سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزرات په اسلام اباد کې مذهبي ډلو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی دی چې خپل احتجاج پای ته ورسوي.
د دې جرګې مشرانو او غړو مشال راډیو ته وویل، د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ په ملاقات کې ورته عباسي ډاډ ورکړ چې د ۲۰۱۸ز کال تر پارلېماني انتخاباتو مخکې به د قبایلو اصلاحات عملي کول پیل کړي.
آیاز وزیر وویل شاه جي ګل او دا نور ملګري دې له دوی سره کښېني او دوی ته دې خپل دلیل و وايي او دوی به هغوی ته خپل دلیل و وايي که د هغوی په دلیل کې د قبایلو ډېره ګټه وه نو دوی به يې ورسره ومني او که د دوی په دلیل کې د قبایلو ګټه وه نو هغوی دې ور سره ومني.
له قبایلي سیمو نه د پارلمان غړیو هم وخت په وخت ویلي چې د ۲۰۱۷م کال په سرشمېرنه کې د دغې سیمې ابادي ډیره لږه ښودل شوې ده او په لکونو بېکوره کړل شوي خلک په کې نه دي شمیرل شوي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر ویلي که وفاقي حکومت فاټا اصلاحات عملي نه کړل او قبایلي سیمې يې پر خېبرپښتونخوا ورګدې نه کړې نو پر ضد به پراخه ټلواله [ګرانډ الائنس] جوړوي او تحریک به پيلوي.
د پاکستان واکمن مسلم لیګ نواز ګوند وايي، د راتلونکې سه شنبې یا چارشنبې په ورځ به له قامي اسمبلۍ د نویو انتخاباتي حلقوبل منظور کړي. بلخوا د دې هېواد الیکشن کمېشن وايي که حکومت د نویو حلقه بندیو په اړه بل ژر تر ژره منظور نه کړ نو راتلونکې عام انتخابات د ځنډ ښکار کېدای شي ځکه چې د انتخاباتو تیاري په
د ځوانانو جرګې غړو د ملاقات پر مهال د قبایلي سیمو د راتلونکي په اړه خپلې غوښتنې رضا رباني ته وړاندې کړې دي.
په اسلام آباد کې د چارشبنې په مازیګر د قبایلي سیمو د ځوانانو له یو جرګې سره ملاقات کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان وفاقي حکومت ته وویل چې په لس ورځو کې دننه فاټا اصلاحاتو په اړه خپله پالیسي څرګنده کړي ګني دوی به پرضد تحریک پیل کړي او تر هغه به دغه تحریک روان وي چې تر څو د قبایلو غوښتنې ونه منل شي.
شاهد خاقان عباسي د خالي پر شپه د پاکستان ۲۴ نیوز ټېلېوېژن ته په یوه مرکه کې وویل، څو ورځې مخکې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن اسلام اباد ته ورغلی وو نو دوی ورته وویل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه د پاکستان خپل جنګ دی چې پکې هرې همکارۍ ته تیار دی
په پاکستان کې د امن لپاره پر پښو ګرځېدونکی کهرل زاده کثرت رای نومي تن د پاکستان له مدني ټولنو سره په ګډه د فاټا اصلاحاتو لپاره له پېښوره تر اسلام اباده پر پښو تګ اعلان کړی دی.
د چارشنبې په ورځ د وفاقي تعلیم لپاره د قامي اسمبلۍ د قایمه کمېټۍ په غونډه کې د قاید اعظم پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر جاوېد اشرف ته ویل شوي چې دا مسله هواره کړي.
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پخواني پوځي واکمن او سرلښکر جنرال پروېز مشرف د نیولو حکم کړی او امر یې کړی چې که هر چېرته ولیدل شو نو عدالت ته دې وړاندې کړل شي.
وفاقي حکومت ویلي چې په ولسي کچ د فتوو ورکولو د مخنیوي لپاره يې د عالمانو او پوهانو یو کونسل جوړ کړی ځکه چې فتوا ورکول یواځې د ریاست زمه واري ده او هېڅ یو تن ته اجازت نه شته چې هغه د چا پرضد فتوا ورکړي.
د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو ځینو غړو د یو شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د نهم اکتور د احتجاج په اړه سلا مشوره کړې ده.
د قبایلي سیمو ځنې پارلیماني استازي نن [جمعه] په دویمه ورځ هم د پارلیمان مخې ته په احتجاج دي او له حکومته يې غوښتنه ده چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړي. د مشال راډيو خبريال سراج ظهير ويډيو
بل پلو د حکومتي ګوند غړیو وینا ده چې حکومت فاټا اصلاحات کول غواړي خو قبایلي استازي په خپلو کې یوه خوله نه دي.
د قبایلي سیمو ځینې پارلیماني استازي وايي ،د فاټا اصلاحاتو په لړ کې یې د غوښتنو یو مسوده تیاره کړې ده او ډېر ژر به يې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته وړاندې کړي.
د سېنېټ قایمه کمېټۍ په اسلام آباد کې د سختدریځه وسله والې ډلې داعش جنډې په لګولو اندېښنې ښودلې او له داخله وزارته يې غوښتي چې د پېښې رپورټ دې ورکړي چې تر شا یې د چا لاس دی.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان له حکومته غوښتنه کړی چې فاټا دې ژر تر ژره په خېبر پښتونخوا کې ورګډه کړي.
د پاکستان د ټاکنو کمیسون وینا ده چې د قبایلي سیمو په ګډون به په ټول پاکستان کې د نویو شناختي کارډونو جوړونکیو د ووټونو لپاره د راجسټرولو عمل شورو کوي.
نور وښیئ