د لاسرسي ځای

تازه خبر

فیاض حسېن: حکومتي بدلون به د بلوچستان بلدیاتي ټاکنې ونه ځنډوي


په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسمبر پر اوومه تر سره شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسمبر کې یې موده پای ته رسېدلې وه.
په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسمبر پر اوومه تر سره شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسمبر کې یې موده پای ته رسېدلې وه.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي د حکومت بدلېده به په بلوچستان کې د بلدیاتي انتخاباتو پر کېدو څه اغېز ونکړي.

د انتخاباتو کمېشن د بلوچستان مشر فیاض حسېن مراد د مارچ پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې که په ملک کې بېړنی حالت اعلان نه شو نو په صوبه کې به انتخابات پر ټاکلې نېټه ترسره کېږي.

ده وویل، "داسې ده چې د اپرېل له ۱۵مې تر ۱۸مې به د نامزدګۍ کاغذونه اخیستل کېږي او د مې پر ۲۹مه به بیا د انتخاباتو ورځ وي. که بېړنی حالت اعلان نه شو نو بیا به انتخابات پر خپله نېټه وي او که بېړنی حالت وو نو بیا به ونه شي نور که حکومت او وزیراعلا بدل شي هم نو پر بلدیاتي انتخاباتو به یې څه اغېز نه وي."

فیاض حسېن مراد زیاته کړه چې په بلوچستان کې به بلدیاتي انتخابات په دوو پړاونو کې ترسره کېږي.

د ده په وینا، د حلقه بندیو پر سره د څه ستونزو له کبله به په کوټه او لسبېله ضلعو کې انتخابات په دویم پړاو کې ترسره کېږي.

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه صوبه ده چې د زیاتره سیمو لپاره صوبايي مرکز کوټه ډېره لرې پرېوزي.

د صوبې پر سیاسي او حکومت چارو نظر لرونکي وايي په بلوچستان کې د ولسي ستونزو لپاره بلدیاتي نظام ډېر مهم دی.

خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان ځینې ضلعې داسې دي چې خلک به یې مرکز کوټې ته د تلو لپاره لومړی سیند او پنجاب ته ځي او بیا به کوټې ته سفر کوي.

نوموړي زیاته کړه، "دا خو ډېر ضروري دي چې که دا بلدیاتي انتخابات وشي‌ او دا نظام فعال شي نو به ۵۰ فیصده مسلې هلته په ضلعو کې هوارېږي او له دې سره به په کوټه کې پر صوبايي سیکرټرېټ فشار کم شي او بل به خلک له دومره اوږده سفره خلاص شي."

د بلدیاتي نظام یو کارپوه سرور بازی وايي، دا نظام په دې ښه دی چې ولسي نماینده ګان صوبايي مرکز او اسلام اباد ته نه ځي بلکې هم هلته په سیمه کې موجود وي.

هغه وویل، "اوس د صوبايي‌ اسمبلۍ غړي ، د قومي اسمبلۍ غړي او سېنېټران په اسانه عام ولس ته وخت نه ورکوي او د بلدیاتي‌ نظام ټاکل شوي خلک هم هلته د ولس په منځ کې موجود وي وي او هغوی هر وخت هره پوښتنه ورڅخه کولای شي."

سرور بازي زیاته کړه چې د صوبايي‌ او قومي‌ اسمبلۍ په څېر په بلدیاتي انتخاباتو کې هم ښځو ته پر عامو مهمو چوکیو د انتخاب موقع نه ورکول کېږي.

ده وویل چې سیاسي ګوندونه باید ښځې را وړاندې کړي‌ هغه ځکه چې د ښځو له سیاسي کېدو سره شعور پراخېږي.

د ده په وینا، "چې یو ښځه په انتخاباتو کې برخه اخلي هغه د خپلو ووټونو لپاره نورې ښځې له کورونو راباسي چې ووټ واچوي او له دې سره شعور پراخېږي او په کومو هیوادونو کې چې ښځو په سیاست کې برخه اخیستې ده هغو هیوادونو پرمختګ کړی دی."

په بلوچستان کې وروستۍ بلدیاتي ټاکنې د ۲۰۱۳ز کال د ډېسمبر پر اوومه تر سره شوې وې او د ۲۰۱۸ز کال په ډېسمبر کې یې موده پای ته رسېدلې وه.

XS
SM
MD
LG