بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستاني ولسمشر عارف علوي د کراچۍ د کور مخې ته د یو شمېر ورک کړل شوو کسانو د خپلوانو له خوا وهل شوی پرلت دوام لري.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي ، پاکستان ته پېغام ورکوي چې په افغانستان کې له سولې وروسته به یې ډالۍ دومره لویه وي چې د پاکستان اقتصاد به ورسره وده وکړي.
د پاکستان سیاسي ګوندونه وايي، حکومت باید پوځ د کورنۍ او بهرنۍ تګلارو په اړه له بیان ورکولو را وګرځوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د واڼه یو مخکښ سردار عارف وزیر سره له دوو نورو ملګرو د ډېره اسماعیل خان له زندانه خوشي شوي دي.
د پاکستان په سېنټ کې د ولسي شکایتونو اورېددو او د هغوي د هواري لپاره جوړه شوې ځانګړې کمېټۍ وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنو کې داسې څه نشته چې دوي یې مخالفت وکړي.
د بلوچستان د ځوانو ډاکټرانو اتحادیه وايي ، دوي ځکه په وار وار احتجاجونه کوي چې د صوبې په سرکاري روغتونونو کې مناسب سهولتونه نشته.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت
د بلوچستان حکومت یو ځل بیا پر منظور پښتین بندیز لګولی دی چې تر راتلونکو ۹۰ ورځو به یادې صوبې ته نه ننوځي.
پښتون ژغورنې غورځنګ او د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره مبارزه کوونکی سازمان – وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز –وايي ، دوي د د ورک کړل شوو کسانو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان له خوا پر پاکستان د شويټینګار هرکلی کوي.
د بلوچستان اسمبلۍ په صوبه کې د لا خراب شوي امنیتي حالت په اړه د مارچ پر ۲۸مه بحث کوي.
د بلوچستان د لورالايي پولیسو د ارمان لوڼي د وژنې عیني شاهدانو ته ویلي چې تاڼې ته ورشي او خپل بیانونه ریکارډ کړي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي ، ډېر زر به په ټولو قبایلي ضلعو کې ولس ته د درې جي او څلور جي په نامه موبایل انټرنیټ سهولت ورکړي.
د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو کمېټۍ د بلوچستان پر پولیسو غږ کړی دی چې د ارمان لوڼي د قتل په اړه دې زر تر زره مقدمه درج کړي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د ایټمي وسلو او دفاعي چارو د انتظام کمټۍ یانې نشنل کمانډ اتارټي ځانګړې غوڼډه رابللې ده.
د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د ولس استازی محسن داوړ وايي ، د فرورۍ پر ۲۷مه به له حکومت څخه تپوس کوي چې ولې یې د ده نوم د بهرنیو چارو له قایمه کمېټۍ اېستلی دی.
د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ایرلېنډ لوبډلې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې تر دلچسپه بازۍ وروسته په ۸۴ منډو ماته ورکړه او د درو لوبو د لړۍ لومړۍ دواړه یې وګټلې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د فرورۍ پر ۲۱مه اعلان وکړ چې حکومت پر جماعت الدعوة او فلاح انسانیت نومي تنظیمونو بندیز لګولی دی.
د پاکستان پوځ وايي ، که هند پر پاکستان یرغل وکړ نو ورسره به په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې اغېزمنې شي.
د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې پر مهال د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په یو شمېر ښارونو کې سیاسي او ادبي غونډې شوې دي.
نور وښیئ