د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې په سپین غره کې څلور افغانان مړه موندل شوي


پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه کټارې درولي: انځور له ارشیفه
پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه کټارې درولي: انځور له ارشیفه

د کورمې پولیس وايي، د څلورو افغانانو جسدونه یې په سپین غره کې موندلي دي. د پولیسو په وینا، دغه افغانان په غیرقانوني ډول پاکستان ته اوښتي ول.

د پولیسو ویاند محمد خالد د جون پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، جسدونه د ګنداو سیمې خلکو موندلي او د ده په وینا کېدای شي د سختو بارانونو او یخنۍ له امله یې په غره کې ساه ورکړې وي. د نوموړي په وینا دا کسان کېدای شي درې ـ څلور ورځې وړاندې مړه شوي وي. هغه وايي، د پېښې راپور درج شوی او تفتیش روان دی.

بل پلو، د سیمې خلک د مړو تعداد شپږ ښيي خو د پولیسو ویاند د دې پخلی نه کوي. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې جسدونه څلور دي او د دغو کسانو نومونه لقمان، عبدالجلیل، سلمان او نقیب دي. نوموړي دا هم وویل چې د سیمې خلکو دغه جسدونه په سپین غره کې خاورو ته سپارلي دي.

د کورمې د مخراڼیو سیمې محمد نواز مشال راډیو ته وویل، د افغانانو جسدونه یې ځکه په سپین غره سیمه کې خاورو ته وسپارل چې راکوزول یې ستونزمن وو.

یو ځايي خبریال ریاض څمکني د جون پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، دا لومړی ځل نه دی چې له افغانستانه په غرئیزو لارو پاکستان ته د اوړېدو پر مهال افغانان د حادثو سره مخامخ کېږي. هغه وايي، تر دې وړاندې هم د ننګرهار د یوې کورنۍ دوه غړي چې خور او ورور وو، په همدې لاره پاکستان ته د اوړېدو پر مهال له غره لاندې غورځېدلي او مړه شوي ول. نوموړی وايي، په همدې لاره د انساني قاچاق لړۍ هم روانه ده او حکومت له پکار دي چې مخه یې ونیسي.

پاکستان له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه کټارې درولي او په کورمه کې هم پر دغه کرښه باړ لګول شوی خو د تري منګلو او ستار ترمنځ سیمه کې لوی لوی غرونه او غونډۍ دي چې هلته اغزن تار نه دی لګول شوی او خلک په هدغه لاره د اوړېدو هڅه کوي.

پاکستان له تېرو څو کلونو راهېسې یوازې هغو افغانانو ته خپلې خاورې ته د ننوتلو اجازه ورکوي چې قانوني اسناد (پاسپورټ او وېزه) ولري. د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته هم دا بندیزونه په خپل حال دي. د دغو بندیزونو له وجې ځينې هغه کسان چې اسناد نه لري، پاکستان ته د را اوړېدو لپاره غرئیزې لارې کاروي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ زیاتره د خلکو تګ ـ راتګ په تورخم او چمن باندې ترسره کېږي او په هغو لارو اسناد لرونکي کسان د سفر کولو اجازه لري. یو شمېر افغانان دا شکایت هم کوي چې د قانوني اسنادونو درلودلو باوجود هم په چمن او تورخم کې ځنډول کېږي او ځورول کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG