بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د سينيټ لپاره ځيني اميدوارانو مشال ريډيو ته په دي شرط چې نوم به يې نه اخيستل کيږي، ويلي چې يو سيټ په کروړونو روپۍ دی. د سينيټ د چوکيوو د خرڅ د مخنيوي لپاره د قانون په جوړولو هم خبرې شوي خو تر اوسه پورې سياسي ګوندونه په دي اړه سلا شوي نه دي.
په دي وورستيوو کې ځينو مطبوعاتو رپورټونه خپاره کړل چې د پاکستان د سينيټ چوکۍ په پيسو خرڅيږي. د دي کار د مخنيوي لپاره د قانون په جوړولو هم خبرې شوي او پرون د وزيراعظم نواز شريف له خوا په دي اړه د خبرو لپاره يوه غونډه هم رابلل شوي وه.
امریکايي ولسمشر بارک اوباما د چارشنبې په ورځ وویل ، د دوی جګړه د اسلام پر ضد نه بلکې د هغو خلکو پر ضد ده چې د ده په وینا اسلام یې بدل کړی دی.
د افغانستان ملي لوبډله به د بنګله دېش تر څنګ د سري لنکا، سکاټ لېنډ، اسټراليا، نيوزي لېنډ او انګلېنډ په وړاندې هم لوبېږي.
د پاکستان حکومت د تېرې دسمبر میاشتې بر شپاړسمه نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو طالبانو تر برید وروسته نه یوازې د مرګ له سزاګانو ځنډ لرې کړ بلکې پر ترهګر یې د مقدمو لپاره د پوځي عدالتونو د جوړولو په هڅو هم پیل کړی دی.
د پاکستان حکومت د پېښور پر ارمي پپلک سکول تر وسله وال خونړي برید وروسته پرېکړه کړېده چې پر ترهګرو به د مقدمو چلونو لپاره ځانګړي پوځي عدالتونه جوړوي.
د جماعت اسلامي پخواني مشر سید منور حسن د شنبې په ورځ په لاهور کې د خپل ګوند غونډې ته وویل ، دی دا خبره په ډاګه کوي چې تر څو په ټولنه کې قتال في سبیل الله او جهاد في سبیل الله نه وي عام شوی تر هغه وخته اوسنۍ ستونزې نه شي هوارېدای.
بلوچستان د پاکستان هغه صوبه ده چې په پراخه کچه قدرتي زېرمې لري. په دې زېرمو کې یو هم هغه قدرتي ګېس دی چې د نور څه تر څنګ د سونګ موادو په توګه کار ورڅخه اخیستل کېږي. خو د بلوچستان ځايي ولس او په خاصه توګه د پښتون مېشتو سیمو اوسېدونکي له دې څخه بې برخې دي.
د پاکستان وزير اعظم نواز شریف د ترهګرۍ غندنه کړی ده او ويلي یې دي چې حکومت يې له ګاونډيو هېوادونو سره د برابرۍ پر بنياد پر امنه اړيکې جوړول غواړي.
ً په سوات کې چې څوک خبره کولای شي، څوک ښه مشر وي، ښه لیکوال وي، څوک ښه جرګه کولای شي، ښه ډاکټر وي، ښه انجنیر وي او څوک ښه وکیل وي، هغوی ټول د ژوند له خطر سره مخامخ ديً.
تحفظ پاکستان قانون به د راتلونکو دوو کلونو لپاره نافظ وي او د ضرورت له مخې به د ملک په هره برخه کې استعمالېدای شي.
په بلوچستان کې یو پلو د پاکستان د نورو صوبو په پرتله له کویلې د بجلي پیدا کولو پلانټونه د نه برابر دي او بل پلو ګروندګر وايي چې د صوبې د زراعت په تباهي کې د وچکالۍ تر څنګ د بجلۍ د کمي هم لوی لاس دی.
په بلوچستان کې تر اوسه پنځه څلوېښت لکه ثمرداره ونې وچې شوې دي ، درې زره پنځه سوه اوویشت ټیوب وېلونه او دوه زره اووه سوه اووه پنځوس کارېږونه وچ شوي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي ، معتصم اغاجان لومړی طالب مشر نه دی بلکې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې یو شمېر هغه افغان طالب مشران وژل شوي او بندي کړل شوي دي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې کول غواړي.
د پاکستاني حکومت لپاره اوس وخت راغلی دی چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي. تر اوسه چې دوی کومې بابولالې ویلې دي له هغوی لاس واخلي.
د پاکستان پوهانو ، رسنیو ، سیاستوالو امنیتي چارواکو ته په کار ده چې پر هغه نظر له سره فکر وکړي کوم چې دوی د افغانستان د خپلواکۍ په اړه لري
د پاکستان تر ټولو پراخه صوبه بلوچستان د ملک تر نورو صوبو په تعلیمي ډګر کې شاته پاتې ده. د رپوټونو له مخې ، په دې صوبه کې په لوی شمېر سکولونه د بېلا بېلو وجوهاتو له کبله بند پراته دي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي (بوري) کې د چارشنبې په ورځ د ګوزڼ پر ضد د څاڅکو ورکوونکې ډلې پر امنیت مامور پولیسو برید وشو چې یو پولیس ساتونکی په کې ووژل شو.
د ایران او پاکستان ترمنځ د ګېس پایپ لاین په داسې وخت کې د ځنډ ښکار دی چې پاکستان د انرژۍ له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی. پاکستاني چارواکي وايي چې دوی پر دې پروژه له دې کبله کار نه شي پیلولای چې د امریکا له خوا پر ایران بندیزونه دي.
د پاکستان وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) ډلې مشر نواز شریف شاوخوا څلور میاشتې وروسته د تېرې چارشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یو څلور کسیزه کمېټۍ جوړه کړه.
نور وښیئ