بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د بنو پولیس تور پورې کړی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي حنیف پښتین اود هغه دوو ملګرو د چاپې پر مهال پر پولیسو ډزې کړې دي چې پکې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل دي.
د پاکستان په پارلمان کې د اپوزېشن ګوندونو پر استازو مشتملې رهبر کمېټۍ اعلان کړی چې لومړی به په شریکه د سېنټ چرمېن لرې کوي او بیا به د حکومت پرضد احتجاج کوي.
د پېسو نړیوال صندوق – ای ایم ایف – پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو پور ورکولو منظوري ورکړې ده.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر پر مهال د نورو مسلو تر څنګ پر اقتصادي چارو او دوه اړخیز تجارت هم خبرې کړې دي.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالايي پر پولیس لاین په شوي برید کې یو پولیس وژل شوی او درې تنه نور ټپي شوي دي.
د ورکو بلوڅانو لپاره کارکونکي تنظیم مشر ماما قدیر بلوڅ د جون پر ۲۱مه مشال ریډیو ته وویل علي حیدر د پاکستان امنیتي ادارو نیولی و او نن (جمعه) یې پریښود.
د پاکستان په پارلمان کې د شمالي او جنوبي وزیرستان نیول شوي استازي محسن داوړ او علي وزیر د اپوزېشن پر ټینګار سربېره په قومي اسمبلۍ کې د بجټ غونډې ته حاضر نه کړل شو.
پر انټرنیټ د خپرېدونکو خبرونو په اړه یو تازه نظرپوښتنه ښيي چې زیاتره خلک پر جعلي خبرونو د رښتیا باور کوي.
په پاکستان کې د درغلیو په تور د اپوزېشن مشرانو نیول کېده دوام لري او تازه پېښه یې د پنجاب په اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د پاکستان مسلم لیګ نواز مخکښ حمزه شهباز ګرفتاري وه چې د جون پر ۱۱مه ونیول شو.
د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وايي ، دوي پتیلې ده چې په ملک کې د روژې او اختر پر سره د اختلاف له منځه وړلو لپاره غونډه او بحث وکړي.
محمود خان اڅکزي وویل، که د ملک پوځ او نورې ادارې د آیین په چوکاټ کې دننه کار ونکړي نو دا به ملک د تباهۍ لور ته بوځي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی دا خبره ردوي چې ګواکې پوځي چارواکو د وژلیو کسانو د کورنیو د خاموشه کولو لپاره هغوي ته د پېسو وړاندیز کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ګرفتار مخکښ او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر به د جون پر څلورمه نېټه بیا په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کېږي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د هند وزیراعظم نرېندرا مودي ته د پارلماني انتخاباتو پر ګټلو مبارکي ویلې او هیله یې ښودلې چې له هغه سره به په ګډه د سولې لپاره کار کوي.
د پاکستان وزیراعظم په اسلام اباد کې د مومندو د یوې لس کلنې نجلۍ فرشتې مومند د وژنې په اړه د اسلام اباد له پولیسو وضاحت غوښتی دی.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې مخالفو ګوندونو د مې پر ۱۷مه د حکومت خلاف کاربندیز وکړ، د ښار پر سړکونو د ګاډو تګ راتګ هم د نورو ورځو پرتله ډېر کم وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي مخکښه ثنا اعجاز وايي ، د پېښور پولیسو ته یې درخواست ورکړی دی چې د هغو نامالومو کسان پرضد مقدمه درج کړي کومو چې دې ته د مرګ دهړکې ورکړې دي.
د پاکستان په کراچۍ کې د ولسمشر عارف علوي د کور مخې ته روان پرلت تر هغه وروسته پای ته ورسېدلو چې سرکار یې غوښتنې ومنلې.
د بلوچستان د تعلیم محکمه وايي ، په صوبه کې دوه اعشاریه اووه میلیونه ماشومان په داسې عمر کې دي چې باید سکول ته ولاړ شي خو په هغوي کې یوازې څه باندې یو میلیون سکول ته ځي.
د پاکستان په کراچۍ کې د ولسمشر عارف علوي د کور مخې ته د روان پرلت مخکښ راشد رضوي وايي ، حکومت هڅه کوي چې په څه پلمه په موږ پرلت ختم کړي خو موږ به داسې ونه کړو.
نور وښیئ