د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ژوب غونډه د سنځاوۍ له پرلتوالو سره پیوستون وو'


په بلوچستان کې د دبدامنۍ ضد پرلت د مارچ د ۲۶مې عکس
په بلوچستان کې د دبدامنۍ ضد پرلت د مارچ د ۲۶مې عکس

پراګ ـ د بلوچستان په ژوب ضلع کې د اپرېل پر څلورمه د جمعیت علما اسلام ف ډلې د امن په موضوع ګڼ ګوندیزه غونډه وربللې وه چې پکې د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پاکستان مسلیم لیګ ق او د نورو ګوندونو سیاستوالو ګډون وکړو.

په غونډه کې شریک د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او د بلوچستان صوبې د تعلیم پخواني وزیر عبدالرحیم زیارتوال د اپرېل په څلورمه مشال رېډیو ته وویل ګوندونو د نورو غوښتنو ترڅنګ په سیمه کې په ورستیو کې د رامنځته شویو بدامنۍ د پېښو پلټنې لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو مطالبه وکړه.

"ځینې کړۍ زموږ په سیمه جنګ مسلط کول غواړي، ګوندونو په دې سلا وکړه چې د بدامنۍ پېښو مخه دې ونیول شي او د رامنځته شویو پېښو د پلټنو لپاره دې عدالتي کمیشن جوړ شي"

د امن لپاره مو ټول ګوندیزه غونډه وکړه او که اړتیا وه نورې دغسې غونډې به کوو او سیاستوال او قامي مشران به راټولیږو.زموږ د ټولو یو اواز دی او هغه دا چې موږ امن غواړو
انور مندوخېل

د مارچ په شلمه په سنځاوۍ کې د وسله والو په ډزو د لیویز ځواک شپږ سرتیري وژل شوي و. د پېښې وروسته ځایي خلکو د تېرو پنځلو ورځو راهسې پرلت وهلی دی. پرلتوال هم د پېښې د پلټنو او ځینې ځایي امنیتي چارواکو د تبادلې غوښتنه کوي.

په ګڼ ګوندیزه غونډه کې شریک د عوامي نېشنل ګوند استازي انور مندوخېل مشال ریډیو ته وویل، د ژوب غونډه د سنځاوۍ له پرلتوالو سره د یووالي او خواخوږي څرګنده کړه.

"د امن لپاره مو ټول ګوندیزه غونډه وکړه او که اړتیا وه نورې دغسې غونډې به کوو او سیاستوال او قامي مشران به راټولیږو.زموږ د ټولو یو اواز دی او هغه دا چې موږ امن غواړو"

د فیبرروۍ په ۱۶مه په لورالایي کې په یو برید کې د ایف سي ځواک دوه سرتیري وژل شوي و په جنورۍ میاشت کې هم د پولیسو پر یو مرکز د برید په نتیجه کې پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د بدامنۍ د پېښو ضد د یو پرلت وروسته د پښتون ژغورنی غورځنګ مخکښ ارمان لوڼی هم وژل شوی و. د هغه د وژنې مقدمه د سیمې د پولیسو د یو افسر عطالرحمان په ضد د اپرېل په لومړۍ ولیکل شوه.

خلک ویره لري چې هسې نه دلته حالات هغه لور ته لاړ نشي، کوم چې له دې وړاندې په قبایلو او سوات کې رامنځته شوي و
رفیع الله کاکړ

د بلوچستان په پښتون میشتو ضلعو کې تراوسه د بدامنۍ په رامنځته شویو زیاتره پېښو کې سرکاري خلک په نښه شوي خو دا چې عادي وګړي او سیاسي ګوندونه د دې پر ضد ولې احتجاجونه کوي، دا پوښتنه مې د سیاسي چارو له پوهه رفیع الله کاکړ مخې ته کیښوده، هغه وایي:

"حالات لا ډېر نه دي خراب شوي، خو خلک ځکه راپاڅیدلي دي چې خلک ویره لري چې هسې نه دلته(د بلوچستان پښتون میشتو سیمو) کې حالات هغه لور ته لاړ نشي، کوم چې له دې وړاندې په قبایلو او سوات کې رامنځته شوي و"

د بلوچستان واکمن ګوند باپ استازي د ژوب په ټول ګوندیزه غونډه کې نه و شامل، او نه یې د احتجاجونو په اړه دریځ مخې ته راغلی دی خو له دې مخکې صوبایي وزیر نورمحمد دومړ د سنځاوۍ پېښې پرضد د ولسي احتجاجونو په غبرګون کې په یوه بیان کې ویلي ول چې ځنې سیاسي ډلې پر دغه پېښه سیاست کوي.

XS
SM
MD
LG