صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د پښین عبدالقیوم زهیر، چې خلک یې د کاکا په نامه پېژني، له وړوکوالي راهیسې د موسیقۍ له لویو مینه والو یو دی. هغه اوس هم ټېپ رېکارډر، چې نن سبا کم تر سترګو کېږي، لري او د پښتو ژبې د پخوانیو سندرغاړو ګڼې فیتې (کیسټونه) لري. له نوموړي سره بشپړه مرکه وګورئ.
په کوټه کې د بلوچستان یوشمېر هنرمندانو د کلتوري چارو د صوبايي ادارې پرضد مظاهره کړې ده او تور یې پورې کړی چې چارواکي له بودیجې څخه د هنرمندانو په نوم ترلاسه کړې پیسې نه ورکوي او ژوند او اړتیاوو ته یې پام نه کوي. خو د بلوچستان د کلتوري چارو اداره وايي چې ګڼو هنرمندانو ته هره میاشت ۳۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي.
د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي يوې خبري غونډې ته وويل چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.
جان محمد ۴۵ کاله په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تر تېرولو وروسته بیا کډه بار کړې او افغانستان ته ستنېږي. هغه وايي، د مهاجرت کارډ لري او په بلوچستان کې هېچا نه دی ځورولی خو د بې اسناده افغانانو د ستنولو بهیر وېرولی او نه غواړي چې نور په پاکستان کې پاتې شي. نور په ویډیو کې.
هغه زیاته کړه"په ټوله دنیا کې خلک د نوي کال په راتګ خوشالیانې کوي او د نوي سباوون زېرې یې بولي. موږ د کال لومړۍ ورځ ځکه د تورې ورځ په توګه نمانځو چې د تېر کال درې میاشتې موږ په ګرمۍ او یخنۍ دواړو کې د احتجاج په توګه تېرې کړې خو زموږ غږ څوک نه اوري. پر موږ ظلم او جبر شوی دی."
د پرلت ویاند او د چمن د سوداګرو مشر صادق اڅکزي د ډېسېمبر پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، د ژمي پر دې یخنۍ سربېره د غوښتنو تر منل کېدو پورې احتجاج جاري ساتي.
په چمن کې د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو پرضد د ګوندونو، سوداګرو، پنډیانو (لغړیانو) او ځايي وګړو احتجاجي پرلت د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې لري. پرلتوالو د نومبر پر ۲۰مه له چمنه سپین بولدک ته تلونکې لاره هم د سامان وړونکو ګاډو پر مخ وتړله چې له وجې یې ډرېوران له یو لړ کړاوونو او ستونزو سره مخامخ شوي دي.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو سيمو کې د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي مظاهرې کړې دي. په چمن کې د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو لخوا پرلت د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لري.
محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر نهمه په چمن کې روان پرلت ته د وینا پر مهال ویلي وو چې که حکومت د ډېسېمبر تر ۱۵مې د پرلتوالو غوښتنې ونه منلې، نو دوی به د بلوچستان په ټولو پښتون مېشتو ضلعو کې د مرستیال کمېشنرانو د دفترونو مخې ته احتجاجونه پيلوي.
عبدالله جان د افغانستان د کندوز ولایت د دشت ارچي اوسېدونکی دی چې له تېرو ۳۸ کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشت دی. دی وايي، په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په یوشمېر پښتون مېشته سیمو کې یې ژوند تېر کړی دی، سخته مزدوري یې کړې ده او اوس یې هم کوي.
د ډېسېمبر ۱۲مې د لاریون ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د پرلتوالو غوښتنې دې ومني او د چمن او سپین بولدک ترمینځ دې پر لاره د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.
په بلوچستان کې د ماورای عدالت وژنو پرضد له تربته د پیل شوي لاریون ګډونوالو د کوټې پر سرياب سړک پرلت وهلی دی. د بلوڅانو د يووالي کمېټۍ تر انتظام لاندې د لاریون مشران وایي، حکومت هغوی د کوټې په سریاب سيمه کې ایسار کړي او د ښار مرکز ته یې نه پرېږدي. ویډیویي راپور.
د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پر ضد پرلت نن پر ۵۰مه ورځ هم دوام لري. د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پشتین د نیولو پر ضد د ډېسېمبر پرپينځمه د پېښور، کوټې او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له حکومته یې وغوښتل چې منظور پشتین دې ژر تر ژره خوشې کړي.
د پښتونخوا ملي عوامي غړو او پلویانو د هغه ګوند د بنسټګر او د پښتنو د ملي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۵۰م تلین لمانځلی دی. په کوټه کې د ډېسېمبر دویمې په غونډه کې په زرګونو کسانو ګډون وکړ. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
پښتین د نومبر پر ۲۹مه په چمن کې پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې غورځنګ یې د "پښتنو د ورورګلوۍ ارمان" لري او د دې لپاره د پښتون ولس ترمینځ اعتماد جوړوي. "یوازې د چمن خلک نه دي غصه شوي، زه له سواته تر کوټې پورې کلي په کلي ګرځېدلی یم، ټول پښتانه ډېر تنګ دي او ستړي شوي دي."
د پرلت مشر غوث الله د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا لار یې د ۲۰م نومبر په شپه شاوخوا درې بجې تړلې ده.
د بلوچستان چارواکو د نومبر له پیل راهیسې پر چمن بې له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ درولی دی او وایي چې دا ګام یې په هېواد کې د امنیت ساتلو او قاچاق د مخنیوي په خاطر اخیستی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پر چمن پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کولو پرضد د کوټې پر لوري لاریون ته دوام ورکړی دی. دا لاریون د نومبر پر ۱۷مه له چمنه پیل شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر پر لومړۍ نېټه پر چمن د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط عملي کړی
نور وښیئ