عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
په کوټه کې تر مذاکراتو وروسته، ګډې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د روغتيا وزير سيد احسان شاه وويل چې د ډاکټرانو زیاتره غوښتنې يې منلې دي. هغه زیاته کړه چې د کوټې پینځو هسپتالونو ته به طبي سامانونه ورکوي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د فبرورۍ پر اتمه نېټه د بلوچستان نوشکي ښار ته ولاړل او هلته يې له هغو پوځيانو سره وليدل چې د وسله والو پرضد يې په عملياتو کې برخه اخیسته وه.
د هند لومړي وزير نرېندرا مودي لومړی پر ټوېټر د هغې په اړه وليکل او وروسته يې په ټېلېوېژني وينا کې وويل چې د لتا منګېشکر پر مړينه زښت خپه دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار میر ضیاالله لانګو بیا بالکل انکار کوي چې ګواکې د ډزو پېښه دې شوې وي. نوموړي د فبرورۍ پر دويمه نېټه ویلي چې له قانون سره سم، پر منظور پښتين بلوچستان ته پر ورتګ بندیز دی خو هغه په وار وار له دې حکمه سرغړونه کړې ده.
د امنيتي ننګونو او د زرګونو کورنيو له خوا خپلو ماشومانو ته د پوليو وايرس ضد څاڅکو څخه پر انکار سربېره هم د پاکستان په تاريخ کې په لومړي ځل د يوه کال راهيسې د پوليو يا ګوزڼ هيڅ يوه پېښه نه ده ثبت شوې. په دې هېواد کې د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه يو ماشوم په وروستي ځل ګوزڼ وهلی وو. ک
د سپريم کورټ د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه د جسټس قاضي فايز عیسي د نظرثاني د درخواست په اړه خپله تفصيلي فيصله خپره کړه چې پر ۴۵ پاڼو مشتمله ده.
د برتانيا په لندن ښار کې وتليو افغان، ايراني او پاکستاني نژاده موسيقارانو له هغو افغان هنرمندانو سره د مرستې لپاره کنسرټ کړی چې دا مهال په افغانستان کې بند پاته دي. د اګست په مياشت د طالبانو پر کابل تر واکمنېدو وروسته په هغه هېواد کې پر موسیقۍ بندېز لګېدلی او يو شمېر افغان سندرغاړي او هنرمندان له اف
د صوبې مواصلاتو او تعميراتو وزير سردار عبدالرحمن کېتراڼ د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه مشال رېډيو ته وويل، چې حکومت به تړون عملي کوي خو "په دې کې به وخت لګېږي. تاسو ته معلومه ده چې وړې وړې غلاګانې کېږي. او بیا دا پراخ سمندر دی چې ګوره خدای پاک پکې د چا چا رزق ليکلی دی خو موږ چې له مولانا صیب
په کوټه، زیارت، ژوب، سنځاوۍ، قلعه عبدالله، کاڼ مهترزۍ، مسلم باغ، قلعه سيف الله، خانوزۍ، توبه اڅکزۍ، توبه کاکړي او په بلوڅ مېشتو سيمو کولپور او منګوچر کې بارانونه او واورې شوې او په ځينو سيمو کې لا هم دا لړۍ دوام لري.
په افغانستان کې زیاتېدونکي بشري ناورين د هغو زرګونو بېکوره شویو لپاره ژمۍ نور هم سخت کړی دی چې دا مهال په خېمو کې ژوند کوي. خلک د سونګ مواد او ماشومان تودې جامې او پېزار نه لري. د ملګرو ملتونو په وينا، د دې هېواد تر نيميايي زیات وګړي له لوږې سره مخامخ دي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هغه هېواد اقتصادي وضعیت دومره خراب شوی دی چې ان ځینې افغانان د بدن غړو پلورلو ته مجبوره شوي دي. په هرات کې د پښتورګو د جراحۍ متخصص ډاکتر ناصر احمد وايي، په ۲۰۲۱ز کال کې یې ۸۵ ګردې پیوند کړې دي چې په وینا یې زیاتره خلکو په نورو خرڅې کړې وې. د اسوشيېټېډ پرېس
د کورونا وايرس د څار او قابو کولو ادارې( اېن سي او سي) د وايرس په اړه ورځنيو رپورټونو جاج واخیستل نو معلومېږي چې يوازې په تېره یوه اوونۍ کې په اومېکرون بڼې باندې د اخته کسانو شمېر تر ۵۰ فيصده زیات شوی دی.
د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي یې د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي دي او په عین حال کې په سپریم کورټ کې د حملې په اړه قضیه هم روانه ده.
د کابل پر دېوالونه رسامي او نقاشۍ کوونکې ټولنې هنر لار مشر امېد شريفي هیواد پرې اېښی دی خو هوډ يې څرګند کړی چې د افغانستان هنر او کلتور ژوندي ساتلو لپاره به کار ته دوام ورکوي.
د تعليم مبارزې او د سولې نړيواله جايزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ له امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن سره په ليدنه کې د افغان نجونو د زده کړو او کار موضوع راپورته کړې ده. هغې پر امريکا ږغ کړی چې له ملګرو ملتونو سره په ګډه په افغانستان کې نجونو تعليم په برخه کې سمدستي اقدام وکړي.
د نومبر پر ۲۸ مه نېټه خپور شوي دې ارډيننس کې ويل شوي چې په بلوچستان کې که هرڅوک په ارادي توګه د پرلت، مظاهرې یا جلسې له لارې سړکونه او لارې وتړي نو دا به يو جرم وي چې سزا به يې درې مياشتې بند او ۱۰ زره روپۍ جرمانه وي.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار وياند بابر بلوڅ وايي، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هغو کسانو په شمېر کې شپږ ملينه زیاتوالی راغلی چې بشري مرستو ته اړتيا لري. د اګست په نيمايي کې د اشرف غني په مشرۍ حکومت تر پرځېدو وروسته د ملګرو ملتونو په وينا، افغانستان له يو پراخ بشري
نور وښیئ