سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
د یکشنبې پر ورځ، په کراچۍ کې د متحده قامي موومنټ لندن ډلې د یوه مشر او د پوهنتون پخواني استاد ډاکتر حسن ظفر عارف مړی موندل شوی.د جناح روغتون ویاندې ډاکترې سیمي جمالي مشال راډیو ته وویل، پولیسو د نوموړي مړی د یکشنبې پر ورځ وروړی چې دوی یې پوسټ مارټم کوي.
د قبایلي سیمو ځوانانو د پارلیمان او پرېس کلب مخې ته د احتجاج په توګه د لاسونو زنځیر جوړ کړې او غوښتنه يې کوله چې قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا ورګدې کړي.
اسلام اباد کې د شورو په مازیګر ناوخته د سېنېټر هلال الرحمان په مشرۍ د سېفران لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ غونډه وشوه.
شریف د خالي پر ورځ په سرګودې کې یوې جلسې ته په وینا کې تور پورې کړ چې د سپریم کورټ د یوې فیصلې له کبله په هېواد کې انتشار، سیاسي او اقتصادي بحران پیدا شوی دی.
د پاکستان د سیاسي صورتحال په اړه د ځینو حکومتي وزیرانو او اتحادیانو وینا ده چې که چيرې مخالفو ګوندونو د حکومت ړنګولو لپاره هلې ځلې هم داسې وساتلې نو د سېنېټ انتحابات به پر خپل وخت ونه شي.
د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، فاټا ګرېنډ الاينس او فاټا سپريم کونسل له خوا په اسلام اباد کې د قبايلي سيمو په خېبر پښتونوخوا کې په ممکنه توګه د ورګډولو پرضد احتجاج روان دی.
د پاکستان حکومت ویلي دي د فلمي صنعت د بحالۍ او پرمختګ لپاره اقدامات کوي او دې لړ کې يې یوه منصوبه شورو کړې ځکه چې د ترهه ګرۍ او سختدرېځۍ پرضد د فلم په زریعه په موثر انداز پوهه خورېدای شي او امنیت ته هم لار هوارېدای شي.
د احتجاج پيلولو فيصله د شنبې (خالي) پر ورځ په اسلام اباد کې د تحريک انصاف مشر عمران خان په مشرۍ په شوې غونډه کې وشوه.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن اعلان کړی دی چې د نوو حلقه بندیو بهیر به د جنورۍ له ۱۵مې نېټې پیل کړي چې پر وخت ټاکنو ته زمینه برابره کړي.
د فاټا ځنې د پارلیمان غړي له حکومته ګیله کوي چې د فاټا د اصلاحاتو عملي کولو لړ کې له سنجیدګۍ کار نه اخلي او څو څو واره يې دغه بل د قامي اسمبلۍ له ایجنډې لېرې کړ.
د زیارت/پنجشنبې ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ په غونډه کې یو وارې بیا د فاټا اصلاحاتو بل وړاندې نه کړل شو. د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ وینا وه چې پر دې معامله د سلا مشورو لپاره نور وخت ورته پکار دی.
د پاکستان وزيراعظم هوډ کړی چې د مشکلاتو سربېره به هم حکومت خپلې چارې پرمخ وړي.
د پاکستان د خزانې سېنېټ قایمه کمېټۍ د خزانې وزارت ته امر کړی چې په قبایلي سیمو کې د صحت او تعلیم په څانګو کې په خالي څوکیو دې ځوانان وګماري.
د کورمې په بوړکي کې د ایف سي ځواک او مقامي خلکو ترمینځ د لارو په سر راپورته شوې کړکیچ تر خبرو وروسته پای ته ورسېدو.
په خېبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ناروغۍ پرضد په دې روستیو کې ترسره شوي د څاڅکو مهم کې که یوه خوا په زرګونو ماشومان په کورنو کې د غېر موجودګۍ له وجې له څاڅکو پاتې شوي نو بلخوا د یو شمېر ماشومانو مور او پلار خپلو بچو ته د ګوزن څاڅکو ورکولو څخه هم انکار کړی دی.
د پېښور ډاکتره زرینه حسن د سترګو په یوې ناروغۍ اخته ده چې له کبله یې له ۹۰ فیصده بینایۍ څخه بې برخې شوې ده. نوموړې پر دې سربېره انځورګري کوي. دې په پاکستان کې طب لوستی او بیا یې له برتانیا څخه د وایرسونو په مطالعاتو کې تخصص کړی دی.
د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې پېمرا پر خبري تلوېزونونو لګولی بندېز لرې کړی او د راپورونو پر اساس د بندېز سره مخامخ شوې ټولې رسنۍ اوس بېرته فعالې شوي او خپرونې یې پیل کړې دي.
د ګل له ورځې د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون په ټول پاکستان کې د ګوزڼ رنځ پرضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو درې ورځنی مهم پیل شو.
نواز شریف د پاناما اسنادو په اړه د جوړې شوې ګډې پلټنیزې ډلې په اړه وویل چې د دغې کمیټۍ د ريښتیاوو په اړه به هم ولس ته مالومه شي. د نوموړي په وینا دا یوه تماشه وه، چې د ده پرضد خلکو ته وښودل شوه.
د خالي په ورځ د پېښور های کورټ د قاضي وقار احمد سېټ په مشرۍ په یوه اورېدنه کې دغه پرېکړه شوې ده. د وکیلانو یو ټولګي د ځینو کورنیو په استازیتوب په عدالت کې درخواست جمع کړی و چې ځیني سکولونه عین په رخصتیو کې هم د ماشومانو نه فیسونه اخلي.
نور وښیئ