د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شربت ګلې ضمانت رد کړل شو


د شورو په ورځ په پېښور کې یوه ځانګړي عدالت د نړيوال شهرت لرونکې شریت ګلې ضمانت په دې دلیل و نه مانه چې هغه د افغانستان اوسېدونکې ده او په ناقانوني توګه په پاکستان کې اوسېږي.

شربت ګلې چې د نېشنل جیوګرافیک ګڼه کې یې د جاذبو شنو سترګو یو تصویر له چاپېدو وروسته جهاني نوم وموند یوڅو ورځې وړاندې په پېښور کې فېډرالي پلټونکې ادارې (اېف ای اې) چارواکو په دې تور ونیوله چې هغې په ټګۍ د پاکستان شناختي کارډ جوړ کړی دی او په ناقانونه توګه په دغه ملک کې اوسېږي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال هیله ښودلې وه چې شربت ګله به ژر په ضمانت خوشې کړل شي. خو په پېښور کې د خصوصي عدالت ججې فرح جمشېد د هغې د ضمانت لپاره کړی درخواست و نه مانه.

د خصوصي عدالت پرېکړې په غبرګون کې د شربت ګلې وکیل محسن داوړ وویل، د عدالت دلیل دا وو چې هغې په ټګۍ د پاکستان شناختي کارډ جوړ کړی او په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسېدله نو ځکه یې د هغې د ضمانت لپاره ورکړی درخواست رد کړ.

په پېښور کې د افغانستان قونصلګرۍ یوه چارواکي عبدالحمید جلیلي مشال راډیو ته وویل، دوی به د شربت ګلې په ضمانت خوشېکېدو لپاره د پاکستان های کورټ ته ځي. نوموړي وویل دوی تمه نه لرله چې خصوصي عدالت به د شربت ګلې خلاف فیصله ورکړي خو اوس دوی غواړي چې د دغه فیصلې خلاف خپل اپیل های کورټ ته یوسي. نوموړي زیاته کړه چې دوی ته د شربت ګلې مقدمه ډېره مهمه ده.

د قانوني چارو ماهر او ډان ورځپاڼې خبریال وسیم احمد شاه وايي، چې که د پاکستان حکومت د شربت ګلې خلاف خپله مقدمه واخلي، نو بیا دغه کېس هېڅ ارزښت نه لري. خو د شربت ګلې په شناختي کارډ جوړولو کې د نادرا ادارې چارواکي هم لاس لري. دی وايي، له پاکستان سرکار سره دا اخیتار شته چې کېس بیرته واخلي خو ستونزه دا ده چې یوازې شربت ګله په دغ کېس کې لاس نه لري بلکې د نادرا درې چارواکي هم ککړ دي او هغوی تر نیولو وړاندې خپل ضمانت کړی دی. او که حکومت کېس اخلي له دې سره یوه قانوني پېچلتیا د نادرا د هغو درو چارواکیو په باب رامنځ ته کېږي چې شربت ګلې ته یې شناختي کارډ جوړ کړی وو. او په ظاهره داسې نه ښکاري. او د شربت ګلې وکیلانو ته یوازنۍ لار دا پاته ده چې ژر تر ژره های کورټ ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG