعې تر لمانځه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې وشوې. دا تر هغې یوه ورځ وروسته ده چې د نومبر پر درېیمه د پنجاب په وزیراباد کې د تحریک انصاف پر حکومت ضد لاریون په ډزو کې یو کس ووژل شو او د ګوند د مشر عمران خان په ګډون ۱۳ کسان زخمیان شول.
نور وښیئ