د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ۴ ګوندونو د انتخاباتي درغلیو ضد کاربندیز کړی دی


د بلوچستان ۴ ګوندونو د انتخاباتي درغلیو ضد کاربندیز کړی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) اتحاد د فبرورۍ اتمې په عامو انتخاباتو کې د ټګۍ پر ضد د کوټې په ګډون د بلوچستان په نورو برخو کې کاربندیز کړی دی. د هغو ګوندونو غړو او پلویانو د فبرورۍ پر ۱۸مه تر مازیګره په پښتون او بلوڅ مېشتو سیمو کې لوی سړکونه تړي ول. د مال وړونکو ګاډو ډرېوران وايي چې د لارو تړلو ورته ډېر تکلیف رسولی دی. هغه ګوندونه وايي چې په انتخاباتو او تر هغې وروسته په نتیجو کې ټګي شوې، خو انتخاباتي کمېشن دا تور ردوي او وايي ټول بهیر شفاف وو. د بلوچستان لنډمهالی حکومت وايي، های کورټ د درغلیو د تورونو جاج اخیستو لپاره جرګګۍ جوړه کړې ده. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG