د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د ترهګرۍ ضد قامي تګ لاره يې عملي کړې


د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره عمل روان دی چې په نتیجه کې یې تشدد او سختدریځۍ کمه شوې ده. خو په د پنجشنبې په ورځ په سېنېټ کې ځینې سېنېټرانو له حکومته غوښتنه کړې چې د قامي ایکشن پلان دې بیا له سره جاج واخستل شي.

د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې د سېنېټ په غونډه کې د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې د سېنېټر په ګډون ځینې نورو سېنېټرانو تحریک التوا وړاندې کړل او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ ضد قامي تګ لاره په سم ډول عمل نه کېږي باید چې حکومت خپل پام وګرځوي.

د جمعیت علما اسلام (ف) ډلې سېنېټر حافظ حمدالله وویل چې حکومت له پکار دی چې د قامي اېکشن پلان بیا له سره جاج واخستل شي:

”نېشنل ایکشن پلان د هغه ادارو جوړ شوي پلان دی د سپریم کورټ د جج فایز عیسی کمېشن رپورټ دا وايي ټولې ادارې د ترهګرۍ پر مخنیوي کې ناکامه دې او نېشنل ايکشن پلان هم ناکامه ده هغه پر خپل رپورټ کې لیکلي دي چې دا بشپړ پلان نه دې نو پکار داده چې موږ د دغه رپورټ تر رڼا لاندې جاج واخلو د نېشنل ایکشن پلان او په دوه کاله کې چې د قامي تګ لارې په زریعه عملیات شوی چې د هغوی جاج هم واخلو ځکه چې په دې کې امتیازي کاروایانې شوي دي د علاقیت صوبایت او لسانیت نه پرته د مذهبي طبقې خلاف ډېرې کاروايي شوي دي”

د بهرنیو چارو وزیر مملکت بلیغ الرحمان وویل چې په قامې تګ لاره پوره پوره عمل روان دی او تر دې دمه دوی لس کروړه سیمو بند کړي او په سلګونو مشکوک مدرسې یې بند کړي او په پنجاب کې د وسله والو پر ضد د ترهه ګرۍ پر وړاندې د نه زغم په تګ لاره روان دي.

د نوموړي په وینا چې دې دوران دوی د وسله والو اکاونټونه هم کنګل کړي چې له کبله يې په ترهګرۍ او سختدريځۍ کې کمې راغلې دې.

مشال راډیو چې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو د اکاونټونود کنګل کولو په عمل باندې د دفاعي چارو تجزیه کار ریټایرډ کرنل خالد منیر وپوښتل نو هغه وویل چې دا سمه خبره ده چې له دې عمل نه دغه تنظیمونه کمزورې کېږي خو حکومت له به د دې پرته نور کار هم کول وي:

” دا حکومت چې نن سبا کومه د بهر ملکونو فنډنګ کېږي مدرسو ته نو موږ خلک چې بغیر له تپوسه مدرسې ته فنډ ورکوو صدقې ورکو او چې قرباني وکړو نو د هغې څرمن په پټو سترګو ورکوو نو په دې فنډنګ کې موږ هم ککړ یو او بله دا خبره ده چې فنډنګ ودرول خو ډېره ښه خبره ده د دې په اثرات مخې ته راځي”.

هم دا رنګ چې مشال راډیو په اسلام اباد کېد وفايي چارو یو بل تجزیه کار عصمت وزیر وپوښتل نو هغه وویل:

” که څه هم د سېنېټرانو خبره سمه ده خو حکومت هم دې لړ کې کار کړی دی خو بیا هم پکار ده چې دا رنګ په حکومت باندې مخالفه ډلې فشار راولي ځکه چې د قامي ایکشن پلان عملي کولو لپاره کومې کمېټۍ جوړې کړې شوې وې یا نیکټا جوړه کړې شوې هغه فعاله نه ده نو باید چې لومړۍ نیکټا فعاله کړې شي”

په ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶مه نېټه په پېښور ارمي پبلیک سکول باندې حمله شوې وه چې پکې یو شمېر ماشومان او استادان وژل شوي وو له دغه برید وروسته سیاسي او پوځي مشروالۍ په ګډه سره د ترهګرۍ پر ضد قامي تګ لاره اعلان کړې وه.

XS
SM
MD
LG