د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې بریدونه، د یوه قاضي په ګډون ۱۱ وژل شوي

اسلام اباد - د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دوو ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي دي.


د اسلام اباد د پولیسو مشر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا پېښه د دوشنبې (ګل) ورځې پر سهار د اسلام اباد په اېف اته مرکز کې په کچریو کې شوې ده.

د چارواکو په وینا، په وژل شویو کې ايډيشنل سيشن جج هم شامل دی.

په پېښه کې تر ۲۰ زیات کسان ټپي شوي دي.

د پولیسو چارواکي وايي چې بريد کوونکي د قاضیانو او وکيلانو چيمبر ته روان ول خو د پوليسو په درولو دوو ځانمرګو چاودنه وکړه.

وسله والو طالبانو مشال راډیو ته ویلي چې د دوی له دې پېښې سره هیڅ تړاو نشته.

د یادونې وړ ده چې تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره د سولې خبرو لپاره د یوې میاشتې اوربند اعلان کړی دی.
  • انځور سایز

    احمد الله

    احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.

  • انځور سایز

    رابعه اکرم خان

    رابعه اکرم خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریاله ده. 

XS
SM
MD
LG