د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور- چارسده: تېره یوه اونۍ وړو وړو لانجو کې ۲۱ کسان وژل شوي


پېښور پولیس د ډیوټۍ پر مهال
پېښور پولیس د ډیوټۍ پر مهال

په تېره یوه هفته کې یواځي په پیښور او چارسده کې خواوشا ۲۱ (یوویشت) کسان په معمولي جنګ جګړو او لانجو کې وژل شوي دي او یوشمېر ژوبل شوي دي، چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د جون پر ۲۴مه د چارسدې کچارو کې درې کسان خپلو دښمنانو د وکیل په دفتر کې ووژل، هم په دغه ورځ د چارسدې په سر ډېرو کې دوه تنه، په اتمانزو کې یو تن په ډزو وژل شوي دي او دوه کسان نور ژوبل هم دي.

د جون پر ۲۲مه نېټه په پېښور کې په درېوو بېلابېلو پېښو کې ۱۳ تنه ووژل شول چې پکې د یوې کورنۍ اووه کسان او څلور ماشومان شامل ول.

د اپرېل پر ۱۹مه په نوښار ضلع کې هم د یوې کورنۍ اووه کسان د ټیوب ویل د یوې نوکرۍ پر سر ووژل شول. له دې پرته دا ډول پېښې د سوابۍ، مردان، چارسدې او د صوبې په نورو ضلعو کې بیا بیا رپورټېږي.

د انګلیسۍ ورځپاڼې دې نيوز یو خبر يال جاويد عزيز چې د کورنیو لانجو، د ځمکو پر سر د شخړو په ګډون د نورو ټولنیزو ناندیرو او پېښو راپورونه جوړوي، له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې پېښې ځکه زیاتې شوې دي چې جرګې مرکې د شریفو خلکو له لاسه ووتلې،

د نوموړي په وینا اوس د جرګې مرکو اختیار له داسې زورورو خلکو سره دی چې د هغوی کردار خپله تر پوښتنو لاندې دی.

که څه هم خیبر پښتونخوا حکومت د شخړو هوارولو لپاره د ډي ار سي په نامه یوه اداره هم جوړه کړې ده خو د دې مشران یې وايي چې اوس جرګې مرکې ځکه زورور او ټوپک مار خلک کوي چې د شريف سړي فیصله او خبره څوک نه مني او د زورور هغه منل کېږي.

په ۲۰۱۴ز کال کې خیبر پښتونخوا حکومت د شخړو هوارولو جرګې (ډي ار سي) په نامه د صوبې د هرې یوې تاڼې په کچه اداره جوړه کړه چې چې خلک له تاڼې او عدالتونه لیرې خپلې لانجې هوارې کړي.

د ګل بهار تاڼې د ډي ار سي یو مشر احتشام حلیم وايي، عدالتي نظام اوږد او د پوليس کار ناکافي دي ځکه دا ډول پېښې زیاتيږي.

په چارسده کې د پشکلاوتي قامي جرګي يوه مشر او ليکوال اختر ايوب په پښتنو کې په وړو وړو خبرو جنګ جګړو او بیا د مرګونو لویه وجه بې وزلي/غربت او بیا له ډېره وخته راهیسې په سیمه کې جنګونه او ترهه ګري بولي.

د خیبر پښتونخوا د قانون او پارلیماني چارو وزیر عبدالشکور خان مشال راډیو ته وویل، چې د دوی حکومت د دا ډول پېښو مخنیوي لپاره په هره کچه ګامونه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG