سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
د پاکستان په سینټ کې د قبایلي سیمو استازي وايي چې د سینیټ په راتلونکې غونډه کې به د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په راپور بحث پیلیږي او دوی هیلمن دي چې د سینیټ ټول غړي به دا راپور حکومت ته وړاندې کړي.
د پاکستان د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وايي ټولو صوبو ته يې لارښوونه کړي چې د شيډول فور يا څلورم جدول په نامه هغه ليسټ جاج دې واخلي چې ځيني کسان پکې شامل او بنديزونه پرې لګول شوي.
عوامي نېشنل ګوند په چین پاکستان اقتصادي پروزې د یوې بلې ټول ګوندیزه غونډې رابللو غوښتنه کړېده.
په پاکستان کې د معاشي چارو کارپوهان د امریکايي ادارې دا رپوټ پر ځای بولي او وايي چې پاکستان ځکه له داسې حالت سره مخامخ دی چې انتظامي چارې پکې په سمه توګه نه تر سره کېږي.
پاکستان الېکشن کمېشن ویلي د تېر ځل په پرتله یې دا ځل په عامو ټولټاکنو کې د بې کوره شویو قبایلي ولس د زیاتې برخې اخیستو لپاره له اوسه تیاری نیولی دی او په کېمپونو کې به د ووټونو اچولو پوره پوره بندوبست کوي.
مظاهره چیانو دړکه ورکړې که چېرې دیدوی غوښتنې و نه منل شوې نو خپل احتجاج به نور هم وغځوي.
د شمالي وزیرستان د میران شاه او میر علي د مارکیټونو او دکانونو مالکان وايي حکومت دې دوی ته خپله ځمکه ورکړي دوي به پرې خپله مارکیټونه جوړ کړي.
د شمالي وزیرستان سوداګر وايي په میرام شاه او میرعلي کې یې په زرګونو دکانونه ړنګ شوي چې پکې په اربونو روپو سامامونه و خو حکومت ورته تر دې دمه هېڅ معاوضه ورنه کړه نو ځکه يې د سیاسي اتحاد په مرسته د ټول ګوندیزې غونډې رابللو اعلان وکړ چې حکومت ورته خپل حق ورکړي.
د شمالي وزیرستان د مشرانو اوه کسیزه پلاوی د یکشنبې په ورځ چین ته ولاړ. دوی د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي لارې په موضوع د فاټا په استازیتوب په چین کې په یوه غونډه کې ګډون کوي. دا مشران به اوه ورځې هلته په چین کې تېروي.
د جماعت اسلامي په ګډوند پاکستان ځینې نور سیاسي ګوندونه وايي وفاقي حکومت د تصدیقولو په نامه په ټول ملک کې په لکونو شناختي کارډونه بلاک کړي دي چې لویه شمېره یې د پښتنو ده.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل پارټۍ مشر افراسیاب خټک وویل چې دوي له حکومته غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د افغانانو د ایساریتا نېټه دې تر د کال ۲۰۲۱ پورې وغځوي او د نا-رجسټرډ هغو نوملیکنه دې زر تر زره پيل کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغو خلکو ته یوه میاشت نور وخت ورکړی دی چې جعلي شناختي کارډونه یې جوړ کړي دي. دا اعلان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې له يوې مهمې غونډې وروسته و کړ.
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ویلي دي چې هېواد یې د جنوبي اسیا د سیمې ایزې همکارۍ د سازمان له غړیو هېوادونو سره په تجارت کې پرمختګ غواړي چې لپاره یې له دوی سره هرقسمه مرستو ته تیار دي.
په پاکستان کې د بشري حقونو یوه سازمان (پاکستان انټرنیشنل هیومن رایټس ارګنایزېشن) د قبایلو او افغانستان ۷۰ زده کوونکو ته د سیاست روزنه ورکوي چې دوی د پاکستان او افغانستان له سیاسي چارو خبر شي. ویډیو وګورئ.
د دوشنبې پر ورځ د پاکستان له بېلا بېلو ښارونو څخه وکیلانو او قانون پوهانو په اسلام اباد کې احتجاجي لاریون کړی او د کوټې په برید کې له وژل شویو وکیلانو سره یې د یووالي څرګندونه وکړه. دې وکیلانو په لاسونو کې لوحې یا بینرې نیولې وې او په اردو ژبه یې نعرې وهلې چې ((وکیلان ژوندي دي)). نور په ویډیو کې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او سېنېټر عثمان کاکړ وايي، په قامي اسمبلۍ کې محمود خان اڅکزی وینا ته نه پرېښودل د جموهریت ضد کړه نه
په لومړي پړاو کې به په خېبر، مومند او باجوړ ایجنسۍ او په دویم پړاو کې به په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د انټرنېټ او موبایل سرویس شورو کېږي
په اسلام اباد کې د زیارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې پرمهال د پاکستان مسلم لیګ د اقلیتونو غړي خلیل جارج وويل، چې په اقلیتونو د ریاست ولسمشر یا وزیر اعظم جوړېدو د بندېز له کبله په پاکستان کې اوسېدونکیو اقلیتونو ته غلط پیغام ځي
په پاکستان کې د افغاني ښوونځیو مدیران واېي د روان کال په پای کې د دوی د ايسارتیا موده ختمېږي نو دوی سره غم دی چې د خپلو ښوونځیو سره به څه کوي؟
د څلور واړو ملکونو پوځي مشران په دې سلا شوي دي چې دوی به د ترهه ګرۍ د خاتمې لپاره له یوه بله سره خفیه مالومات شریکوي او وخت په وخت به له یوه بله سره سلا هم کوي.
نور وښیئ