سبهاش چندر بوس د هندوستان د ازادۍ یو پیژندلی اتل دی چې د انګریز خلاف يې مبارزه کړې وه.
هغه چې کله له هندوستانه د افغانستان پر لار جرمني ته تلو نو په پېښور کې ورته د عباد خان په نوم یو تن پناه ورکړې وه.
د مشال راډیو خبریال خالد خان د نوښار پیرپیايي کلې ته تللی دی او د عبادخان له ۷۰ کلن زوی سراج کاکا سره یې مرکه کړې ده.