ظفر خان په نېدرلینډز (هالینډ) کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د مشال راډیو پر ووبپاڼه بېلابېل مطالب خپروي او داراز د نېدرلینډز او په اروپا کې د پښتنو پر ژوند راپورونه هم جوړوي. نوموړی پخوا په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وو او هلته یې د سیند پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو راپورونه جوړول.
په کراچۍ کې یوه خیریه اداره غریبو روژه دارو ته پېشمني او روژه ماتی لپاره نایابه او خواږه خوراکونه برابروي. دغې ادارې د لومړي پېشمني لپاره روژه دارو ته د شترمرغ له غوښې جوړ خواړه ورکړل. تفصیل د رویټرز په دې ویډیو کې چې ظفرخان اېډیټ کړې ده.
د پاکستان پنجاب صوبې په یوه وړوکي کلي کې یوه بېوزله کس وړوکې الوتکه جوړه کړې. محمد فیاض وايي، د الوتکې ټایرونه یې له رکشې او وزرونه یې له بوریو (بوجیو، ګونیو) جوړ کړي. د نوموړي ځېنې انځورونه او ویډیوګانې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې چې له کبله یې دی خورا مشهور شوی. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
"غوښتنې دا وې، ښځې چې کوم کار کړی دی، د قبایلو د رسم او رواج سره سم یې کړی دی،دا مړی ختم دی، بل کوم موبایلونه او تمانچه چې ترې هغوی (ملیشې والاو) وړې ده، هغه به واپس ورکوي او دریم دا چې د دې وژنې عدالتي کاروایي به نه کیږي، نو دا شرایط یې راسره ومنل"
شوکت یوسفزي ویلي، د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان په راتلونکو اته لسو ورځو کې هغه وزیران چې سمه کارکردګي یې نه ده کړې، له وزارتونو ګوښه کوي.
پراګ ـ د پېښور ضلعي انتظامیې د پولیو ۳۲۴واکسین کونکي له دندو لیري کړي دي .چارواکي وایي په ماشوخېل کې د پولیو واکسینو ضد د خورې شوې اوازې وروسته یو شمېر واکسین ورکونکي کار ته نه ورتلل.
پراګ ـ خېبر پښتونخوا حکومت د پښتون ژغورنی غورځنګ سره د خبرو لپاره څلور کسیزې کمیټۍ ته واک ورکړی دی چې د مذاکراتو په پيلولو کې پېښ خنډونه لېرې کړي او د غورځنګ د مشرانو سره زر تر زره مخامخ خبرې پېل کړي.
په ورستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان ترڅنګ له ډېره اسماعیل خان او نورو قبایلي ضلعو د هدفي وژنو راپورونه مخې ته راځي. په هدفي وژنو کې ځینې ځایي مشران،سرکاري نوکران او عام وګړي په نښه کیږي.
د سرينګر غاټول په سیمه کې شهرت لري او هرکال د پسرلي په پېل کې غوړېږي. په دې اړه د رویټرز ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.
د بلوچستان په ژوب ضلع کې د جمعیت علما اسلام ف ډلې لخوا د امن په موضوع ګڼ ګوندیزه غونډه وشوه چې پکې د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند،پاکستان مسلیم لیګ ق او نورو ګوندونو سیاستوالو ګډون وکړو.
د باجوړ استوګن په ضلعه کې د تیز انټرنیټ یا ۳جي او ۴ جي انټرنیټ د بیا بحالیدو اعلان د مارچ په اولسمه شوی خو لا هم د هغوی په سیمو کې انټرنیټ کار نه کوي.
د قبایلو له پښتونخوا کې د ورګډیدو وروسته په این ایف سي کې د خېبر پښتونخوا برخه له دیارلس فیصده څخه ۱۶ یا ۱۷ فیصده ته لوړه شوه، دا دلیل دی چې نورې صوبې د دې مخالفت کوي او وایي چې د قبایلو د ورګډیدو سره د پښتونخوا برخه وار دمخه درې یا درې نیم فیصده زیاته شوه نو اضافي درې فیصده ولې غواړي؟
د نیوزیلېنډ کرایسټچرچ سیمې یو پښتون هستوګن میرویس وزیري چې په برید کې ژوبل شوی دی، مشال راډیو ته وویل، ''یو کس له درېوو توپکو سره النور جومات ته راننوت او د پولیس جامې یې اغوستې وې.''
په هند کې ټاکنې روانې دي او وزیراعظم مودي ته د سیکانو د رایو د تر لاسه کولو لپاره د کرتاپور لار خلاصولول ګټور و نو ځکه پر دې موضوع خبرې وشوې.
خلک ډېر زیات خوشاله دي. دا یو لوي مصیبت و. ذمه واري هم وه. یو ډول مرګ ته ناسته وه.ماښام نه تر سهر به ناست و. د کلي، سرک او سرکاري تنصیباتو ته به مو پېره کوله. بېګار(جبري مشقت) کې به رانه هم ډېر کارونه اخیستل کیدل
قبایل تېر کال په مۍ کې په خېبر پښتونخوا ورګډل کړل شو. له دې سره په قبایلو کې له پخوا راهسې رایج قانون ایف سي ار ختم شو او موقتي قانون نافذ شو خو پېښور هایي کورټ هغه وځنډو. اوس مهال په قبایلو کې هیڅ یو عدالتي نظام نشته.
که یو لور ته د باجوړ،خېبر،مومندو ترڅنګ د پښتونخوا په یو شمېر سیمو د جنګ په ملاتړ مظاهرې شوي او لا هم دوام لري خو بل لور ته په لمړي ځل په کراچۍ،لاهور او اسلام اباد په څېر ښارونو کې ګڼ خلکو د جنګ ضد مظاهرې وکړې.
لومړۍ نړیواله جګړه په ۱۹۱۴م کې پيل شوی اوڅلور کاله یې دوام وکړ. په دې کې شاوخوا ۴۰ میلونه عسکر او عام وګړي وژل شوي و. په دویم نړېوال جنګ کې له ۶۰ میلونو زیات وګړي وژل شوي و.
د غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترین د فیبرورۍ په ۱۹مه مشال رېډیو ته وویل د عالمزیب مسود په ګډون درې نور ملګري یې په زندان کې دي چې تر راخوشې کیدو به یې دوی احتجاجونو ته دوام ورکوي.
نور وښیئ