سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
د کورمې اوسېدونکي وايي، په وروستیو کلونو کې په ناامنیو او عملیاتو کې د دوی کورونه ړنګ شوي یا تاواني شوي ول او حکومت ورته د تاوان ورکولو وعدې ورکړې وې، خو لا یې هم پیسې نه دي ورکړې. په دوی کې ځېنو له مشال راډیو سره خبرې کړې دي.
د فاټا اصلاحاتو کمېټۍ وړانديزونه نن (ګل يا دوشنبه) په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کېږي چې پکې به په رواج ایکټ او قبايلي سيمو ته د عدالتونو واک پر غځولو بحث کيږي. له قبايلي سيمو څخه د قامي اسمبلۍ ځيني غړي هيله لري چې دا اصلاحات به منظور او قانوني شي.
د پاکستان سېنېټ یوې قایمه کمېټۍ د سیمه ییزې ژبو، ملي ګرځولو لپاره آئیني ترمیمي بل منظور کړ او د وروستۍ منظورۍ لپاره يې سېنېټ ته استولی دی.
وفاقي حکومت ویلي دي چې د فلمي صنعت د بحالئ او پرمختګ لپاره اقدامات کوي ځکه چې د ترهه ګرئ او سخت درېزئ پر ضد د فلم په زریعه په موثر انداز پوهه خورېدای شي او امنیت تههم لار هوارېدای شي.
خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د فاټا استازو وويل چې مرکزي حکومت د قبايلي سيمو اصلاحاتو کې له ځنډه کار اخلي.
په سرکاري پوهنتونونو کې په برداشت او روادارۍ لیکچرې ورکړل شي ځکه چې په پاکستان کې ورځ په ورځ په خلکو کې زغم په ختمېدو دی
د سپریم کورټ لخوا د پانامه اسنادو لړ کې د راغلې فیصلې وروستو ځینو سیاسي ګوندونو له وزیراعظم نوازشریفه غوښتنه کړی چې له خپلې څوکۍ دې استعفا ورکړي ګنې دوی به یې پرضد تحریک پیل کړي.
د اسلام اباد په لوک ورثه کې ۱۰ ورځنۍ کلتوري مېله روانه ده چې ورته د پاکستان له هرې سیمې څخه هنرمندان ورغلي دي. دې مېلې ته د پښتونخوا او بلوچستان پښتون مېشته سیمو هنرمندان هم ورغلي چې له ځېنو سره شوې خبرې، موسیقي او سندرې په ویډیو کې لیدلای شئ.
په لوک ورثه اسلام آباد کې له نن نه لس ورځنۍ لوک مېله له پېلېږي چې پکې له ټول پاکستانه وولسي فنکاران ګډون کوي
له خیبر پښتونخوا د الخېر پوهنتون زده کونکیو په اسلام آباد کې د لوړو زدهکړو کمېشن مخې ته احتجاج کې غوښتنه کړې چې د دوی سندونه دې تصدیق کړي.
که څه هم یوه خوا د افغانستان د ټرکونو ډرایوران وايي چې په پاکستان کې يې پولیس ځوروي نو بل پلو د پاکستان د ټرکونو ډرایوران هم دا ګیله کوي چې د افغانستان پولیس ورسره ښه رویه نه ساتي.
د دوشنبې یا ګل له ورځې د قبایلي سیمو سوپرلیګ په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې چې پکې د ټولو سیمو کرکټ لوبډلې برخه اخلي. په دې کې یوه د ((کورمې ګلونه)) نومېږي چې مشري یې حاجي منیر اورکزی کوي. له نوموړي سره په ویډیويي مرکه کې د دې لوبډلې د لوبغاړو او د هغوی انتخاب پر موضوع خبرې شوې دي.
لاهور کې احمدیه جماعت په خپل یوه جاري کړي کې ویلي چې له ۱۹۸۴ م کاله راهیسې په پاکستان کې د دوی د ټولنې څه باندې دوه نیم سوه کسان په فرقه ییزه پېښو کې وژل شوي دي
د جماعت اسلامي ګوند ښځینه زده کونکو تور پورې کړی چې په پنجاب کې پښتنو زده کونکو د جماعت اسلامي ګوند د ښځو څانګې پر مشرې سمعیه راحیل قاضي برید کړی وو.
له سویېلي وزیرستانه پارلېماني غړی مولانا جمال الدین وایي حکومت ورسره ژمنه کړې چې راجسټرډ بې کوره شوي قبایل که هر چېرته وي په سرشمېرنه کې به په خپلو سیمو کې حسابېږي.
د پاکستان سوپر لیګ کرکټ سیالیو وروستو د فاټا سوپر لیګ په نوم کرکټ سیالۍ کېږي. د قبایلي سیمو اوسېدونکي وايي چې دوی ډېر تکړه لوبغاړي لري چې د دغه لوبو له لارې به یې نه یوازې وړتیاوې رابرسېره شي بلکې دغه ډول سیالۍ یې د سیمې امن او سوکالۍ لپاره هم ګټورې دي.
په پاکستان کې اوسیدونکي سيکان وايي په ملک کې پر روانو سرشمېرنو اندېښنې لري، ځکه چې د سر شمېرنې په فورمو کې د نورو لږکیو ذکر شته خو د دوی د مذهب نوم پکې نه دی شامل کړل شوی.
په پاکستان کې له ۱۹ کالو وروسته د سرشمېرنه بهیر روان دی چې په دوه پړاوه کې به تر سره کېږي.
ال فاټا سیاسي اتحاد له ډېري مودې راهسې له حکومته غوښتنه کوي چې لکه د نورو پاکستانیانو په څېر دې قبایلو ته هم حقونه ورکړل شي او قبایلي سیمې دې په سمدستي توګه په خېبرپښتونخوا ورګډې کړل شي.
نور وښیئ