د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن عمران خان د ۵ کلونو لپاره نااهله کړی دی


عمران خان یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.
عمران خان یوې غونډې ته د وینا پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن پخوانی وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان د پینځو کلونو لپاره د پارلېمان له څوکۍ څخه نااهله کړی دی.

کمېشن د اګست پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې دا اقدام د توشه خانې په قضیه کې د اسلام اباد د ضلعي عدالت له فیصلې سره سم کوي.

بیان وايي، له پرېکړې سره سم، عمران خان اوس په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی نه دی پاتې، په انتخاباتو کې د نوماند په توګه ګډون او د تحریک انصاف مشري نه شي کولای. خان د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې د کورمې ضمني انتخاب ګټلی وو.

د اګست پر پینځمه د اسلام اباد عدالت په هغه قضیه کې عمران خان ته د درو کلونو د بند سزا واوروله، هغه یې ۱۰۰،۰۰۰ روپۍ جرمانه کړ او د ولسي دندو لپاره یې د نااهلولو اعلان وکړ.

تر دې وروسته پولیسو نوموړی ونیوه او له هغه وخت راهیسې د اټک په زندان کې بندي دي.

د تحریک انصاف وکیلانو د نوموړي د سزا ضد اسلام اباد های کورټ ته غوښتنلیک ورکړی دی.

تحریک انصاف پر عمران خان د درغلیو لګول شويي تورونه ردوي او هغه ته ورکړل شوې سزا پر تعصب ولاړه بولي.

د هغه وکيل نعيم پنجوتا د اګست پر شپږمه ادعا کړې وه چې چارواکو ورته له خپل موکل سره د لیدو اجازه نه ده ورکړې.

تحریک انصاف پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، د پنجوتا یو ویډیويي بیان خپور کړی وو چې پکې نوموړی وايي چې د اګست پر پینځمه ورته د زندان چارواکو وویل چې له عمران خان سره نه شي لیدلای.

د اټک زندان یا د پاکستان نورو چارواکو د خان د وکیل څرګندونو په غبرګون کې څه نه ول ویلي.

د اسلام اباد د ضلعي او سېشن عدالت قاضي همایون دلاور د اګست پر پینځمه په خپله پرېکړه کې ويلي ول چې عمران خان د خپلې وزیراعظمۍ پر مهال له بهرنيو هېوادونو ترلاسه کړیو ډالیو څخه ځینې له توشه خانې څخه اخیستې او خرڅې کړې يې دي.

په مقدمه کې تور پورې شوی وو چې نوموړي انتخاباتي کمېشن ته د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر وخت د هغو ډالیو له پلورلو د ترلاسه شویو پیسو تفصیل نه دی ورکړی. د پاکستانيو رسنيو ترمخه، د هغو ډالیو ارزښت لسګونه مېلیونه روپۍ وو.

د خان پرضد هغه مقدمه د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه. له توشه خانې پرته هم د خان پرضد لسګونه مقدمې دایرې شوې دي چې نوموړی ټولې سیاسي بولي او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

خو د اسلام اباد د سېشن عدالت قاضي دلاور په خپله فیصله کې لیکلي دي چې د توشه خانې په قضیه کې پر عمران خان لګېدلی تور "بې له شکه" ثابت شوی دی. نوموړي په پرېکړه کې پولیسو ته د خان د ګرفتارۍ لارښوونه هم وکړه.

XS
SM
MD
LG