شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د پښتون قامي جرګې اعلامیه د مزدور کسان ګوند مشر افضل خاموش وړاندې کړه او ویې ویل چې د جرګې ګډونوال به پر یوه پښتانه برید پر ټول پښتون قام حمله بولي.
د پوليو د څاڅکو د صوبايي پروګرام مشر ډاکټر عبدالباسط د جولای پر ۳۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په پېښور، خيبر، چارسده، باجوړ، مومند، نوښار، کوهاټ، هنګو، بنو، لکي مروت، ډیره اسماعیل خان، ټانک، اورکزی، کرمه، شمالي او جنوبي وزیرستان ضلعو کې به دا کمپاين جاري وي.
په دې هدف دوی د جولای پر ۲۸مه په پېښور کې یوه غونډه وکړه چې پکې د ورکو کسانو خپلوانو، وکیلانو، د بشري حقونو لپاره کارکوونکو، خبریالانو او هغه کسانو چې پخپله هم په جبري توګه د څه وخت لپاره ورک کړل شوي ول ګډون وکړ.
د پېښور پوهنتون ویاند محمد نعمان د جولای پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، په صوبه کې د سختې ګرمۍ له وجې دا ګام پورته کړل شوی دی.
د جون پر ۲۴مه د چارسدې کچارو کې درې کسان خپلو دښمنانو د وکیل په دفتر کې ووژل، هم په دغه ورځ د چارسدې په سر ډېرو کې دوه تنه، په اتمانزو کې یو تن په ډزو وژل شوي دي او دوه کسان نور ژوبل هم دي.
د ټېسټ کرکټ پخوانی لوبغاړی او د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې بېټنګ کوچ يونس خان وايي چې د ښه لوبغاړي جوړېدو لپاره اسانتياوې هم ضروري دي خو د نوموړي په وينا که مينه او زيار يو ځای شي نو په لږو اسانتياو هم تر نړيوال کرکټه رسېدل ګران کار نه دی۔
د پاکستان حکومت د شهباز شریف څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ویلي چې د هېواد خراب اقتصاد ورته له پخوانیو حکومتونو په میراث کې پاتې دی چې د سمولو هڅو ته یې دوام ورکړی.
بيګم نسيم وليخان درې ځل د پاکستاني پارليمان غړې پاتې شوې وه. نوموړې د خېبر پښتونخوا اولنۍ ښځه وه چې د ۱۹۷۷ کال په غیر ګوندي انتخاباتو کې یې ګډون وکړ او بریالۍ شوه.
دا دوه کورونه د دلیپ کمار او راج کپور دي چې بیه یې دوه کروړه او څه باندې درې مېلیونه ټاکل شوې ده.
د تعلیم صوبايي وزارت وايي چې په کمو ضلعو کې د کورونا مثبت پېښو کچه تر پنځه فیصده کمه وي هلته به سکولونو په دې شرط خلاص وي چې پر حکومتي لارښوونو عمل باوري شي.
دا پروژې د نوښار په جلوزو، سوات، پېښور، هنګو، اېبټ اباد او ځینو نورو سیمو کې پیلېږي. حکومتي چارواکي وايي، له دغو پروژو به ناداره خلک په ارزانو او اسانو شرطونو ګټه واخېستی شي او د کورونو مالکان به شي.
پر دې مهال هغه وویل چې د حکومت لخوا د غریب او کم امدن والا ولس لپاره دا په ارزانه بیعه د کورونو ځمکې دي او په اسانو قسطونو به جوړول کېږي.
په پاکستان کې یو پلو د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په څېر د کورونا وایرس ناروغۍ درېمه څپه راغلې او بل پلو د محدویتونو پرضد احتجاجونه هم کېږي.
پوليس وايي، د جج افتاب اپريدی له خپلې مېرمنې بي بي زېنب، لور کرن او لمسي محمد سنان سره له پېښوره سوات ته روان وو چې د موټروې د صوابۍ انبار انټرچېنج سره ورباندې وسله والو کسانو ډزې وکړې.
عمران خان د اپرېل پر څلورمه له ولس سره په ټليفوني خبرو کې وويل چې د کورونا وايرس وبا درېمه څپه د پخوانیو دوو څپو پرتله زياته خطرناکه ده.
نور وښیئ