د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د ورکو بلوڅو د موندلو ډاډ ورکوي


بلوچستان کې د ورکو کسانو د موندلو لپاره وخت په وخت لاریونونه او جلسې هم شوي.
بلوچستان کې د ورکو کسانو د موندلو لپاره وخت په وخت لاریونونه او جلسې هم شوي.

پراګ ـ د بلوچستان د کورنيو چارو وزير وايي د ورکو بلوڅانو د ستونزې د هوارولو لپاره نوی حکومت ډېر جدي دی.

ضيا لانګو دا څرګندونې د جنورۍ پر ۲۰مه، له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. هغه وویل، په دې لړ کې يې د خپل واک لاندې ادارو ته د دې خبرې د معلومولو حکم کړی چې د لادرکه کسانو تعداد څومره دی او هغوی چېرته دي؟

د بلوچستان نوی حکومت د ورکو کسانو مسلې هوارولو کې ډېر جدي دی
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو

نوموړي زياته کړه، د هغو کسانو په اړه يې هم د مالوماتو راغونډلو امر کړی چې د ده په خبره له پاکستانه بهر دي خو په لادرکه کسانو کې شمېرل کېږي.

((ما امر کړی، مالومات وکړئ چې په ورکو کسانو کې چې څوک له هېواده د باندې هم وي، هغه چېرته دي او شمېر يې څومره دی او څنګه کېدلې شي چې راستانه شي؟ له هېواده د باندې چې کسان دي هغو هم راسره رابطه کړې ده چې که موږ درشو نو رياست بايد له موږ سره ښه وکړي او څه راته ونه وايي، زموږ اوس رابطې بحالې شوې دي او دا مسله به حل شي.))

کره ثبوتونه لرو چې ورک کړل شوي کسان امنیتي ادارو اوچت کړي.
نصرالله بلوڅ

خو د لادرکه بلوڅانو د موندلو سازمان وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو سره د مرکې پر مهال تور پورې کړ، کره ثبوتونه لري چې دغه کسان امنيتي ادارو اوچت کړي دي.

((زه خپله له اغېزمنې کورنۍ یم، زما د لادرکه کړل شوي تره په پېښه کې د يوې ادارې مشر تورن شوی وو او پرضد يې د پوليسو مقدمه هم جوړه شوې وه. د ورک کړل شوو نورو کسانو د کورنيو له غړو سره هم کره ثبوتونه شته چې خپلوان يې امنيتي ادارو اوچت کړي دي. د دغو پېښو اورېدنې په سپريم کورټ کې هم شوې دي، هلته هم امنيتي ادارې ذمه واره ګرځول شوې دي. زما په فکر د لادرکه کسانو مسله بشري ده او بايد نوره حل شي. پکار ده چې دا د هېواد په قانوني چوکاټ کې دننه حل شي.))

خو د حکومت او پوځ تل دا دريځ درلودلی چې خلک يې نه دې لادرکه کړي او زياتوي چې په لادرکه کسانو کې يوشمېر داسې هم شته چې له پاکستان دباندې تللي دي.

د لادرکه بلوڅانو خپلوانو له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د کوټې پرېس کلب مخې ته احتجاجي کېمپ لګولی دی.

خو د جنورۍ پر ۱۶مه نېټه د بلوچستان وزيراعلی جام کمال او د وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مشرانو د دې ستونزې د حلولو لپاره يوه ګډه خبرې غونډه وکړه.

په غونډه کې جام کمال وويل، د ورکو بلوڅانو مسله حلولو کې جدي دی او هم په دې موقع بيا د لادرکه بلوڅانو موندلو سازمان مشرانو د خپل احتجاجي کېمپ تر دوو مياشتو پورې د ځنډولو اعلان وکړ.

خو يوه ورځ وروسته ياني د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه د سازمان مشرانو د کېمپ ځنډولو فصيله بېرته واخيسته او تور يې پورې کړ چې امنيتي ادارو نور بلوڅان هم تښتولي دي.

نصرالله بلوڅ د جنورۍ پر ۲۰مه مشال راډیو ته وويل، له وزيراعلی سره تر خبري غونډې را په اېسته که يوطرف اته کسان لادرکه کړل شوي نو په دې دوران کې اوه ورک بلوڅان خوشي شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG