ظفر خان په نېدرلینډز (هالینډ) کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د مشال راډیو پر ووبپاڼه بېلابېل مطالب خپروي او داراز د نېدرلینډز او په اروپا کې د پښتنو پر ژوند راپورونه هم جوړوي. نوموړی پخوا په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال وو او هلته یې د سیند پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي موضوعاتو راپورونه جوړول.
دا پېښه د ژبې پر اساس شوې ده.د باجوړ ډېر خلک په نورو ښارونو کې مزدوري کوي. د دې پېښې سره په خلکو کې دا احساس پیدا شوی دی چې د نورو علاقو خلکو ته دوی د منلو وړ نه دي.
په افغانستان کې سوله د یو تجارت بڼه خپله کړې ده. روس خپل کوښښ کوي، قطر او پاکستان خپلې هڅې کوي. په پاکستان کې کیدونکې خبرې به په افغان حکومت او ولس منفي اغېز ولري
د پي ټي ایم مشر منظور پښتون په سیندي ځوانانو کې په تیزۍ سره مشهور شوی ځکه چې د ورکو خلکو ستونزه د سندیانو هم ده. د پښتنو او سیندیانو دردونه یو شان دي
نن ایران د اسلامي انقلاب څلویښتمه کالیزه او په هغه هیواد کې د دوه نیم زره کلن شاهي نظام د ختمیدو ورځ نمانځل کیږي. د ۱۹۷۹ م کال د فیبرورۍ په لومړۍ نېټه ایت الله روح الله خمیني له ۱۴ کلنې جلاوطنۍ وروسته له فرانسه تهران ته ستون شوی و. په دې اړه د اې ایف پي او رویټرز اژانسونو ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې.
نعمت خان وايي، مخکې به تور سکڼ پوستکي والا انسان د مهاجر په نوم وژل کېده او سور سپین به د پښتون او افغان په نوم، خو تر اپریشن وروسته حالات بدل شوی دي.
د پښتني مترقي ښځو استازې د اتوار پر ورځ شمالي وزیرستان او هلته خېسور سیمې ته د دې لپاره تللی وې چې د ماشوم حیات له مور او نورو ښځو سره وګوري. دا په خېبر پښتونخوا د قبایلو تر ورګډېدو وروسته لومړی ځل دی چې پښتنې فعالانې او سیاستوالانې هغو سیمو ته ورغللې.
پښتون ژغورنی غورځنګ تور لګوي چې د کراچۍ پولیسو او رینجرز ځواکونو د جنورۍ په ۲۸ مه د بانګ یا سپېدو مهال په سهراب ګوټ کې د دوی د پرلت پر ځای چاپه وهلې ده.
د غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین نن[د جنورۍ پر ۲۵مه] مشال راډیو ته وویل، د خپل ملګري عالمزیب مسود د خوشې کولو ترڅنګ د پنځه غوښتنو د پوره کولو لپاره یې احتجاجي ناسته پيل کړې.
له باجوړه به په مخکنیو وختونو کې خلک، د غوزانو،دنداسې،توراملوکو او د ګډو بیزو د اخستو لپاره دیر ته تلل خو اوس د بندیز له وجې دغه کاروبارونه اغېزمن شول.
د بشري حقونو سازمان د شمیرو له مخې په ۱۶-۲۰۱۵ م کلونو کې په هغه هیواد کې ۲۰۴۲ کسان په پولیس مقابلو کې وژل شوي و. تېر کال په کراچۍ کې د نقیب مسود تر وژنې او د مدني ټولنو د سختو احتجاجونو وروسته په پولیس مقابلو کې جوت کمی راغلو او تېر کال پکې د وژل شویو شمېر ۸۱ ته ټیټ شو.
په عین وخت کې د پاکستان پیپلز ګوند یوه مشر او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر ویلي، د ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري سره یې د مسود نیولو په اړه خبرې کړې دي. دی وايي، د سیند حکومت د
د پوځي عدالتونو په اړه دوه نظره دي، یو دا چې دا ضروري دي، ځکه چې دې د امن په راوستو کې مهم رول لرلی دی او مخالف نظر دادی دی چې که څه هم اوس بدامني د پخوا په څېر نه ده نو ځکه نور پوځي عدالتونو ته ضرورت نشته.
د پاکستان سپریم کورټ د پخواني وزیراعظم نوازشریف په اړه د ایون فیلډ ریفرنس کې د سزا دختمیدو په اړه د اسلام اباد هایکورټ فیصله پر ځایې وساتله او د دې پر ضد یې د نېب اپيل خارج کړ.فېصله د جنورۍ پر ۱۴ مه د سترې محکمې د مشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ کې قاضیانو پنځه کسیزې ډلې وکړه.
که د علیمه خان په بهر ملکونو کې جایداد وي نو ولې ترې پوښتنه نه کیږي؟ نیب نوازشریف او شهباز شریف او مریم نواز زندان ته اچوي خو د علیمه خان په اړه هیڅ نه کوي. قانون د هر چا لپاره یو شان وي، که څوک د وزیراعظم خور وي او یا نه.
بزنجو وایي هڅه کوي، د پیپلز پارټۍ او مسلیم لیګ ن په ګډون د اپوزیشن ټول ګوندیز اتحاد جوړ کړي. دی وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ واکمن حکومت ارادو ته په کتو یې دا ګام پورته
د قانوني چارو پوه قادر خان وایي، پر راو انوار په مقدمه کې پر هغه ۱۰۹، ۱۳۴ او ۳۰۲مې دفعې لګول شوې دي. دی وايي، که داسې کسان له عدالته ضمانت هم واخلي، نو خپل پاسپورټ
دوکانونه څو لسیزې پخوا هلته جوړ شوي ول، چې د دوکاندارانو په خبره، دوی به یې کرایه هم ښاروالۍ ته ورکوله.
کراچۍ ښار یو وخت د پاکستان تر ټولو ناامنه ښار و. په ۲۰۱۳م کې په دغه ښار کې تر ۲۵۰۰ زیات کسان وژل شوي ول. په هغه کال د جرمونو ۴۰۰۰۰ پېښې شوي وې چې زیاتره یې د کلنګ اخیستنې، موبایل او پېسو شکونې پېښې وې.
نور وښیئ