سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
ه دې ټاکڼو کې د حکمران مسلم ليګ (ن) له خوا د نوازشريف ښځه کلثوم نواز، د تحريک انصاف ډاکټر ياسمين رشيد او د پيپلز ګوند فیصل مېر مهم اميدواران ګڼل کيږي. دلته تر ۴۰ زياتو کسانو ځانونه کانديد کړي دي.
په اعلامیه کې د پاکستان له وفاقي حکومته غوښتنه شوې چې قبایلي ولس ته دې د هغوی ټول بشري، سیاسي او قانوني حقونه ورکړي، د سیمو د پرمختیا لپاره دې ۱۰ کلن پلان جوړ کړي او قبایلو ته دې د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې استازیتوب ورکړي.
د پاکستان او افغانستان بهرنيوو چارو وزیران روانه میاشت د امریکا په نیویارک کې کېدونکې د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال په ملاقات سلا شوي دي. دا غونډه د روانې سپتمبر مياشتې پر ۱۹مه پیلېږي.
سپریم کورټ په خیبر پښتونخوا کې په تعلیمي ادارو کې د نشه يي توکیو کارولو پرضد نوټس اخېستی او له صوبايي حکومته يې رپورټ غوښتې چې په دې لړ کې یې څه ډول اقدامات کړي؟
په اسلام آباد کې د اتوار په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلیماني مشر ناصرخان اپرېدي په مشرۍ کېد فاټا ځینې د پارلیمان غړیو غونډه وشوه چې پکې يې د شماریاتو ادارې لخوا د سرشمېرنې رپورټ رد کړو.
د پاکستان د شماریاتو ادارې د شپږمې سرشمېرنې ابتدايي رپورټ وړاندې کړی دی چې پکې د پاکستان ټوله ابادي ۲۰ کروړه ۷۷ لکه ښودل شوې دی.
د اطلاعاتو وزارت او د پاکستان هنرونو قامي ادارې ته وویل شول چې قبایلي سیمې جنګ ځپلې دي باید چې د امن پرځای کولو لپاره دې هلته کلتوري پروګرامونه ډېر کړل شي او د دغه سیمو هنرمندانو او فنکارانو لپاره دې د مرستو بندوبست هم وکړل شي.
په اسلام آباد کې د شنبې/اتوار په ورځ د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په یوه بیان کې ویلي چې حکومت په فاټا اصلاحاتو کې سنجیده دی او غواړي چې ژر تر ژره قبایلي ولس په قامي بهیر کې شامل کړي.
د قبايلي سيمو قدرتي افتونو د نظم ادارې (ایف، ډي، ایم، ای) چارواکي وايي چې د جنوبي وزیرستان د بې کوره شوو خلکو د واپسۍ وروستئ مرحله د جولايي په پنځه ويشتم تاريخ پيليږي چې د اګست تر پنځمې پورې به دوام ولري.
د پاکستان په سېنټ کې د قبایلي سیمو استازو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په قبایلي سیمو کې دې ژر تر ژره ایف سي ار ختم کړي او هلته دې هم د نور پاکستان غوندې قانون عملي کړي.
د خبرتیا او خپرونو لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ وفاقي حکومت ته ویلي چې په سمدستي توګه دېد خبریالانو د تحفظ بل عملي کړي او له دې وروسته دې صوبايي حکومتونه هم پر دې بل کار وکړي.
د پاکستان سېنيټ ځيني غړي وايي پر انټرنيټ د جرمونو مخنیوي لپاره جوړ شوی قانون بايد غلط استمعال نه شي. د جولايي په ۱۹ تاريخ اسلام اباد کې د سينيټ په يوه غونډه کې ځينيو سينیټرانو غوښتنه وکړه چې د دې قانون غلط استعمال مخنیوي لپاره بايد پکې بدلونونه وشي.
په پاکستان کې یو پلو د اپوزېشن لوی ګوندونه له وزیراعظم نواز شریف څخه د استعفی غوښتنه کوي بلې خوا ته نوموړي د خپل ګوند له مشرتابه سره تر سلا مشوره وروسته په ډاګه ویلي چې له وزیراعظمۍ څخه به لاس وانخلي.
د پاکستان په سېنټ کې د قبایلو او سرحدونو لپاره قایمه کمېټۍ مشر هلال الرحمان د قبایلي سیمو پر پولېټېکل ایجنټانو تور پورې کړی چې هغوی په درغلیو کې ککړ دي.
د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ويلي دي چې د نړيوالو ملګرو هيوادونو په مرسته به په افغانستان کي د امن لپاره کار کوي.
د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د دوشنبې پر ورځ د کوچني اختر لمونځ وشو او خلکو یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې. ګڼ خلک د اسلام اباد فیصل جومات ته د لمانځه لپاره ورغلي ول او د جومات دننه ننوتکو تالاشي اخیستل کېده. د باران ورېدو له کبله موسم هم ښه وو. ویډیو وګورئ.
که څه هم د پاکستان ځنې سیاسي ګوندونو غوښتل چې وزیراعظم نوازشریف د پاناما اسنادو لړ کې د نورو پلټنو لپاره جوړې پلټنيزې ډلې ته وړاندې شي د کومې روستو چې نوموړی یاد ډلې ته پېش شو.
د پاکستان سپریم کورټ یوولس کاله پس د مذهب د سپکاوي په تور تورن د یو تن پرضد د کره ثبوتونو نه وړاندې کولو له کبله بري کړ او یې ویل چې خلک د شخصي دښمنیو لپاره خلک په داسې مقدمو کې ښکېلوي.
د پښتو فلمونو پخوانیو ډایرېکټرانو وینا ده چې د اوسنیو فلمونو په پرتله پخواني فلمونه ځکه کامیاب ول چې موسیقۍ او کیسې ته به يې ډېره پام کاوه.
د پاکستان د ولسمشر ممنون حسېن لخوا د دې هېواد د پارلیمان ګډې غونډې ته د وینا پر وخت د حکومت مخالفه ډلو ترڅنګ د فاټا ځينو پارلیماني غړیوهم احتجاج وکړ. قبايلي استازيو غوښتنه کوله چې فاټا اصلاحات دې ژر تر ژره عملي کړل شي.
نور وښیئ