عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر ويلي چې حکومت د مدرسو په نصاب کې د بدلون هېڅ پلان نلري. اسد قيصر دا خبره د صوابۍ په پنج پير کلي کې درې ورځني کانفرنس ته د وينا پر مهال وکړه.
د پاکستان مسلم ليګ (ن) رهبر نوازشريف د متحده مجلس عمل له خوا په اعلان شوي ټول ګونديزه کانفرنس کې له ګډونه انکار کړی دی.
اپوزيشن ګوندونه د پېښور چټک بس سروس په منصوبه کې د درغليو تور لګوي خو حکومت يې ردوي.
د بلوچستان حکومت يوه کمېټۍ جوړه کړې ده چې د سرو زرو او مسو د سېندک پروژې په اړه د صوبې اندېښنې ورسره بحث کړي. په دې ۱۱ کسيزه کمېټۍ کې پینځه صوبايي وزيران او شپږ د اپوزيشن غړي دي.
د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان د سوداګرو اتحاديې د راتلونکې کال لپاره ټاکل شوي مشر دارو خان اڅکزي، په جلال اباد کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې خدمتي مرستيال نجيب الله صاحبزاده او د کرمې د تري منګل يو مشر حاجي عبدالرحيم منګل د مشال تر رڼا لاندې بحث ميلمانه دي.
د شنبې پر ورځ د پاکسان سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن او د عاصمه جهانګير قانوني ادارې په ګډه د هغې پر شخصيت او مبارزه باندې يو کانفرنس جوړ کړ.
پاکستاني خبریالان اندېښنه ښکاره کوي چې اوس مهال تر هر بل وخت زیات پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي. دوی مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستان مېډیا د تاریخ له ناوړو بندېزونو سره مخ ده.
عمران خان د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ۵۰ لاکه کورونو جوړولو د منصوبې پرانستې وکړه.
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د خېبر يونين اف جرنلټس مشر سيف الاسلام سيفي او د واکمن تحريک انصاف پر ټکټ کامياب شوی د قامي اسمبلۍ غړی شير علي ارباب بحث شوي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او پخوانيو قبايلي سيمو کې د ځان وژنو پر رجحان، لاملونو او مخنيوي باندې بحث شوی دی.
د نړۍ د ګڼو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي به د سېپټمبر پر ۲۵مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې ويناګانې پيلوي. د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د غونډې په لومړۍ ورځ خپله وينا کوي.
د تحريک انصاف په واک کې تر راتلو وروسته د څلورو هغو هېوادونو لوړ پوړو چارواکيو د پاکستان سفرونه کړي چې ددې هېواد په بهرنۍ تګلاره کې ډېر مهم ځای لري.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت په هېواد کې د ډېم جوړولو لپاره پر خلکو د چندو ورکولو غږ کړی دی او د دې لپاره يې وزيراعظم فنډ جوړولو اعلان کړی دی.
اسلام اباد پر لور د سفر پر مهال مايک پومپيو خبريالانو ته وويل، هيله لري چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ له سره تعلقات جوړ کړي.
د پاکستان ښځينه فعالينو د بلوچستان های کورټ د مشرې په توګه د سيدې طاهرې صفدر ټاکنه ستايلې ده او وايي، دا لوموړی ځل دی چې يوې ښځې ته د فيصلې واک او اختيار ورکول کېږي.
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي جنرل سيکرېټري ميا افتخار حسين، د پيپلز ګوند د خېبر پښتونخوا مرستيال مشر اخوندزاده چټان او د سياسي چارو پوه ظفرالله خان سره څېړل شوې دي.
د وسله والو طالبانو د حملو له وجې خبريالانو ځان سېنسروي (سانسوروي) او ميډیا ځکه د چارواکو تر فشار لاندې ده چې ورته ويل شوي چې پر ځېنو مسلو دې رپورټونه نه خپروي
د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي چې د بلوچستان د ګورنرۍ لپاره يې ډاکټر امير محمد خان جوګيزی نه دی نومولی.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان لخوا د تحريک انصاف د يو مشر اعظم سواتي په مشرۍ کې جوړې شوې کمېټې ويلي، د جولای ۲۵مې انتخاباتو کې د موبايل فون له لارې د نتيجو لېږلو د نظام (ار ټي اېس) بندېدنې پر پایلو هېڅ منفي اغېز نه دی کړی.
نور وښیئ