د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي حیدر بلوڅ پرېښودل شو: ماما قدیر


علی حیدر د خپل پلار موندلو په موخه لاریون کې برخه اخیستې وه
علی حیدر د خپل پلار موندلو په موخه لاریون کې برخه اخیستې وه

د بلوچستان له ګوادره لادرکه کړل شوی ۱۵ کلن ماشوم علي حیدر بلوڅ خوشې شو. د ورکو بلوڅانو لپاره کارکونکي تنظیم مشر ماما قدیر بلوڅ د جون پر ۲۱مه مشال ریډیو ته وویل علي حیدر د پاکستان امنیتي ادارو نیولی و او نن (جمعه) یې پریښود.

د پاکستان امنیتي ادارو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو په پنجشنبه مشال ریډیو ته وویل چې د علي حیدر د موندلو هلې ځلې یې پیل کړي دی او چې چېرته هم وي راخوشې کوي به یې.

'ورکو بلوڅانو لپاره غږ' نومي سازمان مخکښ قدیر بلوڅ د حیدر د کورنۍ له خولې وايي چې هغه د جون ۱۶مې شپې مهال په ګوادر کې له خپله کوره تښتول شوی دی.

بلوڅ وايي: "[حیدر] اوس هم هلته د خپل پلار د راخوشې کولو لپاره فعال وو خو په سیاست او نور څه کې یې برخه نه ده اخیستې. د ۱۶م او ۱۷م جون په منځنۍ شپه دوې بجې ایف سي ځواک او پاکستانیو اېجنسیو د ده پر کور چاپه وهلې او دی یې له ځان سره وړی دی."

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر مشال راډیو ته وویل چې د علي حیدر کورنۍ دوی ته د خبر ورکولو پر وخت د اېجنسیو نوم نه دی اخیستی.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم د علي حیدر پر لادرکۍ اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې ده چې چارواکي دې په دې اړه خامخا چټک او جدي ګامونه پورته کړي.

علي حیدر بلوڅ په خپل ورک پلار پسې ورک

د علي حیدر بلوڅ پلار محمد رمضان بلوڅ د ۲۰۱۰ز کال په جولای کې د بلوچستان له اوتل سیمې ناڅرګندو کسانو پورته کړی وو چې لا هم ورک دی.

علي حیدر د خپل پلار موندلو لپاره د احتجاج په توګه په ۲۰۱۳ز کې د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره له کارکوونکي سازمان سره له کوټې تر کراچۍ او بیا له هغه ځایه تر اسلام اباده څه باندې ۲۰۰۰ کلومیټره پر پښو تګ کړی وو.

بلوچستان کې د تېښتولو ضد لاریون کراچۍ ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

په دې احتجاجي اوږده لاریون کې د یو شمېر نارینه او ښځینه بلوڅ فعالانو تر څنګ بلوڅ لیکوال محمد علي تالپور هم شاوخوا ۲۶ ورځې پلی مزل کړی وو.

نوموړي مشال راډیو ته وویل علي حیدر د خپل ورک کړل شوي پلار موندلو لپاره دومره هوډمن وو چې د لاریون ټولو ګډونوالو ته به یې حوصله ورکوله.

تالپور وویل: "په ټوله ورځ به تګ وو او په شپه به مو چېرې ارام وکړ او بیا به په سهار بیا روان شو. دی په هغه وخت کې لس کلن وو خو کله یې هم دا نه دي ویلي چې زه یا ستړی شوم یا نه شم تلای. د هغه همت ، حوصله ، عقل او زړورتیا د لاریون د ټولو ګډون والو لپاره یو بېلګه وه."

د علي حیدر کورنۍ اصلاً د صوبې د بلوڅ مېشتې سیمې مشکی ده خو په دې ورستیو کې ګوادر ته کډه شوي او نوموړي د سکول ویلو تر څنګ د کورنۍ ساتلو لپاره هلته د پلار ورپاته شوې هټۍ یا د پرچون دوکان جاري ساتلی دی.

د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره د کارکوونکي سازمان مخکښ قدیر بلوڅ وویل، دوی دا نه ګڼي چې د صوبې او مرکز حکومتونه دې د ورک کړل شوو کسانو د را خوشي کولو واک ولري خو د ده په وینا ، دوي به بیا هم خپله مبارزه جاري ساتي.

د بلوچستان پر حالاتو ژور نظر لرونکي محمد علي تالپور وویل، د علي حیدر په څېر ماشومانو له تښتول کېدو څرګندېږي چې په بلوچستان کې ریاستي رویه څه ده.

په بلوجستان کې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکي او یو شمېر ملتپال تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي ادارو د دوی په زرګونه کسان ورک کړي او تر وژلو وروسته یې خراب کړي مړي غورځولي دي خو د پاکستان پوځ او حکومت داسې تورونه په سختۍ ردوي.

بل پلو د ورک کړل شوو کسانو لپاره د حکومت له خوا جوړ شوي کمېشن پر خپله ویب پاڼه لیکلي دي چې دا وخت له دوي سره له ټول پاکستان څخه په مجموعي توګه د ۶۱۲۴ کسانو نومونه ثبت شوي دي چې پکې د ۲۲۷۷ کېسونه لا هم حل شوي نه دي.

چې کله شاوخوا یوه لسیزه وړاندې بلوڅانو د خپلو ورکو کسانو لپاره مبارزه پیل کړې وه نو په هغه وخت کې داسې رپورټونه نه ول چې ګواکې په پاکستان کې پښتانه هم ورک دي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ له رامنځ ته کېدو سره په تېر څه باندې یو کال کې تر بلوڅ او نورو ورک کړل شوو کسانو د لادرکه پښتنو موضوع ته زیات پام اوښتی دی.

د پاکستان پوځ او حکومت د بلوڅ فعالانو له تښتولو او وژلو د انکار په څیر دا تور هم ردوي چې ګواکې دوي دې پښتانه په زور لادرکه کړي وي.

XS
SM
MD
LG