بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
عبیدالله جان بابت وویل چې د دې لپاره یې د پیټرولیم او قدرتي سرچینو له وفاقي وزیر جام کمال خان سره لیده کاته کړي وو او هغه ته یې په خپله سیمه کې د ګېس د اړتیا او د خلکو د غوښتنې په اړه ویلي وو.
د امریکايي ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ او د امریکا د ملي استخباراتو مشر جېمز کلېپر ویلي که په شام کې د هیلري کلنټن کړی وړاندیز عملي شو نو ښايي امریکا او روس په خپلمنځۍ شخړه کې ښکېل شي.
د پاکستان سپریم کورټ د پنجشنبې په ورځ د عیسايي مېرمنې اسیه بي بي د مرګ د سزا پر ضد کېدونکې وروستۍ اورېدنه تر نامالومې نېټې وځنډوله.
د پاکستان په سېنټ کې د کاشغر – ګوادر د اقتصادي لارې په اړه د جوړې شوې کمېټۍ مشر سنېټر تاج حېدر وايي ، که مغربي لاره نشته نو د دې پر ضد خو به خامخا احتجاج کېږي. که وي نو حکومت یې باید په ډاګه کړي.
شاهد خان اپرېدي د خپلې لوبې ، په پاکستان کې د کرکټ حالت ، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لوبو ، د سیاست او خپلو خیریه کارونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې دې ټول ګوندیزه غونډه کې به په کشمیر کې له هند سره پر زیات شوي تاویخوالي او په پاکستان کې دننه د ترهګرۍ لپاره پر جوړه شوې قومي تګلاره یا نشنل ایکشن پلان خبرې کږي.
افغان ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن د چارشنبې په ورځ د روغې جوړې او سولې پر تړون لاس لیک وکړ.
د ارسلا خان کاکړ روښتوني خلک خوښ وو خو د ملګرو نه خفه کولو لپاره به یې خپل غمونه او پرېشانۍ پټولې.
د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو وزارت وايي ، له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي خلک به د روان کال تر پایه خپلو کورونو ته ستانه کړي. د کډوالو د ستنولو چارې پر غاړه لرونکې اداره وايي ، دا نېټه بلکل هتمي ده او دوی به عمل ورباندې کوي. خو د بې کوره کړل شوو خلکو مشران وايي ، داسې وعدې تر دې وړاندې هم ورسره شوې دي او دوی نور د حکومت پر وعدو باور نه لري.
بېبګر بلوڅ وویل ، موږ د بشري حقونو له سازمانونو غواړو چې د بلوڅو ملاتړ مه کوئ خو یوازې په بلوجستان کې روان حالات په بې طرفه توګه وڅېړئ
عمران خان که څه هم دا خبره پخوا هم رد کړې وه خو اوس یې له الجزیره ټلویزیون سره په مرکه کې نېغ په نېغه ویلي چې طالبان یو ترهګره ډله ده.
د ترکي پر حالاتو نظر لرونکی د سیاسي چارو کارپوه عباس جوادي وايي ، د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حکومت کې به کمزورۍ وي خو ولس د پوځ تر واکمنۍ جمهوریت ته لومړیتوب ورکړ.
د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې تر څنګ د صوبې په پښتنه سیمه کې لوی شمېر خلک د څښلو اوبو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي. صوبايي حکومت وايي ، د دوی دې ستونزې ته پام دی او د هواري لپاره به یې په بجټ کې پېسې بېلې کړي.
پر نړیوال تعلیم د ملګرو ملتونو سلاکار ضیاالدین یوسفزی وايي ، مذهبي سخت دریځي ، د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کول ، تربګنۍ او تعلیم ته پام نه کول د پښتنو د پرمختګ په وړاندې لوی خنډونه دي. نوموړي دا خبرې د مشال راډیو له بوریوال کاکړ سره په ویډیویې مرکه کې کړې دي. دا مرکه تاسو دلته کتلای شئ.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وویل ، افغان حکومت اوس دې ته اړ شوی دی چې له پاکستان سره مسله د نړیوالو په وړاندې کښېږي.
د بلوچستان په پښتنه سیمه لورالايي کې د شنبې له ورځې د ټول پاکستان په کچه د فټ بال ټورنامنټ کېږي.
د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې د نورو هیوادونو تر څنګ پر پاکستان هم کلکې نیوکې شوې دي.
د سردار اختر مېنګل په وینا ، حکومت باید لومړی بې کوره شوي بلوڅان خپلو سیمو ته ستانه کړي، په صوبه کې دې امنیت پر ځای کړي او افغان کډوال دې له ځايي خلکو بېل کړي او بیا دې سرشمېرنه وکړي.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په لندن کې خبریالانو ته وینا پر وخت نواز شریف هوډ څرګند کړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې به مبارزه ګړندۍ کړي. نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې د جنورۍ پر ۲۰مه نېټه وسله والو په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون برید وکړ چې پکې ۲۱ کسان ووژل شول.
"ډاکټر مالک بلوڅ به زیاتره ورځ په دفتر کې تېروله، د خلکو ستونزې یې اورېدلې او تر خپله وسه یې د هغوی د هوارولو هڅې هم کولې".
نور وښیئ