عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
رخشنده ناز وايي، د صوبې په مختلفو دفترونو او تعليمي ادارو کې د جنسي ځورونو پېښې کېږي خو د ټولنې د فشار او ددې ترڅنګ د محتسب ادارې د نه شتون له وجې نه ثبتدلې.
د جنورۍ پر اوومه د بېنومه او جعلي بانکي حسابونو مقدمې د اورېدنې پر وخت چیف جسټس میا ثاقب نثار د احتساب قامي ادارې (نیب) ته امر وکړ چې تازه پلټنې دې پیل او په دوو میاشتو کې دې
د مشال تر رڼا لاندې بحث مېلمانه په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړي ډاکټر حېدر علي او د پېپلزپارټۍ د خېبر پښتونخوا مرستيال مشر اخوندزاده چټان دي.
عمران خان د جنوري پر لومړۍ نېټه پر خپله ټويټرپاڼه د نوي کال په پېغام کې دا هم ويلي چې له ۲۰۱۹م کاله به د پاکستان يو زرين دور پېل شي.
دا پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په لندن کې مېشت خبريال سميع يوسفزي او په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ پخوانی افسر برېګېډيير سيد نذير سره څېړل شوې دي.
د لومړني فهرست خپرېدو وروسته به د قبايلي ضلعو خلقو ته د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مارچ تر درېيمې نېټې پورې وخت ورکړل شي چې د حلقه بنديو په اړه خپل اعتراضونه او سپارښتنې جمع کړي.
د بلوچستان نېشنل پارټۍ او د لادرکه بلوڅانو د موندلو لپاره فعاله تنظيم وايي چې شاوخوا ۲۰۰ لادرکه کسان کورونو ته ستانه شوي خو پردې مهال ۶۰۰ نور کسان لادرکه کړل شوي هم دي.
ولې حکومت د پخوانۍ فاټا د خېبرپښتونخوا په انتظامي چوکاټ کې د ورګډولو لپاره پر کمېټۍ کمېټۍ جوړوي.؟
په اسلام اباد کې ځېنې خامې یا کچه ابادۍ دي چې پکې د ښار بېوزله خلک اوسي. د دوی مالي وضعیت دومره خراب دی چې واړه
اختر مېنګل مشال راډیو ته په ځانګړې مرکه کې ويلي چې حکومت ځينې اقدامات د معاهدې برعکس کړي دي.
د بلوچستان يو صوبايي وزير وايي، د صوبې د وزيراعلی او د اسمبلۍ د سپيکر ترمنځ اختلافات نږدې پای ته رسېدلي او ښيي دواړه ډېر زر په دې اړه يوه ګډه خبري غونډه وکړې.
په اسلام اباد کې پخوانی ډپلوماټ ایاز وزير، د پاکستاني پوځ پخواني افسر برېګېډيير سعد محمد خان او د پېښور پوهنتون د تاريخ څانګې مشر ډاکټر منهاج الحسن د شمال تر رڼا لاندې بحث مېلمانه دي.
دا اوونۍ مو د پېښور پوهنتون د تاریخ له استاد ډاکټر منهاج الحسن سره د پاکستان، پخوانیو قبایلي سیمو او افغانستان په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.
د بخښنې نړيوال سازمان اندېښنه ښودلې چې د پاکستان سپريم کورټ له خوا د مذهب سپکاوي په مقدمه بېګناه ګرځول شوې اسیه بي بي او د هغې دکورنۍ ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی.
په اسلام اباد کې ليکوال ظفرالله خان او په لندن کې مېشت فایق خان يوسفزي د مشال تر رڼا لاندې بحث مېلمانه دي.
د پاکستان د سپريم کورټ له خوا د مذهب سپکاوي په مقدمه کې د بې ګناه ګرځول شوې عیسوۍ ښځې اسيه بي بي وکيل سیف الملوک د حکومت او مذهبي ډلې تحريک لبيک ترمنځ شوې معاهده غير اييني بللې ده.
پر ټولنيزه پاڼه ټويټر باندې د تحريک لبيک پاکستان مشر علامه خادم رضوي پاڼه بند کړل شوې ده.
د پاکستان د بشري حقونو وزيرې د خپل حکومت او د مذهبي ډلې تحريک لبيک ترمنځ د شوي تړون په اړه ويلي چې دا غير رياستي عناصرو ته خطرناکه پيغام ورکوي.
د پاکستان د پلټنې فېدرالي ادارې اېف ای ای د خېبر پښتونخوا مشر ويلي، په صوبه کې يې ۳۰ داسې بانکي اکاونټونه مالوم کړي چې د تورو پيسو د سپینولو لپاره استعمال شوي دي.
علي عظيم اپريدي درخواست ورکړی وو چې د ولسمشر ممنون حسين له خوا د مې په مياشت کې جاري کړل شوي قانون څو برخې له ايين سره په ټکر کې دي چې پکې يو هم انتظامي افسرانو ته د ججانو اختيارات ورکول شامل دي.
نور وښیئ