د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورکو کسانو له سرکاري کمیشنه خوښ نه یو: پېښور غونډه


پېښور کې د احتجاج پرمهال د خپلې کورنۍ د ورک تن شناختي کارډ په لاس یو احتجاجي
پېښور کې د احتجاج پرمهال د خپلې کورنۍ د ورک تن شناختي کارډ په لاس یو احتجاجي

د بشري حقونو دفاع (ډیفینس اف هیومن رایټس) نومې اداره چې په پاکستان کې د جبري ورکو کسانو لپاره کار کوي، وايي، چې دا وخت په ټول پاکستان کې نږدې لس زره کسان او څه نا څه ۱۵۰۰ کسان په خیبر پښتونخوا کې ورک دي. د سازمان په وینا تر دې دمه تر ټولو زیات کسان له خیبر پښتونخوا نه ورک کړل شوي دي.

په دې هدف دوی د جولای پر ۲۸مه په پېښور کې یوه غونډه وکړه چې پکې د ورکو کسانو خپلوانو، وکیلانو، د بشري حقونو لپاره کارکوونکو، خبریالانو او هغه کسانو چې پخپله هم په جبري توګه د څه وخت لپاره ورک کړل شوي ول ګډون وکړ.

د ډیفینس اف هیومن رایټس مشرې آمنه مسعود جنجوعه مشال راډیو ته د دغه غونډې په اړه وويل، په پېښور کې یې ځکه غونډه وکړه چې تر ټولو زیات د خیبر پښتونخوا وګړي جبري ورک دي او زیاتوي چې د دوی سازمان د ورکو کسانو لپاره د سرکاري کمیشن له هلوځلو او کاره ګرسره خوښ نه دی.

په دې غونډه کې د باجوړ صبیه بېګم چې اوس په پېښور کې میشته ده، وايي لومړی د دې زوی عبدالستار خان ورک شو او بیا یې خاوند ورله هم نامالومه کسانو په ۲۰۰۹ز کال په ډزو مړ کړ خو تر اوسه ورته خپل مجرم معلوم نشو او نه حکومت دوی مطمین کړي دي.

دوی وايي چې له ۲۰ کالو راهیسې شپه ورځ د عبدالستار خان ښځه او څلور بچي د هغه د واپس راتلو پوښتنې کوي او له دوی سره یې هېڅ جواب نه وي.

دغه سازمان وايي چې د خیبر پښتونخوا پرته له قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبې هم یوشمېر وګړي تری تم دي او د ډېرو پکې مړي هم موندل کېږي.

د شمالي وزیرستان ملک جلال وزیرستانی وايي، دی پخپله هم اووه میاشتې غایب کړل شوی وو او د ده ځینې خپلوان یې لاهم ورک دي.

ابراهیم پراچه چې د پارلېمان غړی هم پاتې شوی دی او وکیل هم دی وايي، چې د خلکو ورکولو او هدفي وژنو لړۍ د کمېدو پرځای نوره هم په سېوا کېدو ده.

په پاکستان کې د ورکو کسانو جوتولو سرکاري کمیشن چې په ۲۰۱۱ز کال کې جوړ شوی وو تر دا مهاله ورته د نېږدې اووه زره جبري ورکو کسانو کورنیو درخواستونه ورکړي دي چې پکې دوی شاوخوا ۴۸۰۰ څخه سېوا کیسونه موندلی او هوار کړي هم دي او څه باندي ۲۰۰۰ لا پاتې دي.

یاده دې وي چې د بشري حقونو لپاره جهاني او پاکستاني سازمانونه هم د دې سرکاري کمیشن له کارکردګۍ خوښ نه دي او وايي چې د ورکو کسانو شمېره تر هغه ډېره زیاته ده چې سرکاري کمیشن یې ښيي.

XS
SM
MD
LG