د اورېدنې تر پیل وروسته د پروېز مشرف وکیل انور منصور عدالت ته وویل، ده ته ګواښونه شوي دي او د شپې یې د کور ور ټکول شوی دی. ده له عدالته غوښتنه وکړه چې نن دې اورېدنه نه کوي ځکه چې په ذهني توګه تیار نه دی. خو د قاضي فیصل عرب په مشرۍ دري کسیزع عدالت وویل، اورېدنه به هم کېږي او مشرف به هم عدالت ته حاضرې