عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت مرستیال وزیر محمد اسلم سیاس د مارچ پر دویمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې ...
د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ عکس د دواړه هېوادونو د واګه د پولې د تړلو په مازيګرنۍ دستوره کې هم ليدل شوې ده. د دواړو غاړو خلک دستورې ته ورغلي او په جوش سره يې خپل عسکر ستايلي.
د افغانستان د ۲۰۱۸ م کال د انتخاباتو ښځينه کاندېدې وايي چې د کمپاين پر مهال په جنسي توګه ځورول شوې وې.
ايران د فبرورۍ پر ۱۷مه، د تهران لپاره د پاکستان سفيره وربللې او ورڅخه يې د دې هېواد په سېستان ـ بلوچستان کې پر امنيتي ځواکونو د بريد په اړه احتجاج کړی دی.
د هند په بېلا بيلو رياستونو کې د کشميريانو د ځورونو پرضد د فبرورۍ پر ۱۷مه، د هند انتظام لاندې کشمير زياتره بازارونه د احتجاج په توګه تړل شوي ول.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د راډيو نړيوالې ورځې په مناسبت د پښتنو په وطن کې د راډيو پر ارزښت او د دې منبع له لارې پر راغليو بدلونونو خبرې شوې دي.
دا غوښتنه له هغه وروسته شوې چې د پاکستان پلټنې فېدرالي ادارې د فبرورۍ پر نهمه نېټه خبريال رضوان رضي ونيولی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مخکښ محمد ابراهيم ارمان لوڼي له کورنۍ سره تراوسه پورې تر يو مليون روپيو زياتې ژمنې شوې دي.
د جمهوريت او ازاديو په اړه یوې امريکا مېشتې غير سرکاري ادارې [فريډم هاوس] په خپل تازه رپورټ کې وايي، له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې په نړيواله کچه جمهوريت پر شاتګ کړی دی.
په پاکستان کې د سياسي حقونو او شهري ازاديو تر څنګ خپله د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې، فعاليتونه او محدويتونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو.
لاهم د لورلايي پولیس تاڼه د ارمان لوڼي د وژنې پلټنو لومړی راپور (اېف ای ار) نه کاږي. بلخوا د وکیلانو اتحادیې ویلي چې د ارمان لوڼي د وژنې پلټنو لپاره د یوه پارلېماني کمیشن غوښتنه کړې.
د غورځنګ یوه غړي او مخکښ ډاکتر عبدالحي وزیر مشال راډیو ته وویل، مشر منظور پښتین، محسن داوړ او نور مخکښان کلا سیف الله ته رسېدلي دي.
دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبرپښتونخوا د سوداګرو اتحاديې مشر زاهد شنواري او په جلال اباد کې مدني فعال ډاکټر اسدالله خالېز سره څېړل شوې ده.
د غورځنګ ملاتړي د خپل يو مشر عالمزيب مسود تر نيول کېدو وروسته د جنورۍ له ۲۴ مه د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې پرلت وهلی دی.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند چارواکي، د پخواني وزیراعظم نواز شریف د صحي وضعې په اړه اندېښنې ښيي خو حکومتي چارواکي بیا وايي، د نوموړي صحي وضع ښه ده.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان اقتصادي بحران او ګراني په اړه بحث شوی دی.
نقيب مسود په ۲۰۱۸ز کال کې په کراچۍ کې وژل شوی وو او هم په دې ښار کې پښتون ژغورنې غورځنګ یې لومړی تلین ولمانځه.
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير وايي د ورکو بلوڅانو د ستونزې د هوارولو لپاره نوی حکومت ډېر جدي دی. ضيا لانګو دا څرګندونې د جنورۍ پر ۲۰مه، له مشال راډیو سره
هاشم وايي چې پر کومو موضوعاتو يې کار کړی هغه له مسلکي او د وړتيا له پلوه ځايي خبريالان هم کولی شي خو د ده په خبره، د پاکستان رسنۍ پر ځېنو
په اروپا کې مېشتو پښتنو د وزيرستاني ځوان نقيب مسود د لومړي تلين د لمانځنې پر مهال د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې د هغه په وژنه کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.
نور وښیئ