صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند اتحاد په عامو انتخاباتو کې د ټګۍ پر ضد د کوټې په ګډون د بلوچستان په نورو برخو کې کاربندیز کړی دی.د بلوچستان لنډمهالی حکومت وايي، های کورټ د درغلیو د تورونو جاج اخیستو لپاره جرګګۍ جوړه کړې ده. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د ټګۍ پرضد مظاهرو ته دوام ورکړی دی
په کوټه کې کاربندیز
یوشمېر ګوندونو د فبرورۍ اتمې ټولټاکنو د پایلو ځنډېدو پرضد احتجاجونه کړي دي. د ګوندونو مخکښه مشرانو او غړو په بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو پر مهال تور پورې کړ چې په انتخاباتو کې ټګي شوې ده. انتخاباتي کمېشن دریځ لري چې ټاکنې شفافې وې. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان د فبرورۍ پر اتمه تر ټولټاکنو وروسته د ځینې ګوندونو پلویانو احتجاجونه کړي او ځینو بیا د خپلو سیاستوالو په بریالیتوب خوشالۍ کړي دي
په پاکستان کې دا ځل د قامي او صوبايي اسمبلیو څوکیو لپاره ټول ۱۷،۸۱۶ کسان نوماندان ول چې لوی شمېر یې خپلواک امېدواران ول. له هغوی څخه یې ډېری د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) سیاستوالان یا د هغه ګوند ملاتړ لرونکي ول
په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه سهار اته بجې عام انتخابات پیل شول چې پکې د انتخاباتي کمېشن په وینا، مېلیونونه وګړي رایې کارولای شي. دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر اوومه د بلوچستان په دوو پښتون مېشته سیمو کې چاودنو ګڼو کسانو ته مرګژوبله واړوله. د انتخاباتي بهیر په اړه دا انځوریزه ګیلري وګورئ.
په وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنۍ پېښې شوې دي. د پاکستان د حکومت د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د امنیت په اړه بحث شوی وو او چارواکو ویلي ول چې انتخابات نه غځوي او د فبرورۍ پر اتمه یې پر ټاکلې نېټه کوي.
د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر او د پرلت ویاند صادق اڅکزي د فبروري پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهيسې يې پرلت پيل کړی دی خو د هغه په وينا حکومت يې غوښتنې نه دې منلي، نو ځکه يې دا ګام پورته کړ.
د پاکستان د نورو برخو په څېر د بلوچستان په پښین کې هم د قامي او صوبايي اسمبلۍ څوکیو لپاره کیمپېن روان دی او نوماندان له خلکو د رایې غوښتو لپاره ورسره غونډې کوي. موږ د پښین له ځینو اوسېدونکو سره خبرې کړې دي.
د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر او د پرلت ویاند صادق اڅکزي د فبرورۍ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د چمن - سپین بولدک ترمینځ د لارې له تړلو سره نه یوازې پرلتوال بلکه د چمن ټول خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
په کوټه کې د بلوڅانو د یووالي یا یکجهتي کمېټۍ په بلنه د جبري بې درکیو او ماورای عدالت وژنو پرضد احتجاجي جلسه شوې ده. جلسې ته ګڼ داسې کسان ورغلي ول چې د کورنیو غړي یې ورک دي. له هغو څخه یې ځینو مشال راډیو ته وویل چې کلونه تېر شول خو د خپلوانو او عزیزانو یې هېڅ درک نه لګي. ویډیويي رپورټ.
خو د احتجاج یو ګډونوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي ولسیار خان د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د نه خوړو احتجاج یې د دیني عالمانو او ولسي او سیاسي مشرانو تر ټینګار وروسته ختم کړی دی.
د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.
لاندې د پښتنو دودیز خوراک دی او دا د پښتنوو په یخو سیمو کې په ژمي کې استعمالېږي. لاندې د مودو راهیسې په کورونو کې جوړېږي خو د پښین یارو او سرانانو په بازارونو اوس لاندې خرڅیږي هم.
د پښین عبدالقیوم زهیر، چې خلک یې د کاکا په نامه پېژني، له وړوکوالي راهیسې د موسیقۍ له لویو مینه والو یو دی. هغه اوس هم ټېپ رېکارډر، چې نن سبا کم تر سترګو کېږي، لري او د پښتو ژبې د پخوانیو سندرغاړو ګڼې فیتې (کیسټونه) لري. له نوموړي سره بشپړه مرکه وګورئ.
په کوټه کې د بلوچستان یوشمېر هنرمندانو د کلتوري چارو د صوبايي ادارې پرضد مظاهره کړې ده او تور یې پورې کړی چې چارواکي له بودیجې څخه د هنرمندانو په نوم ترلاسه کړې پیسې نه ورکوي او ژوند او اړتیاوو ته یې پام نه کوي. خو د بلوچستان د کلتوري چارو اداره وايي چې ګڼو هنرمندانو ته هره میاشت ۳۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي.
د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي يوې خبري غونډې ته وويل چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.
جان محمد ۴۵ کاله په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تر تېرولو وروسته بیا کډه بار کړې او افغانستان ته ستنېږي. هغه وايي، د مهاجرت کارډ لري او په بلوچستان کې هېچا نه دی ځورولی خو د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر وېرولی او نه غواړي چې نور په پاکستان کې پاتې شي. نور په ویډیو کې.
نور وښیئ