د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخو او بلوچستان کې د ورښتونو پر مهال ۸ تنه وژل شوي دي


باران او سیلۍ په مردان کې د غنمو فصل ته زیان اړولی دی - د مې درېیمې انځور.
باران او سیلۍ په مردان کې د غنمو فصل ته زیان اړولی دی - د مې درېیمې انځور.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ږلۍ او سختو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې اته تنه وژل شوي او کورونو او فصلونو ته زیانونه اوښتي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د مې پر دویمه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې لیکلي دي چې په شانګله کې یو تن او په لکي مروت کې د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

اداره وايي، په لکي مروت کې د سختو ورښتونو او ږلۍ پر مهال د یو ماشوم په ګډون دوه تنه ژوبل شوي هم دي.

پي ډي اېم اې په یو بل بیان کې ویلي دي چې په مومندو او جنوبي وزیرستان د ورښتونو پر مهال پینځو کورونو ته زیان رسېدلی دی او پکې ۳۶ څاروي وژل شوي دي.

اداره وايي، له دې پرته په یوشمېر نورو سیمو کې ږلۍ او باران فصلونو ته هم تاوان رسولی دی.

په مردان کې سیلۍ هم د غنمو فصل زیانمن کړی دی - د مې درېیمې انځور.
په مردان کې سیلۍ هم د غنمو فصل زیانمن کړی دی - د مې درېیمې انځور.

تر دې مخکې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د اپرېل پر ۲۶مه په یو بیان کې د سېلۍ، سخت باران او ږلۍ خبرداری ورکړی وو.

په هغه بیان کې د کوز او بره دیر، سوات، ټانک، ملاکنډ، لکي مروت، ډېره اسماعیل خان، بونېر، نوښار، مردان او پېښور په ګډون په یوشمېر نورو ځایونو کې د پي ډي اېم اې څانګو ته د تیار اوسېدو سپارښتنه شوې وه.

په عین وخت کې د بلوچستان حکومت د مې پر دویمه په بیان کې ویلي دي چې د اپرېل له ۲۹مې راهیسې د سختو بارانونو له کبله په بېلابېلو پېښو کې څلور تنه وژل شوي دي.

د مارچ په پای او په اپرېل کې هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې سخت بارانونه وشول چې له کبله یې فصلونو ته زیان واوښت.

په اپرېل کې تر ورښتونو وروسته د خیبر پښتونخوا په سوات او په بر کوهستان کې د سېلابونو له کبله دوه عمومي سړکونه تړل شوي ول.

د اپرېل له ۱۷مې راهیسې په سیمه کې د روانو بارانونو له کبله سېلابونه راغلل چې له کبله یې له بحرینه تر کالام پورې سړک ځای پر ځای پر ځای بند شو او په شمال کې د ګلګت بلتستان او د پنجاب د راولپېنډۍ ترمینځ د قراقرم لویه لاره هم تړل شوې وه چې د اپرېل پر ۲۰مه د ګاډو د یو طرفه تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوه.

د سوات د کالام او بحرين یوشمېر اوسېدونکو د اپرېل پر ۱۹مه د بارانونو او سېلاب له کبله د سړک بندېدو پرضد مظاهره کړې وه.

د ۲۰۲۲ز کال له جون څخه تر اګست پورې د زیاتو ورښتونو له کبله په پاکستان او افغانستان کې لوی سېلابونه راغلي ول چې پکې سلګونه کسان ووژل شول او د خیبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان په صوبو کې خلکو او بېخبنا (انفراسټرکچر) ته لوی زیانونه واوښتل.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون پرې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال د نومبر له شپږمې څخه تر اتمې نېټې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه شوې وه. د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هغې غونډې ته په وینا کې ويلي ول چې د سېلابونو له وجې يې هېواد ته تر ۳۰ اربه ډالرو زيات زیان رسېدلی دی.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG