سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
۶۰ کلن نامتو شاعر ادیب او ژباړونکی ډاکټر عبدالخالق زیار د دوشنبې ګهیځ د زړه دورې (سکتې) له کبله ساه ورکړه
که څه هم وفاقي حکومت د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې سره د ځینو نورو منصوبو پيلولو منظوري ورکړې خو د خېبرپښتونخوا وزیراعلي پرویز خټک یو ځل بیا غوښته کړې چې پر دې مسله دې ټول ګوندیزه غونډه راوبلل شي.
په ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶مه نېټه په پېښور ارمي پبلیک سکول باندې حمله شوې وه چې پکې یو شمېر ماشومان او استادان وژل شوي ول له دغه برید وروسته سیاسي او پوځي مشرتابه په ګډه سره د ترهګرۍ پرضد قامي تګلاره اعلان کړې وه.
د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره عمل روان دی چې په نتیجه کې یې تشدد او سختدریځۍ کمه شوې ده. خو په د پنجشنبې په ورځ په سېنېټ کې ځینې سېنېټرانو له حکومته غوښتنه کړې چې د قامي ایکشن پلان دې بیا له سره جاج واخستل شي.
د خبریالانو ژغورنې لپاره کارکونکی نړیوال تنظیم کمېټې (ټو پروفېکټ جرنلټس) په خپل جاري شوي یو رپورټ کې ویلي، سږ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۸ خبریالان وژل شوي چې پکې دوه د پاکستان خبریالانهم شامل دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي د قبایلي سیمو ټول ولس – ښځې او نر – ته دې د هغوی جمهوري حق ورکړل شي چې خپله راتلونکې خپله وټاکي. نوموړي د یکشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د ګوند بنسټښود خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي ۴۳م تلین غونډې ته په وینا کې د قبایلي سیمو اصلاحاتو وړاندیز وکړ.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ویلي، د قبایلو راتلونکې اییني او قانوني حیثیت په اړه د پرېکړې واک دې د هغو سیمو خلکو ته ورکړل شي. نوموړي وویل له افغانستان سره د ښو اړیکو پرته نه پاکستان او نه هم دا ټوله سیمه پرمختګ کولی شي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړی عبدالقهار ودان وايي، په قبایلو کې اصلاحات د ولس په خوښه په کار دي او دا چې د یو څو کسانو دریځ د ټول ولس نظر نشي کېدای. ده پر یکشنبه په اسلام اباد کې تر غونډې وروسته د قبایلي سیمو راتلونکې په اړه له مشال راډیو سره خبرې وکړې. ویډیو وګورئ
د شمالي وزیرستان د دکانونو او مارکېټونو مالکانو د زیارت په ماښام د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه.
د پاکستان وفاقي حکومت د مشترکه مفادات کونسل (د ګډو ګټو شورا) راتلونکې غونډه کې په دغه هېواد کې د سرشمېرنې او د قبایلي سیمو په چارو د غور فیصله کړې چې پکې به په د قامي مالیې کمېشن ونډې (این ایف سي ایوارډ) کې د فاټا برخې په اړه بحث کېږي.
د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي دي د قبایلي سیمو ولس له ۷۰ کالو راهیسې له خپلو حقونو محرومه ساتل شوي دي نو اوس د پاکستان وفاقي حکومت فېصله کړې چې دوي ته خپل پوره پوره حقونه ورکړي اوچې د فاټا د پارلیمان غړي هم په پارلیمان کې د خپل ولس لپاره قانون سازي وکړي.
د بشري حقونو قامي کمېسیون (نېشنل کمېشن اف هیومن رایټس) اندېښنه ښودلې چې په پاکستان کې د ماشومانو او نرښځیانو شکنجه کولو او ځورولو پېښې ورځ تر بلې سېوا کېږي.
په لاهور کې د ډنمارک د یو کلتوري مرکز په مرسته، د ماشومانو د فلمونو نړیوال سیمینار د خالي په ورځ پای ته ورسېد.
افغان کډوالو د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې په اړه مشال راډیو ته وویل چې یاد حکومت باید دوی ته د ستنېدو لپاره اوږد وخت ورکړي.
په ۲۰۰۴ز کې سپريم کورټ يوه فیصله کې ويلي ول چې د پنچايت يا جرګو له لارې يوه نجلۍ په سوره يا وني کې ورکول غير قانوني ګام دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې بايد موږ د خلکو په سوچ کې بدلون راولو. دا يوازې د حکومت کار نه دی.
د سېنېټ قایمه کمېټۍ وفاقي حکومت ته ویلي دي که په پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ کې له پښتون مېشتو سيمو تېريدونکې غربي لار شامله وي نو ورته دې وښايې او که چېرې دغه لار وجود نه لري نو بیا دې په رسنیو کې د دې لارې په اړه له اشتهارونو خپرولو ډډه وکړي.
د کراچۍ په لانډۍ کې پر هم دغه ځای د ۲۰۰۹ م کال د نومبر پر درېمه نېټه د سورلیو دوه رېل ګاډي په خپلو کې سره جنګېدلي ول چې پکې ۱۸ کسان مړه شوي او یو شمېر ژوبل شوي ول.
د وزیراعظم نوازشریف سلاکار امیرمقام نن مشال ریډیو ته ویلي دي چې عمران خان نوم د کرپشن اخلي خو ارادې يي نورې دي.
د قانوني چارو تجزیه کاران وايي که عمران خان په دغه ورځ د درنې دوران د اسلام اباد ښار تړلو هڅه وکړه نو د عدالت په سپکولو به تورن شي.
د فاټا پر اصلاحاتو د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان دریځ دا دی چې د فاټا اییني حیثیت بدلولو مخکې یوه ټولپوښتنه (رېفرنډم) وکړل شي چې قبایلي ولس څه غواړي.
نور وښیئ