د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د قايمه کميټۍ يو چارواکی وايي، چې د کورنیو چارو وزارت مرکز اسلام اباد د هېواد انتهايې خطرناک ښار ګرځولی دی.
له مشال راډيو سره په خبرو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې په وړاندې شوي رپوټ کې راغلي، په دغه ښار کې د القاعده، تحريک طالبان پاکستان او لشکر جنګوي وسلوال پټ دي.