خالد خان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو راپورونه جوړوي.
د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي زده کونکې مشال خان پلار وايي کورنۍ یې له حکومته د انصاف غوښتنه لري. زموږ همکار خالد خان په زېده صوابۍ کې د مشال خان پلار محمد اقبال کور ته ورغلی او له هغه یې پوښتلي، ځېنو خلک داسې نظر ورکړئ چې د عبدالولي خان پوهنتون دې ستا د زوی په نامه شي نو تاسو څه
په پېښور کې د پښتو نومیالي بزرګ شاعر رحمان بابا کلنی عرس یا مېله پای ته رسېدلې. دې مېلې ته ګڼ پوهان، لیکوالان او شاعران ورغلي ول چې د رحمان بابا پر مزار یې له ویناګانو سره مشاعره هم کړې. ویډیو وګورئ.
دا اونۍ د مشال مرکې مېلمه د قبایلي سیمو د ناورینونو د نظم د ادارې FDMA مشر محمد خالد دی. نوموړي په دې مرکه کې مشال راډیو ته وویل چې د دوی اداره پهه قبایلي سیمو کې د افتونو پر مهال د خلکو سره پر وخت مرستې کوي.
ډاکټر سهروردي وایي قبایلي سیمو ته علاقه غیر او یا ازادې سیمې وییل سمه نه ده، ځکه چې فاټا کې ایف سي ار قانون نافذ کړل شوی وو، او قبایل د قانون لاندې وو، نه چې ازاد ول.
د پېښور پوهنتون د پاکستان سټډي سنټر ډایریکټر پروفیسر ډاکټر فخرالاسلام نن په مشال مرکه کې میلمه دی او د پاکستان جوړیدو نه پس په دغه هیواد کې چې څومره سیاسي او آییني بحران راغلی دی، په هغې خبرې کوي. په خیبر پښتونخوا کې د ریفرنډم کیسه او بیا په دغه صوبه کې لومړني منتخب حکومت د ماتېدو په اړه مشال راډیو
سبهاش چندر بوس د هندوستان د ازادۍ یو پیژندلی اتل دی چې د انګریز خلاف يې مبارزه کړې وه.
لیکوال او شاعر سعدالله جان له څو لسیزو راهېسې په شعر او نثر کې د پښتو خدمت کړی دی. نوموړي په دې وروستیو کې د پښتنو په اصل نسل باندې یو کتاب لیکلی دی.
نن په مشال مرکه د قبایلي سیمو لپاره د جمعیت علما اسلام مشر مفتي عبدالشکور سره خبرې کوو. مفتي عبدالشکور وایي په قبایلي سیمو کې باید اصلاحات د فاټا د ولس په خوښه وشي.
ډاکټر خان وايي که څه هم اعلا زده کړې یې کړي او يو څېړنيز مرکز يې هم درلودو خو له خپلو پښتنو سره بې کچې مينې دې ته مجبوره کړو چې پر خپل نوم يو تحريک پېل کړي. نوموړی وايي د پښتنو خراب ژوند، يوبل وژنې، پر يو بل ملنډو او داسې د
خو نوموړی وايي اوس به ډېر ژر د يوې خبري غوندې د لارې ټول رازونه په ډاګه کړ، البته په بیا بیا پوښتنې کولو سربېره یې نه د رازونو په اړه څه وویل او نه یې د دې افشا کولو نېټه وښوده. دی وايي، که د ثبوتونو وړاندې کولو باوجود هم عمران خان په
د شورو په ورځ په پېښور کې یوه ځانګړي عدالت د نړيوال شهرت لرونکې شریت ګلې ضمانت په دې دلیل و نه مانه چې هغه د افغانستان اوسېدونکې ده او په ناقانوني توګه په پاکستان کې اوسېږي.
عوامي نېشنل ګوند د چين ــــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې پرضد د اکتوبر په څلورمه نېټه په ټول پاکستان کې د احتجاجي مظاهرو اعلان کړی دی.
خېر البشر د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د خپل کور مخې ته د ماشومانو لپاره له لرګي څخه واړه ټرکونه او نور د لوبو سامان جوړوي او بيا يې پر لارويانو پلوري. که څه هم نوموړی په کسب ترکاڼ (نجار) دی خو د تيرو شلو کلونو راهيسې سخت کار نشي کولای. خالد خان په دې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د څمکنو مرکز کې افغان کډوال وايي، دوی د مرکز دننه او پر سړک په ګنټو ګنټو انتظار کوي او په سخته ګرمۍ کې په اوږدو قطارونو کې ولاړ دی.
افغانستان ته ستنېدونکي کډوال د رجسټرېشن په مرکز کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير محمد عاطف خان د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې په نصاب کې د پښتنو اتلانو او نورو مسايلو په اړه ټول مضامين له سره اروزل کيږي او شوې غلطيانې به اصلاح کيږي.
په پبیو کې د خیبر پښتونخوا اطلاعاتو پخواني وزیر او عوامي نیشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین زوی میا راشد حسین شپږم تلین غونډه شوې. د اتوار پر ماښام شوې دې غونډې ته ګڼ خلک ورغلي ول چې تابیا یې میا راشد حسین بنسټ کړې وه. ویډیو وګورئ.
د صوابۍ ضلعې پولیس چارواکو پر دوشنبه مشال راډیو ته وویل، د یکشنبې پر ماښام د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی او سیمه ییز مشر شعېب خان په خپله هجره کې ناست وو چې وسله وال ورغلل او ډزې یې ورباندې وکړې.
په پېښور کې د افغانستان جنرل قونصل ډاکتر عبدالوحید پویان په نړیوالو حقوقو کې دوکتورا لري، ډېپلوماټ دی او ورسره لیکوال او شاعر هم دی. په دې ویډیو کې نوموړی خپل دوه شعرونه وايي. راځئ چې ویې ګورو.
د خیبر پښتونخوا د شانګلې ځېنو کلیو اوسېدونکي او منتخب انتظامي چارواکي وايي، سیمه له سړک، روغتون او د ژوند له نورو اسانتیاو محرومه ده. دا سیمه د اباسین تر غاړې او د لوړو غړونو په لمن کې پرته ده. اوسېدونکي وايي، د سیمې یوازینی ۳۰ کېلومیټره سړک خام او خراب دی. تفصیل په دې رپورټ کې.
نور وښیئ